په هند کې د چندرکانت په نوم یو کب نیونکی له خپلو ملګرو سره سهار سمندر ته په خپل رزق لټولو پسې ووت، خو خبر نه و چې دا ورځ بهیې تقدیر او ژوندبڼه دواړه بدلوي.
چندرکانت چې بهر ته جال وغورځاوه، د عادي کبانو نیولو په تمه و، خو دا ځل یې داسې کبان ونیول چې بیه یې تر عادي کبانو څو څو ځل لوړه وه.
د چندرکانت جال له هغو کبانو یا ماهیانو ډک راووت چې د یوه بیه یې ۸۵ زره هندي کلدارې وې او دده په جال کې ۱۵۷ کبان نیول شويوو.
نوموړي د کبانو ويډیو له خپلو ملګرو سره شریکه کړله او بېرته چې د سمندر غاړې ته ډک لاس ته راستنېده، د کبانو اخیستونکي ورته په تمهولاړ وو. په دې توګه یې په یوه ځل ۱۳,۳ میلیونه هندي کلدارې وګټلې.
دغه کبان چې انګلش کې یې Ghol بولي، په طب کې کارېږي او د جراحي عملیاتونو د ګنډلو لپاره ترې هغه تا جوړېږي چې د وخت پهتېرېدو په زخم کې دننه له منځه ځي.