د بقا فرصتونه؛ د افغانستان فضا میلیونونه ډالر ارزښت لري

د افغانستان جمهور رئيس له امریکايي ځواکونو وروسته، د افغانستان ځينې فرصتونه تشریح کول. دا هغه موارد دي چې هیواد پرې د خپلې بقا او د ولس د سوکالۍ لپاره اتکا کولای شي.

د افغانستان طبیعي موقعیت هغه بله وسیله ده چې د راتلونکو پېړیو لپاره د افغانستان اقتصادي پياوړتیا او د وګړو باعزته ژوند تأمینولای شي. له جنوبي آسیا سره د منځنۍ آسیا د وصل خبره که پخوا فرضیه وه، اوس عیني حقیقت دی او د افغانستان ولسمشر دغه حقیقت د سیمې ټولو هیوادونو ته د قناعت وړ ګرځولای دی.

دا هیواد داسې ډېر فرصتونه لري چې که په سم ډول مدیریت شي، دومره عواید ترې ترلاسه کېږي چې نه یوازې موږ نورو ته له لاس اوږدولو خلاصېږو، بلکې د دې وړ هم کېږو چې سیمې سره د یوه همکار او شریک هیواد په توګه د هغوی د ستونزو په حل کې لویه ونډه ولرو.

همداسې یو فرصت چې ډېرو خلکو ته په نظر نه راځي، هغه د افغانستان فضا ده. په ۱۳۹۸ کال کې د هوايي چلند ادارې یو ګزارش ورکړی و چې د ځینو رادارونو له نصب سره به افغانستان په خپله فضا یوازې د بهرنیو الوتکو د تګ راتګ له درکه هر کال نږدې ۲۵۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي.

خو په همدې فضا کې یوه بله لویه شتمني پټه چې افغانستان ته د میلیونونو ډالرو عاید بالقوه ظرفیت لري او هغه د افغانستان طیفي سرچینې، څپې او فریکونسۍ دي. دا هغه موجونه او څپې دي چې زموږ په فضا کې موجودې دي او هر کال میلیونونه ډالر ګټلای شي.

د اترا ادارې څو ورځې مخکې د همدې څپو یوه مزایده وکړله، د تخنیکي معلوماتو له مخې دغه ۵ میګاهرتزه فریکونسي په ۱۸۰۰ میګاهرتز بانډ کې د ۴جي خدمتونو لپاره ځانګړې شوی چې د سلام مخابراتي شرکت یې مزایده وګټله او د ۱۷ میلیونه او ۲۰۰ ډالرو په بدل کې ورته توزیع شوه.

سلام مخابراتي شرکت وایي چې له یوه کال په لنډه موده کې به د هیواد په ۵ لوی ښارونه د انټرنټ له باکیفیته ۴جي خدمتونو نه برخمن شي.

د اترا اداره پلان لري چې د افغانستان دغه څپې نورې په ازاد بازار کې رقابت ته وړاندې کړي او هغه شرکتونه یې ترلاسه کړي چې نه یوازې د دې ترلاسه کولو وړتیا لري، بلکې د کارونې لپاره یې کافي ظرفیت هم ولري او د مخابراتي سکتور خدمات ورسره وده وکړي.

دا او دې ته ورته شتمنۍ هغه فرصتونه دي چې د افغانستان دولت پرې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته اتکا کوي او پلان لري چې هیواد له همدې سرچینو په ګټې اخیستنې په نږدې کلونو کې د انکشافي بودیجې لویه برخه له خپلو عوایدو پوره کړي.

د سولې اعمار، دولت جوړونې او مارکېټ جوړونې په برخه کې ګړندې هلې ځلې په همدې معنی دي چې افغانستان له خپلو شته سرچینو ګټه واخلي او په داسې ډول یې مدیریت کړي چې هیواد ته قانونمند عاید ورکړي.

افغانستان دې ته ورته نور ډېر فرصتونه لري، یوازې دا اړتیا ده چې د مدیریت لپاره یې قوي بنسټونه او پر دې بنسټونو د ولس قوي باور ولرو. دې هیواد چې پېړۍ پېړۍ ځان ساتلی، دا ظرفیت هم لري چې پېړۍ پېړۍ نوره بقا وکړي.

Scroll to Top