د وېراټ کوهلي د څښلو له اوبو په اړه څومره پوهېږئ؟ / سید سالار خادم

د کرکټ په نړۍ کې سربېره پر نورو غوره ځانګړنو ( غوره توپوهنه، ډګر ساتنه، عالي فېټنېس، خوږه او ښاغلې کورنۍ او ډېره شتمني …) ویراټ په فرانسه کې جوړې شوې او وارد شوې (اېوېن) اوبو څخه نورې اوبه په اسانۍ نه څکي. دا هغه وېراټ دی، چې تازه یې د کرکټ د نړۍ د افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر د یو ورځنیو (ODI) لوبو د (۵۰) سلیزو ریکارډ مات کړ.

وېراټ ته نږدې اشخاص وایي چې وېراټ د خپل فېټنېس په تړاو عادي مسائلو ته هم ډېر متوجې وي. هغه نه غواړي چې حتی لږې تصفیه یا د کور اوبه وڅکي. پر همدې اساس مونږ او تاسو پوهېږو چې د دوه ویکټو ترمنځ چټکې منډې کول (Running between the wickets) او فېلډېنک کې دومره ګړندیتوب او مهارت پرته له ځان ساتلو څخه نه کېږي.

Virat Kohli costs Rs 6 for per litre drinking water

ستاسې به تلوار وي چې د وېراټ د څښلو د اوبو (اېوېن) قیمت به په کومه کچه وي؟

 راځئ چې دا مسله هم روښانه کړو. د وېراټ د فرانسې څخه د وارد شویو اوبو (اېوېن) یو لېتر په ۷ ډالر او ۱۴ سېنټ تمامېږي چې (۵۰۷) افغانۍ ترې جوړېږي. د دې اوبو کمال دا دی چې په خالص ډول د طبعيي چینو څخه اخېستل شوي. ډېر منرالونه لري او له قوي لابراتوري ازموینو څخه فېلتر شوي، چې د منځني اقتصاد څخه برخمن خلکو لپاره د دې اوبو رانېول او څښل سختېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې وېراټ کوهلي د نورو عادي اوبو پرځای د (اېوېن) اوبه ټاکلي؟ ایا وېراټ پدې سره له نورو ځان بېلول غواړي که د دې اوبو څښل نور ځانګړي دلایل لري؟

دا ډېر څرګند بحث دی چې وېراټ د هند د کرکټ روح او زړه دی. وېراټ د هر بل لوبغاړي په نسبت باید خپلې روغتیا او په ځانګړې ډول خپل فېټنېس ته ډېر پام وکړي. وېراټ کوهلي د هند لپاره په دريو واړو فارمټونو کې با-قاعده لوبېږي، نو يو لامل دا هم کېدای شي چې د خپل ډېر روغ پاتې کېدو په تړاو جدي اوسي.

ځيني نور لاملونه هم شته چې له مخې یې وېراټ کوهلي د (اېوېن) اوبه انتخاب کړي، د بېلګې په ډول:

– د (اېوېن) اوبه د بشپړو منرالونو څخه برخمنې دي. سودیم، پوتاشیم، مېګنزیم او باېکربونېټ منرالونو معیاري شتون دې اوبو ته ځانګړې ذایقه ورکړې. بل لور ته داسې راپورونه هم شته چې د هند ډېری فېلتر شوې اوبه هم کافي اندازه منرالونه نه لري او ترڅنګ يې په بشپړ ډول فېلتر شوې هم ندي.
Virat Kohli drinks only imported mineral water

– دا چې د کرکټ په نړۍ کې وېراټ کوهلي يو نوموتی او مطرحه څېره ده، نو حتمي به کوشش کوي چې په نړیواله کچه برېنډ (ډېر نامتو) تولید وکاروي. (اېوېن) د نړۍ په کچه د اوبو له برېنډ تولید څخه شمېرل کېږي.

– يو بل مهم راز او لامل دا دی چې وېراټ یې له مخې دا اوبه انتخاب کړي- (اېوېن) اوبه په خپل ترکیب کې ۸.۵ درجې PH لري. دا یو لوی دی چې اوس د PH درجې تشریح کړو. دومره ویلای شو چې په اوبو کې د ۸.۵ درجې PH شتون د انسان دفاعي سېستم قوي کوي. د سختې تندې مخه یې نېسي. اوس د وېراټ کوهلې په څېر لوبغاړي چې بار-بار یې په ډګر کې لېدلای شئ او شونې ده چې هره شېبه ټپي هم شي، نو پر همدې اساس دا ۸.۵ درجې PH له کوهلي سره مرسته کوي؛ ترڅو د ژورو او سختو ټپونو څخه وژغورل شي.

– ایا تاسې به داسې اوبه وڅکئ چې کیمیاوي مواد پکې کارول شوې وي؟ البته ستاسې ځواب (نه) دی. پدې صورت کې څنګه تمه کېدای شي چې وېراټ دې عادي (Normal) اوبه وڅکي. له همدې کبله وېراټ د (اېوېن) اوبه انتخاب کړي چې فرانسې د (لېس بېنس) د جهیل څخه د راوتلو چینو نه اساس اخلي چې هر ډول کمو زیاتو کیمیاوي مواد څخه پاکې او خالصې اوبه دي.

وېراټ کوهلي وایي: ( پرته له (اېوېن) اوبو څخه بل هېڅ انتخاب نه لرم. دا اوبه له هر اړخه ګټورې او بهترینې دي.

Scroll to Top