د امریکا ولسمشر د انگلستان لومړي وزیر ته څه ډول بایسکل ډالۍ کړی؟

د امریکا ولسمشر جوبایډن د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن ته بایسکل ډالۍ کړی دی.

بایډن، بوریس ته دغه بایسکل د G7 هیوادونو په لومړۍ غونډه کې ډالۍ کړی دی. دا غونډه له دوو ورځو راهیسې په انګلستان کې روانه ده.

دغه بایسکل د امریکا په فلادلفیا آیالات کې په فرمایش جوړ شوی چې د انګلستان بیرغ پرې رسم دی او بوریس جانسن په همدې بایسکل سپور هم لیدل شوی دی.

ویل کېږي چې شرکت دغه ډول بایسکلونه په ډېره موده کې جوړوي، خو د بوریس د بایسکل فرمایش ورته د تېرې می میاشتې په ۲۳مه نېټه ورکول شوی و.

د دې بایسکل بیه ۱۵۰۰ ډالره ده چې په همدې رنګ یوه خولۍ (هلمټ) هم ورسره جوړ شوی دی.

د بایسکل جوړونکي شرکت خاوند رسنیو ته ویلي چې ده سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا اړیکه نیول شوې وه او ده یې فرمایش په دې خاطر ومانه چې د شرکت اعتبار یې زیات شي.

Scroll to Top