ښه او بد دواړه زموږ انتخاب دی / فرهاد علي مومند

ممکن هر څه ښه او بد ولري، خو ته به خپل نظر په ښو ساتې، د انسان ذهني وده له همدې ځایه پیل کېږي او هغه څه خپلوي چې د نظر تمرکز یې پرې ډېر وي.

فرض کړئ، هغوي چې د نورو له پرمختګ څخه ویره لري، د خپل پرمختګ لپاره هم اندېښمن دي. هغوي چې د نورو د ګټو پر وړاندې خنډ جوړېږي، د خپلو ګټو د تحفظ لپاره وخت وخت نه لري. هغوي چې تل د نورو تخریب کوي، د ځان د پیاوړتیا او پرمختګ توان له لاسه ورکوي.

ابۍ مې دا خبره ډېره کوي: “ژوند ستا خپل دی او انتخاب یې هم ستا خپل دی؛ خوښه دې چې ښه لوری یې انتخابوې او که بد لوری یې انتخابوې. مګر دا له یاده مه باسه چې د ښو پیل سخت دی او د بدو پای سخته ده.”

یو ځای پښتو ژبې شاعر حفیظ همیم په لږ توپیر سره ذکر کوي چې:
خوشحالي او خپګان دواړه ستا په لاس کې دي همیمه
ژوند روان دی که هغه کړې او که دا کوې کوه یې

که څه هم ژوند انسان ته د ښو او بدو د انتخاب خوښه ورکړې ده، مګر د دې خوښې د تول لپاره یې هم ډېر عجیب ترتیب کړی دی. بلغم ابن باغورا دنیا خوښه کړه، دنیا یې په تول کې ترې انسانیت واخیست، سپی یې کړ چې ژبه یې له خولې بهر پرته وه. قارون د خپلې خوښې په خزانو نازېده، چې د ژوند تول سره د خپلو خزانو تر مځکې دننه کړ. شیطان لویي انتخاب کړه، د ژوند تول د عمر لعنتي وګرځوه.

اوس نو څه فکر کوئ. له سلو بدو خوښیو به یوه ښه ناخوښه ښه نه وي چې پر ځان یې ومنو. هم به مو د یوسف ع په څېر د خزانو واک په برخه شي او هم به مو د ژوند تول په دومره آسانۍ وشي چې تر آخره به د خیر غوښتونکو انسانانو په ژبه یادېږو.

موږ پښتو کې یو متل لرو. وایي د درواغو مزل لنډ وي. که زه دا متل لږ بل ډول ووایم چې: “د بدو مزل لنډ دی، انجام یې بد دی.” نو بده به نه وایم. ځکه درواغ د انسان انتخاب دی چې اطلاق یې په بدو کېدای شي؛ مګر ریښتیا هم د انسان انتخاب دی چې اطلاق یې په ښو کېدای شي.

چې د بدو مزل لنډ دی ولې یې انتخابو؟ ښه نده چې د ښو په اوږدو لارو اوږده مزلونه وکړو، چې هم مو سفر ډاډمن وي او هم مو منزل له توخې ډک وي.

فکر وکړئ. تاسې یو موټرچلوونکی یاست، تر مخه مو د سرک تر څنګ یو امسا په لاس سپین ولاړ دی او غواړي له سړکه تېر شي. دلته به ستا د ښه او بد انتخاب څه وي؟ دوه دقیقې صبر کوې، نېکي انتخابوې. که په بې صبرۍ مخ پر وړاندې حرکت کوې، ممکن ستا تګ به کومه بده کړنه هم نه وي.

ومنه چې د ښو انتخاب له دغومره کوچنیو ځایونو شروع کېږي، دا نمو کوي او بله ورځ ته د یوه ډېر لوی خیر په انتخاب کې مخکښ انسان جوړېږې.

د ښو انتخاب به تر دې نه وي محدود چې تل دې د نورو لاسنیوی وکړو. بلکې لدې به دا ډېر ښه انتخاب وي چې د نورو د پرمختګ په وړاندې خنډ جوړ نه شو. د نورو د تخریب سبب و نه ګرځو او دا هم کفایت کوي چې د نورو په اړه یو مثبت فکر ولرو. ښه فکر وکړئ، تر څو ښه انتخاب کړئ او ښه انتخاب کړئ، تر څو ښه خلک شئ.

Scroll to Top