په خپل ځان باوري اوسئ

په ځان د باور نشتوالی هغه احساس دی، چې وخت په وخت زموږ په زړه او فکر کې راپيدا کېږي او موږ ته شک پیدا کوي، چې ایا موږ د خپل کار ترسره کولو ته چمتو یو؟ یا مسؤلیت ته ژمن یو؟

ډېر خلک د دې موضوع د اهمیت سره سره په خپل ځان د باور ښه کولو په اړه فکر نه کوي، چې همدې کار د بشري پراختیا ډیری متخصصین پدې برخه کې څیړنې ته هڅولي دي، چې په دغو متخصصينو کې تر ټولو مخکښ يې ډاکټر ابراهيم الفقي دی.

د بشري پرمختګ کارپوه ډاکتر ابراهيم الفقي په ځان د باور زياتولو موضوع باندې هر اړخيزه بحث کړی، هغه وايي په ځان باور د حالاتو سره په مثبت ډول چلند سره ترلاسه کېږي، نوموړي په ځان د باور زياتولو لپاره 12 ګامونه په پام کې نيولي، چې موږ يې يو په يو يادونه کوو.

1: خپل ځان ته مهربانه اوسئ، خپلې تېروتنې د نورو په غاړه مه اچوئ، د قلم او کاغذ څخه د هغه لاملونو د ثبتولو لپاره کار واخلئ، چې د اصلي او فرعي ستونزو د رامنځته کېدو او پراخېدو لامل شوي وي.

2: د ستونزې سرچینې ته له رسېدو وروسته، د حل په لټه کې شئ، خپل فکرونه تنظیم کړئ، وېره مو کنټرول کړئ او په خپل ځان بېرته باور ترلاسه کړئ.

3: خپل ځان قانع کړئ؛ هغه جملې تکرار کړئ، چې تاسو بدلون ته هڅوي او له منفي فکرونو څخه ډډه وکړئ.

4: خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ، په یاد ولرئ چې د يو او بل ترمنځ توپیرونه شتون لري، تاسو، چې په کوم شي کې ځانګړي يئ، په همغه تمرکز وکړئ.

5: تل د مثبتو او ځانګړيو خلکو سره پاتې شئ.

6: د هرې پریکړې د ګټو او زیانونو لېست جوړ کړئ او موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړئ.

7: د خپل ځان په وړاندې ارامه اوسئ.

8: له تېرو تجربو زده کړه وکړئ او هم په پخوانيو پرېکړو بيا کتنه وکړئ.

9: د فکر کولو لپاره وخت ځانګړی کړئ او په ورځ کې نیم ساعت د فکر کولو او پلان جوړولو لپاره وټاکئ.

10: په مثبتو ټکو تمرکز وکړئ او هم د هغو په بيا ځلي پلټلو ځان عادت کړئ.

11: د قرآن لوستل او دعا کول مه هېروئ، ځکه دا انسان د زړه ته سکون ډاډ ورکوي.

12: خپل ظاهر ته هم پام وکړئ او په دې برخه کې غفلت مه کوئ.

 
Scroll to Top