اصلي مهارت/ لیکوال پاولو کویلو

رومي راهب د غشي ویشتو استاد و، یوه ورځ یې خپل یو ګران شاګرد را وغوښت چې د خپل مهارت ننداره پرې وکړي. شاګرد یې دا ننداره له دې مخکې په سلګونه ځله لیدلې وه، خو د خپل استاد زړه یې نه و مات کړ.

دوی خپلې خانقا سره نږدې ځنګل ته ننوتل او بالاخره د څېړې یوې لویې ونې ته ورسېدل. راهب په خپلو کالو کې نښلولی ګل راواخیست او په یوه څانګه پورې يې وتاړه.

بیا یې خپله راوړې کڅوړه پرانیسته او درې شیان یې ترې را وویستل: یوه له ښایسته لرګي سازه شوې لینده را واخیسته، بل یې یو غشی را واخیست او بل یې سپین ګلدوزي شوی دسمال را واخیست.

راهب چې په کومه څانګه کې ګل ایښی و، له دې یو سل متره لرې لاړ. نښه یې ونیوه او شاګرد ته یې وویل چې په دې ګلدوزي دسمال سترګې را وتړه.

شاګرد د خپل استاد خبره عملي کړه.

استاد ترې پوښتنه وکړه: زه دې څو ځله د غشې ویشتې دې بې ساري او لرغوني هنر په تمرین لیدلای یم؟

شاګرد ورته وویل: هره ورځ مې لیدلای یې او تا تل دا په څانګه ايښودل شوی ګل له درې سوه ګامه لرې ځایه ویشتلی دی.

د راهب سترګې هماغسې په دسمال تړلې وې، لینده یې کش کړه، ځان یې برابر کړ او غش یې خوشې کړ.

غشی په هوا کې شغېده، خو نښه لا څه چې هغه د څېړۍ ونه یې هم ونه ویشته او لرې ځای کې ولګېده.

راهب لګیا و له خپلو سترګو یې دسمال خلاصوه، شاګرد یې وپوښت: نښه مې وویشته؟

شاګرد ورته وویل: نه، خطا دې کړه. ما داسې فکر کاوه چې ته به ماته خپل د فکر قوت او جادو ښيې.

راهب ځواب ورکړ: ما درته د فکر د ځواک په اړه ډېر لوی درس درکړ، څه چې غواړې په هماغه تمرکز وکړ: هېڅوک هغه نښه نه شي ویشتی چې ورته نه ښکارېږي.

Scroll to Top