ځان وژنه؛ نفسیاتي ستونزه / لیکوال ډاکتر همدرد یوسفزی

ژوند په باره کې عمومي رائی دا ده چې ژوند لرونکي په هر لحاظ سره د خپل ژوند ساتنه کوي . د خپل طبي جوړښت له مخې هم انساني وجود هر هغه عمل ته عکس العمل ښائي چې انساني وجود د خطر سره مخ کوي . په ذهني توګه جوړ خلک هیڅ کله هم خپل ژوند په خطر کې اچولو ته اماده نه وي . د وجود عادي ناروغې چې ژوند د خطر سره مخ کوي د هغې په ردعمل کې هم انساني وجود داسې جوړ دی چې ناجوړه انسان سره کمکي رول ادا کوي . مثال په توګه کله چې هم پوزې ته د باهر نه کوم خراب مواد داخل شي نو پوزه د دماغ په کمک دغه خطرې ته د پرنجي په شکل کې ردعمل ښکاره کړي . د پرنجي بنیادي میکانزم هم دغه دی چې پوزې ته کوم جراثیم یا دوړه وغېره داخله شوې ده او پوزه نه غواړي چې دغه مواد لاندې تنفسي نورو اعضاو ته داخل شي نو فورا د پرنجي په شکل دغه مواد باهر د لېږلو هڅه پیل کړي هم په دغه شکل ټوخې درد وغېره هم د انساني کمک کوونکې عوامل ګڼلې شي چې منبع یې د دماغو د یو مغلق او پیچیده سسټم نه منشا اخلي . عرض مې دا کولو چې انساني ژوند په هره زوایه خپله ژوند لرونکو او دهغې وجود ته مهم دی او په هر حال یې د خطر او خرابېدو نه ساتي . د طب علم هم د دغه بنیادي نکتې په اساس تر نني ماډرن میډکل ساینس پورې سفر کړې دی چې انساني ژوند په هر لحاظ خوندي اوساتلې شي .
ته پورته دغه بحث نه دا خبره بیا ذهن ته راځي چې ولې ځیني خلک بیا په خپلو لاسو خپل ژوند واخلي او ځان وژنه کوي .
د ځان وژنې تعریف :
هر هغه عمل چې یو انسان یې د خپل ژوند د ختمولو د پاره کوي هغه خودکشي بللې شي . هر کال په نړۍ کې د شماریاتو له مخې ووه لاکهه درې زره خلک ځان وژنه کوي
ډېر مریضان په قصدي توګه خپله دوا په زیات مقدار کې اخلي تر څو ژوند د لاسه ورکړي .هم دا رنګه د دوا یا زهر اخستلو نه پرتې یو شمېر نورې طریقې هم د ژوند اخستنې لپاره کاروي . خود کشي یا ځان وژنه د ټولو مرګونو یوه سلنه جوړوي . دا په کوچینیانو کې کمه او په زلمو او پېغلو کې یې کچه لوړه وي . هم دا رنګه په سړو
کې د ښځو په نسبت زیات وافعات لېدل شوي دي .
د ځان وژتې خطر
————————
هغه خلک چې ځان وژنه کوي او دغه هڅه یې په مرګ ختمېږي دوي په مکمله توګه دا خبره په راز کې ساتي او ټول احتیاطي تدابیر په کار راولي . په شپږو کې صرف یو مریض لیکلې خط پرېږدي . په زیاتو کیسونو کې داسې خلک خپلو ملګرو او خپلوانو سره د داسې عمل ذکر کوي چې باېد چې خپلوان او ملګري داسې قسمه اندېښنې ته جدي پاملرنه اوکړي د تحقیق نه دا خبره په اثبات رسېدلی ده چې دا خلک اصل کې مدد غوښتونکي وي نو په دغه مرحله کې باید نژدې خلک دغه مریض چیلنج نه کړي بلکې د دوي سره کېني د دوي خبرې واوري د دوي د مشکل نه ځان خبر کړي هم دغه هغه مرحله او نکته وي چې مونږ د یو انسان ژوند ژوغورلې شو . اکثر ملګري او خپلوان په دغه نکته کې مریض چیلنج کوي او دوي فکر کوي چې دوي داسې نه شي کولې نو دغه رویه غلطه ده بلکې هم دغه نکته ده چې مونږ ژوند بېرته راوستلې شو باید دغه موقع باندې د مریض داسې اندېښنه او اظهار د یو ایمرجنسي عمل غوندې د سلوک غوښتنه کوي او مونږ هم داسې باید اوکړو .
د ځان وژنې اسباب
—————————
د ځان وژنې یو شمېر وحوهات او علتونه کېدې شي زه یې د لوستونکو د اسانې د پاره ترې غټ غټ وجوهات او علتونه نمبر وار لیکمه تر څو عام لوستونکې پوهه شي
الف – سماحي علتونه
۱-تېر عمر ( بوډاتوب
۲-یوازې ژوند
۳-د کورنې د سپورټ او مرستې عدم موجودیت
۴-فشاري حالت
۵-خود کشي په اړه مقدسه بیانیه
ب-طبي علتونه
1-د ژور خپګان ناروغې ( Depression)
۲-د نشي توکو استعمال ( شراب ، چرس ، ایس وغېره )
۴-د لیونتوب ناروغې ( schizophrenia )
۵-د شخصیت ګډوډي ( personality disorders )
۶- اوږدې جسماني ناروغې
په دغه علتونو کې په یو څو مهمو علتونو دلته خبره کول ضروري ګڼمه په دې کې وړمبنې ضروري نکته چې د خود کشۍ په اړه مقدسه بیانیه ده . د سامراجي او پانګواله نظام (capitalism )په سبب چې غټو ملکونو د وړو ملکونو او قامونو وسايل په بډه کول پېل کړل او په دغه زغل کې لوې طاقتونو د یو بل سره د سړو جګړو ناوړه کار شروع کړو نو واړه قامونه یې په پوره میکانزم سره د جنګونو په بټو کې سوزیدو ته پرېښودل له بله لوري مذهبي بیانیه په داسې رنګ پېش کړې شوه چې زلمي عن تر جونو پورې داسې خلک یې برین واش کړل چې ورته یې مرګونه مقدس کړل او مونږ په نژدې تېرو دیرشو کالو کې اولیدل چې د ځان وژنې یو مقدس بهر پیل شو . د نهم ستمبر پېښه هم د ځان وژنې د مقدساتو په اساس ګلوریغائي شوه وزستو مونږ اولېدل چې په پښتون وطن کې د کابله نېولې تر پېښوره او د چترال نه نېولې تر چمن پورې د ځان مرګي بریدونو لړۍ پیل شوه چې لا دوام لري افسوس دا دی جې جنګي اقتصاد باندې ولاړ ملکونه دپاره دغه لړۍ د سرمائي لویه زریعه شوه . ژوند په هر حال کې مقدس دی . هیڅ جنګ او حبر په مخکې خپل ژوند په پخپله د مقدسې بیانې په زور د لاسه ورکول هیڅ انساني عمل نه شي ګڼل کېدې
دویم غټ علت د ژور خپګان ناروغي ده په عادي ژوند کې چې چرته تبه ، سر درد ، ټوخې ناروغې ګڼلې شي هلته د ژور خپګان ناروغي هېڅ ناروغي نه ګڼل کېږي دغه وجه بیا زمونږ په ټولنه کې په دې هم زیاته ده چې د داسې ناروغیو په حواله هیڅ شعور نشته . دغه د سرکار یا هم د ریاست په ترجیحاتو کې نه راځي چې ذهني ناروغیو په حقله د خلکو اګاهي اوکړي او هم د دغه ناروغیو د تشخیص او علاح د پاره مرکزونه خلاص شي . د پرایمري لیول صحت سهولتونو کې باید ډاکټران او عام سټاف په دغه عمل پوهه کول هم اړبن دي
د ځان وژنې د خطر نخښې نخښانې
——————————————————
لکه څرنګه چې مونږ پورته زکر کړل چې په حکومتي سطح د ځان وژنې د ژغورنې باقاعده کوم پروګرام نشته ، د نفسیاتو ډاکټزانو کم شمېر او د نفسیاتو ډاکټر سره د معاینې نه ډار د دې سبب جوړېږي چې دا سې خلک چې ځان وژنې ته تمایل لري دغه سهولتونو ته یې رسائي ګرانه وي نو مونږ ټول په خپل خپل ځای خپل کردار ادا کولې شو تر څو په خپلو رشته دارانو او نژدې ملګرو د داسې خلکو سره مرسته اوکړې شو . دا دومره زیاتې پوهې ته ضرورت نه لري بلکې په عادي دانش او پوهې سره مونږ کولې شو چې داسې خلک اول او پېژنو او بیا یې په بېړه ژوند خوندي کړو زه دلته د اسانې او د پوهې د پاره عادي د خطر نخښې او نخښانې لیکمه تر څو ټول لوستونکي په اسانه پوهه شي
د ځان وژنې د خطر نخښې او نخښانې په دا ډول دي
۱-کله چې یو ناروغ مخکې د ځان وژنې کوشش کړې وي دا خلک د بیا کوشش کولو د پاره هائي رسک خلک ګڼلې شي باید داسې خلک تر نظارت لاندې اونیول شي او هیڅ کله یوازې پرې نه ښودې شي
۲-هغه خلک چې په تکراري توګه د مرګ په حقله خبرې اترې کوي
۳-هغه خلک چې په ژوندونې یې وصیت لیکلې وي
۴-هغه خلک چې په اچانک توګه د نورو خلکو نه ځان بېل کړي
۵-هغه خلک چې په عام سماجي ژوند کې د خپلوانو او دوستانو نه ځان لرې کړي او هیڅ د تماس او رابطې کوشش نه کاندي
۶-هغه خلک چې په خوب کولو کې یې فرق راشي یا خو یې خوب زیات شي او یا هم خوب یې کم شي
۷-هغه خلک چې زر زر قهر او غصه کوي په معمولي خبرو غصه کېږي او دغه تبدیلي اوسنې وي
۸-ژوند کې د کومې غټې صدمې یا حادثې سره مخ شي لکه د نوکرې تګ ، د نژدې خپلوانو مرګ ، عشق او مینه کې ناکامي
۹-هغه خلک چې ځان په نورو خلکو او نړۍ بوج ګڼي او د دې خبرې اظهار په تکراري توګه کوي
۱۰-په مستقبل کې د دلچسپۍ ختمیدل
۱۱-هغه خلک چې داسې سوچ کوي چې دا دنیا فضول دی هیڅ فایده یې نشته
۱۲- د نشي توکې استعمالونکي خلک لکه شراب ، چرس وغېره
۱۳-ناامیده کیدونکې خلک
—————————-/-/—————-
یو عام وګړې څنګه کولې شي چې دغه ځان وژونکې عمل منع کړي او د انسان قیمتي ژوند بج کړي
دا بیخي هم ګران کاز نه دی اول پورته د خطر دغه نخښو باندې ځان پوهه کړي او بیا د دغه سړي سره کیني
اول کار دا دی چې دغه عمل د سټګما نه اوباسي او هغه کس په دې پوهه کړي چې داسې خیالونو هر چاته راتلې شي . دویم باید زمونږ سلوک دې هیڅ کله هم judgemental نه وي .
دریم داسې خلک هیڅ کله هم یوازې پرېښودل نه دي پکار
څلورم زر تر زره هسپتال ته او نفسیاتو ډاکټر ته رسول باید د پامه او نه غورځو
حوالې ! Oxford text book of Psychaitry
Prof surash bada math lectures
Scroll to Top