د ژبې د تاریخ او پېدايښت په اړه په نړۍ کې ډير بحثونه شوي دي او د ژبې د پېدایښت او ودې په اړه بېلې بېلې نظریې منځ ته راغلي دي.
له دې څېړنو څو موخې وې.
د الفاظو تاریخي حیثیت دانساني تمدن پټې خواوې را برسېره کولی شي.
په نړۍ کې د انسان دموجودیت او رامنځته کېدو په اړه د جوړو شويو مفکورو او عقیدو سمه شننه کېدل.
د لفظ د تاریخ په سوب د انساني تصوراتو قدیم شکلونه او بڼو ته رسېدل ممکن کول.
په دې اړه یوه مهمه او د بحث وړ نظریه میتا فیزیک او یا هم فلکوریکه هغه ده. ددې نظریې په اساس ژبه یو الهي نعمت او هدیه ګڼل کيږي، پلويان یې لکه څنګه چې انسان د یوې حادثې نه بلکې د یوې خدایي منصوبې زیږنده ګڼي همدا ډول ژبه هم انسان ته خدايي ورکړه ګڼي، خو د دې باور په څنګ کې بیا ورسره یوه بله د بحث وړ موضوع هم زیږيږي او په یو شمېر ژبو کې بیا دا پوښتنه مطرح کيږي، چې د انسان لومړنۍ ژبه کومه یوه وه؟
ځکه دوي چې کله ژبه یوه الهي ورکړه بولي نو په څنګ کې یې په دې هم عقيده لري چې په ځمکه يو څوک و چې دخدای له لورې ورته (لفظ) د یوې ډالۍ په توګه ورکړل شو؛ نو هغه کومه ژبه وه ؟
دکومې ژبې ویونکی و؟
دا نظريه دخپل اصالت له مخې چې میتافیزيکي اړخ لري تر ډيره د څیړونکو له پاره بغرنجه مسله ګرځېدلې ده.
ددې نظریې د معتقداتو له مخې ژبه په يو ډول د انسان له تجربې پورته کيږي او په اړه یې اصل مطلوب ته رسېدل يو ډول ناممکن شي.
پوهاند الهام په دې اړه د ۱۷ پېړۍ د یو سوېډني ژبې پوهاند يو نظر وړاندې کوي، چې ددې نظريې یوه ښه بېلګه یې ګڼلی شو.
دغه سویډنی ژبپوهاند په دې نظر و
«دعدن په باغ کې لوۍ څښتن سويډني ژبه ویله او حضرت آدم ع ډنمارکي ژبه ویله او مار( فکر کوم له دې به یې مقصد هم هغه شیطان وي کوم چې په اسلامي کتابونو کې یادول کيږي. ځکه چې اسلامي کتابونو کې راغلي شیطان جنت ته د مار په خوله کې ننوته او بیا یې هلته ادم او هوا سره دهغې میوې په اړه خبرې وکړې کومه چې پرې منع شوې وه) فرانسوي ژبه ویله»
ددې پوهاند دنظر څخه مراد اخیستی شو چې د لومړيو ژبو په قطار کې سویډنی، ډنمارکي او فرانسوي ژبې ولاړې دي.
د ژبې په اړه میتافیزيکي نظريه؛ کومه چې ژبه الهي نعمت او ورکړه بولي په اسلامي عالمانو کې هم مقبولیت لري ځکه چې په ورستي اسماني کتاب(قران) کې ځنې داسې اشارې او قرينې شته چې هلته د ژبې د پېل او انسان ته د ورکړې تصور ترې افاده کيږي
(قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ فَلَمَّا أَنبَأَهُمْ بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ)
(سوره : البقرة آیه : 33)
د البقرې سورت ۳۳ م آيات په کوم کې چې د خدای او دملایکو ترمنځ د آدم د پېدايښت په اړه د ځان پوهولو مکالمه شوې ده. یو شمېر دیني عالمان په دې نظر دي چې کله خدای ج آدم ته حکم وکړ چې دهغه څیزونو نومونه واخله چې ما پېدا کړي نو آدم د فرښتو پر وړاندې دهغې نومونه واخیستل، دوي وايي آدم د بېلا بېلو ژبو ویونکی و او د بېلا بېلو ژبو لغات او نومونه خدای ور زده کړي و.
دوي دا هم ووايي چې د ځمکنیو موجوداتو په اړه د آدم علم او پوهه د ملایکو د قناعت سبب وګرځېده.
دلته هم داسې ښکاري چې ژبه او الفاظ دخدای ج له خوا انسان ته ورکړلی شوې ډالۍ ده، خو بیا د ژبې په اړه د دیني عالمانو ترمنځ ډير اختلافونه رامنځته شوي دي.
په ځانګړې توګه د اسماني کتابونو د الفاظو په اړه
یو شمېر دیني عالمان وايي چې د اسماني کتابونو الفاظ هم دهغوي د معانيو او د خدای د کلام په څېر قديم دي
( قديم دعلم کلام اصطلاح ده چې موخه یې ترې هغه موجود وي کوم چې یو معلوم پېل نه لري، دوي خدای ته قديم وايي ځکه چې د وجود د اغاز په اړه یې ددوي نظر دادی چې بیابه تابع د یو علت شي)
خو یو شمېر بیا وايي چې الفاظ حادث( نوي پېدا کړی شوي) دي او مفاهيم قديم دي، ددې اختلافاتو کوچ په اخر کې دا هم را ووځي که ژبه قدیمه ده نو بیا یې د اغاز خبره او پیل خبره پای ته ورسېدله خو د دویم نظر په بنسټ د لفظ لومړی ویونکی آدم و او هغې ته د ټولو ژبو لغات زده و.
یو شمېر دیني عالمان بیا دا وايي چې آدم ته یواځې دکلیاتو په اړه پوهه ورکړی شوې وه او جزیات د وخت په تېرېدو سره دهغه په تجربه او پوهه کې راغلل.
ددوي له نظریاتو داسې استنباط کېدلی شي چې لومړی ویونکی آدم او هغه د ژبې لومړۍ نمونه وه، کومه چې ملایکو ته آدم د ازمیښت په بڼه وړاندې کړله.
(دې ځای کې زما ذهن ته یوه بله جالبه نقطه دا هم راځي چې هغه له دې بحث خارج ده خو راوړل یې بې ګټې نه دي. آدم ته خدای ځکه د ځمکنيو موجوداتو په اړه علم او پوهه ورکړې وه او ځکه یې ترې په دې اړه وپوښتل څو ملایکې پوي شي چې ادم د ځمکې له پاره پېدا شوی او د ځمکې له ځانګړتیاو باید خبر وي هو ځکه د فساد او وینې د تویولو یادونه هم په خپله پوښتنه کې کړې وه خو چې کله آدم د ځمکې په اړه خپل مالومات وړاندې کړل نو ملایکې قانع شوې چې آدم د ځمکې له پاره پېدا دی او دځمکې اړوند ټول پوهاوی ورکړلی شوی دی).
نو ددې بحث له نچوړه دا ویلی شو چې د ژبې د پېدایښت په اړه د اسلامي پوهانو نظریه هم میتافیزيکي نظریې ته ورته او بیخي ورنږدې ده او د دې نظریې څخه دا هم په ډاګه کيږي چې ژبه په سمه او تکمیلي بڼه دخدای له لورې انسان ته ورکړل شوې ده.
په تورات کې هم داسې نښې نښانې یادې کړی شوې وې چې له مخې یې یهودو د دنیا لومړۍ ژبه (عبراني) ګڼله.
په تورات کې راځي« خدای تعالی د آدم له پېدا یښت وروسته په ژويو او نورو موجوداتو د نوم کېښودنې چاره هغه ته ور وسپارله»
په همدې اساس یهودان وايي، خدای ج له آدم سره په عبري ژبه خبرې کولې نو ځکه عبري د نړۍ لومړۍ ژبه ده.
هندوان بیا د ژبې د پېدا يښت په اړه یو بل نظر لري؛ دوي وايي په پخوانيو زمانو کې د علم ونې چې سر یې اسمان ته نږدې و او نیلې یې د ځمکې تر ژورو رسېدلې له ځانه سره وویل:
« غواړم چې خپل سر له اسمان سره ولګوم. غواړم خپلې څانګې په ټولې ځمکې خورې کړم او انسان راټول کړم چې د سیوري لاندې یې ژوند وکا، دهغوي ساتنه وکړم او تیت پرک کېدو ته یې پرېنږدم، روایت کيږي، برهما د علم او پوهې د ونې له دې لویې خبرې نا خوښ شو او د خبرداري په توګه یې له هغې څانګې ماتې کړلې او پر ځمکه پرې وتلې، دعلم او پوهې د ونې له څانګو د (واتا) بوټی پېدا شو، چې هغه بیا په ځمکه د ژبې او د باورونو نو د پېدایښت سبب وګرځېد، او په ځمکه د انسان د تیت پرک کېدو او په بېلا بېلو ژبو د غږېدو علت شو»
د تورات له متن او د برهما نظریې له مخې ژبه تصادفي نه بلکې ورکړه او خدایي عطا ده، د تورات متن د قران له آیت سره نزدېکت لري.
لکه څنګه مو چې وړاندې وویل په قران کې هم د ژبې د پېدایښت منشا او مبدا خدايي ګڼل شوې ده.
د فرښتو او خدای ترمنځ مکالمه او بیا آدم ته د توکو دنومونو د اخیستو وړانديز او آدم په ازمیښت کې بریالی کېدل اساسي برخې ددې نظریې تشکیلوي.
خو په هندو ایزم کې د برهما او د پوهې د ونې روایت بیا دژبو رنګارنګي د برهما ودیعت خو د انسانانو د ویشلو وسیله بولي.
د ژبې په اړه د برهما او د پوهې د ونې روایت ځينې شکونه را پېدا کوي چې بېرته د ونې روایت هم هغه مذهبي کتابونو، تورات او قران ته دغه باور نږدې کوي.
ممکن د پوهې د ونې موجودیت په پخوانيو زمانو کې یو کنايي ترکیب و. ممکن د پوهې د ونې د څانګو د ماتولو او ځمکې ته دهغې خورولو کیسه هم هغه له جنت څخه د آدم او هوا د را ویستلو کیسې سره نږدېکت ولري.
خو په مجموع کې د ادیانو او مذهبي روایاتو له مخې ژبه دخدای له تخلیقاتو څخه ده او انسان ته یې د ودیعت په توګه او د یوبل پيژندګلو له پاره ورکړې ده او دهمدې مذهبي روایاتو نچوړ د قران په روم سوره کې بیان کړل شوی دی.
( وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ ﴿روم:22﴾
په دې آيه کې د ژبو اختلاف دخدای د قدرتونو له نښو یو ګرځول شوی دی او (َاخْتِلَافُ أ َلْسِنَتِكُمْ) کې دمخاطبې سبک او د اختلاف نسبت ځان ته کول دا خبره سپينوي چې د ژبې پېدايښت د خدای له خوا د پېلان پر اساس شوی او کومه تصادفي پېښه نه وه.
خو دا ډول نظریات یواځې دا نه چې د مذهبي ډلو باور او عقیده وه، بلکې دې ته نږدې په پخوانيو زمانو کې ځينې نورې وړاندوينې هم شوي چې که څه هم میتافیزيکي اړخ لري خو بنیاد یې طبعي پېښې بلل شوي دي.
د ژبې د پېدا يښت په اړه علمي او فلسفي روش او نظریات بیا له یونان څخه شروع کيږي؛ يوناني عالمانو دنورو موضوعاتو په څېر د ژبې په اړه هم فلسفي او علمي نظریات وړاندې کړي دي.
د ژبې په اړه د ورستيو پیړيو د علمي او ساینسي نقطه نظر رېښې هم دهمدې یوناني عالمانو د نظرياتو سره اړيکه لري؛ خو خبره یواځې دومره وه چې هغه مهال د دا ډول مسایلو په اړه په یوناني عالمانو کې فلسفي اسلوب(سبک) عام و او د عقلي دلایلو پر بنیاد یې په اړه خبرې او نظریات وړاندې کول.
د يوناني عالمانو يوې ډلې د ژبې په اړه دا نظر درلود چې ژبه د یو بديهي ضرورت له مخې منځته راغلې
له بديهي ضرورت څخه دهغوي موخه طبعیت و؛ یعنې په طبعي ډول انسانان ضرورت دې ته لری چې خبرې وکړي او د خپل زړه خبرې د اظهار له پاره له لفظ کار واخلي.
ددې نظريې د وړاندې کوونکو په توګه د فیثا غورث، افلاطون او یو شمېر نورو فلسفيانو نومونه اخیستل کيږي.
کله چې دوي وايي چې ژبه دانساني فطرت یوه برخه ده نو مقصد یې دا وي چې د نورو طبعي ځانګړتیاو په څېر ژبه او لفظ هم د انسان یوه ځانګړتیا ده.
د منطق علم په کتابونو کې دوي د همدې له پاره د ضغرا، کبرا او یا د قضیې دمثال په توګه به مثالونه داسې راوړل، چې په کې به ثابتول کېده، چې ژبه او د لفظ کارونه د انسان طبعي خصوصیت دی.
دبېلګې په دول :
«كل إنسان حيوان) (صغرا )
(وكل إنسان ناطق) (كبرا )
(فبعض الحيوان ناطقه»(نتيجة)
که څه همد د دا ډول منطقي څلوریزو شکلونو څخه د منطق د عالمانو ځینې نورې موخې هم وې؛ لکه د منطق په اصطلاح (د مقدم اول) او (مقدم دویم) د (جنس) او (نوع) او د (فصل) امتیاز او توپیر او د دلیل استحکام و؛ خو دا ددې ثبوت دی چې دهغوي په نزد خبرې کول د انسان طبعي صفت او فطري ځانګړتیا ده چې په حیواناتو کې یې نور اجناس نه لري.
نو د افلاطونیانو او فیشاغورثیانو په اعتقاد دهغه طبعي او فطري ځانګړتیاو څخه، چې انسان یې لري يو هم خبرې کول او له لفظ کار اخیستل دي.
ددوي د نظریې پر اساس انسان ضرورت دې ته نه لري، چې څوک دې ژبه ور زده کړي، بلکې دخپلې طبعې ودې سره دهغې دغه ځانګړتیا چې خبرې کول دي هم خپله پيژندګلو کوي او منځته راځي.
خو د یونانیانو یوه بله ډله چې د افلاطونیانو پر خلاف په زیاتره مواردو کې یې د نظر څرنګوالی د فلسفي ترڅنګ ساینسي اساسات هم لري هغوي بیا په دې نظر دي، چې ژبه د یو ټولنیز تړون له مخې منځته راځي.
په دې ډله کې ارسطو، دیموقراطیس او یو شمېر نور یې یادول کيږي.
ددوي له نظره لومړی خو ژبه يو ټولنیز تړون دی؛ یعنې یو فردي عمل نه دی، چې د یو خاص انسان له خوا دې منځ ته راغلي وي.
د دوي د اعتقاداتو له مخې ژبه په ټولنه کې منځته راځي او د ټولنې ترمنځ په شويو توافقاتو چې د لغتونو د انتخاب، د یو بل پوهلو له پاره له ځانګړو الفاظو کار اخیستل او ځانګړي اوازونه کول په کې ځای لري رامنځته کيږي.
دوي دا هم وايي د ټولنې د موجودیت ترڅنګ د ژبې دجوړښت له پاره یو ټولنیز تړون هم ضروري دی او ژبه د همداسې ټولنیز تړون له مخې رامنځته شوې او وده یې کړې.
د ژبې د پېدایښت په اړه یو مهال داسې هم وشول، چې د پخوانيو واکمنانو پام هم دې موضوع ته ور واښت؛ خو پوښتنه دا پېدا کيږي، چې د واکمنانو یې د ژبې د پېدايښت سره څه ؟
اصل خبره دا وه چې پخوانيو زمانو کې ان تر ورستيو پېړيو پورې واکمنۍ د قبلوي ځواک او قدامت پر اساس وې.
د پخوانيو واکمنو دهمدې مفکورې له مخې هڅې دا کېدلې چې د خپلې اړوندې ژبې د قدامت او اصالت په اړه پلټنې وکړي.
دا بڼه په حقیقت کې تجربوي پېل و چې د ننيو موندنو د ساینسي طرزالعمل له پاره اساس ګنل کيدی شي.
دمصريانو دا عقیده وه چې دهغوي ژبه اوقوم د نړۍ تر ټولو پخوانی دی او دهمدې قدامت له مخې هغوي د ځمکې تر ټولو بهتر مخلوق او قوم هم دی. خو بیا وروسته په قراره قراره په کې دا نظریه هم خوره شوه چې د دوي د لرغونتوب سره سره بیا هم فریګیه قبیله لومړنی انساني نژاد دی او په همدې اساس فریګی لومړۍ ژبه ده.
په نړۍ کې د تاریخ لومړی شمارل شوی کتاب (د هرودوت تاريخ) چې يوناني لیکوال هرودوت لیکلی او دقومونو پيژندنې، کلتور پيژندنې او دځینو جنګونو واقعې په کې بیان شوی.هم د ژبې اړوند یوه پېښه یاده کړې ده.
دغه تاريخي کتاب په ۱۵ زیږدیزه پېړۍ کې له یوناني ژبې لاتيني ژبې ته واوښت او په نړۍ کې یې نوم پېدا کړ، بیا وروسته ځینو نورو ژبو ته هم وژپاړل شو
د هرودوت تاریخ کې ویل کیږي چې د مصر د فرعون یو مهال امر وکړ څو داسې کوچني ماشومان چې انساني خبرې یې نه وي اورېدلی غوره کړي او د یو شپانه له خوا داسې ځای کې وساتلی شي چې د انسان غږ اورېدل ورته ممکن نه وي.
همداسې وشول څو کوچنیان غوره کړلی شول او په یو یواځې ځای کې هغوي پرېښودلی شول، دهغوي د خوراکې له پاره بیزې او ځيني نور اهلي حیوانات هغوي ته پرېښودل شول څو هغوي يې شېدې وڅښي او ژوندي پاتې شي.
د هرودوت تاريخ په حواله ویلی کيږي، چې څه موده وروسته ګمارل شوی شپون دهغوي لېدنې ته ورغی. کوچنیانو چې هغه ولېده نو د بکوس، بکوس غږونه یې وکړل.
د بکوس لفظ په اړه له پلټنو وروسته دا په ډاګه شوه، چې دغه لفظ د فريګي ژبې اړوند دی او بیا په مصري قبیلو کې هم دا ومنل شوه چې د نړۍ لومړنی انساني ټبر او ژبه هغه فريګي ده.
په پخوانيو زمانو کې يو باچاو چې نوم یې فریګیه یادول کيږي د هغې اړوند قبیله د هرودوت په نظر د ختیځې اروپا په شاو خوا کې دتورې او اژه بحیرې همدا ډول د یونان او ادریاتیک بحیرې او د آلپ غرونو په منځ کې په سهیلی بالکان کې د بریګیان (Bryges) په نوم ژوند کوه؛ خو بیا چې کله د اوسنۍ ترکیې په سیمه کې داخل شول او د اناتولي پلازمینه کې میشت شول نو د بریګ نوم فریګ ته د وخت په تېرېدو سره واوښت او بیا هغوي د بريګ په ځای په فریګ مشهور شول.
د پخوانيو موندنو او نظرونو په بنسټ دا قبیله لومړۍ انساني ټبره مخلوق ګڼل شوی دی.
دا چې آناتولي هم د ترکیې اړوند لفظ ګڼل کيږي؛ مناسبه ده د ژبې د پېداښت او قدامت اړوند د ترکيانو هغه ادعا هم دلته وړاند ې کړو، چې وايي ترکۍ ژبه د نورو ژبو مور ده،
د ژبې کیسه (Story of Language) کتاب د ترکي پوهانو د ۱۹۳۴ دهغې غونډې یادونه کوي چې په کې د (ګونش) توري په اړه تاوده بحثونه شوي و.
ددغې غوندې اکثره ګډونوال په دې عقیده و چې د ټولو ژبو کلیمې له (ګونش) توري څخه اخیستل شوي دي.
هغوي دا فرضیه وړاندې کړې وه چې ګونش خو په ترکي ژبه کې لمر ته وايي نو لمر یو داسې موجود دی چې دانسان پام لومړی ځان ته راړوي. د دوي په نظر انسانانو چې کله لمر لېدلی نو دګونش نوم یې ورته ایښی او بیا همداسې د ژبې د پراختیا سلسله مخکې تللې ده.
په خپله هغه د آناتولي کلیمه هم د لمر څرک په معنی ده او دا نوم هم د ترکيه دپخوانۍ جعرافیې له پاره کارول کېده.
په ۱۳ پيړۍ کې د یو الماني واکمن له خوا هم په کوچنیانو د ژبې اړوند د ځانته کولو تجربه تکرار کړې وه خو د کوچنیانو د مړینې له امله ناکامه شوه، بیا په شپاړسمه پېړۍ کې په سکاټلېنډ کې پر کوچنیانو له تجربې وروسته په ډاګه شوه چې د انسانانو لومړۍ ژبه عبراني وه؛ ځکه هغه کوچنیان چې ګوښه کړی شوي و هغوي د عبراني ژبې الفاظ کارولي و.
د ژبې د پېدايښت په اړه یوه بله حیرانونکي نظریه بیا هغه وه چې په کې د طبعي پېښو له امله انسان پر وینا مجبورونکی ګڼي، په دې کې یوه د Ding-Dong نظریه ده.
بله یې بیا د Bow-Bow نظریه ده او دریمه هغه یې بیا د Pooh-Pooh ده.
په حقیقت کې دا درې واړه نظریات که څه هم جدا جدا تفسیر کيږي خو اساس او بنسټ یې یو دی هغه دا کله چې انسان دخپل زړه خبره اظهاروي نو د طبعي پېښو په اغیزه کې منځ ته راځي او همدا اظهار د ژبې بڼه غوره کوي.
د ډينګ ډانګ د نظريې پر اساس د موجوداتو او همدا ډول د اجسامو دحرکتونو غږ ته په کتو هغې ته اړوند ټکي او غږونه غوره شوي دي.
لکه د اوبو دحرکت غږ ته شړ شړ یا د بېلګې په ډول د اسماني بریښنا تندریز غږ ته د کړنګ غږ.
ددې نظريې د شارحينو په نظر همداسې ژبه د طبعي غږونو مناسب بڼه غوره کړې ده او لومړنيو انسانانو د موجوداتو د حرکتونو څخه پېدا کېدونکي غږونو ته مناسب اهنګ لرونکي نومونه او آهنګین غږونه ټاکلي دي.
Bow-Bow نظريه هم د ډينګ ډانګ نظریې ته ورته ده او هم هغه له طبیعیت د اغیزمنتیا او دغږ مناسب نوم ټاکل ترې مراد دي؛ بوـ بو د ژويو له غږ څخه اخیستل شوي دي؛ یعنې دا هغه غږونه دي، چې حیوانات یې په بېلا بېلو مراحلو کې کاروي.
ددې نظريې پر اساس دانسان لومړنی ژبنی اظهار له همدا ډول غږونو پېل شوی دی.
د Pooh-Pooh نظریه بیا د لږ ډير تفاوت او توپیر له مخې یوه اندازه امتیاز یې له پورته یادو شویو نظریو سره شته دی او یواځې په ډيره حساسه مرحله د ډاروین د ژبې د پېدایښت اړوند نظریې سره فرق لري.
د پوه ـ پوه نظریې باورمند په دې عقیده دي چې د انسانانو له خولې وتي لومړي الفاظ هغه یې د احساساتو او هیجان سره تړلي غږونه دي؛ یعنې د دوي په باور چې انسان څه ډول مرحلې سره مخ شوی او څه ډول احساس یې کړی دی هغه ډول الفاظ یې په ژبه راوړي دي.
( البته لومړۍ مرحله کې به غږونه و؛ خو دلته په الفاظو تعبیريږي)
د ویرې د هیجان سره دوي دحیرانۍ بیانونکي غږونه خپل کړل، دخوشالۍ د احساس پر مهال د خندا، د غم پر مهال ژړا او د درد او تکلیف پر مهال چغې دا ټولې مرحلې د انسان د احساس او جذبې سره تړلي دي؛ نو د پوه ـ پوه نظریې له مخې همدا احساساتي او عاطفي شېبې د ژبې د پېدايښت سبب ګرځېدلي دي.
څه چې له دې نظریاتو په ډاګه کيږي هغه دا دی چې د انسانانو د لومړي وختونو د اظهار پېرایه ډيره تنګه اومحدوده وه او بیا په تدریجي ډول یې پرمختګ کړی او ځيني نومونه او غږونه یې د ځانګړي څېزونو له پاره ځانګړي کړي دي.
دا هم هغه مرحله یا پړاو دی چې دا نظریات او د ژبې د پېدايښت په اړه د ډاروین نظریې او باورونه سره نږدې کوي یواځې په ځينو تعبیرونو او تفسیرونو کې سره لږ ډي تفاوت لېدل کيږي .
چارلز رابټ ډارین په ۱۸۰۹ زیږدیز کال کې پېدا شوی و.
د ډاروین بنیادي کار د انساني ودې او تکامل او بدلونونو سره و خو په څنګ څنګ کې یې په ځینو نورو فرعي موضوعاتو هم خبرې او نظریات وړاندې کړي دي چې یوه په کې ژبه ده.
ډاروین، چې کله د ژبې په اړه خبرې کوي نو هغه یواځې د ژبې د پېدایښت تاريخي تناظر څېړي او له نورو اړخونو سره یې کار نه لري.
ډاروین په دې نظر و:
« لومړنيو انسانانو په خپلو کې په اشارو سره خبرې کولې او د یو بل د پوهونې وسیله په لاسونو، سترګو اشارې وې.»
دی په دې باور و، چې کله د انسانانو ترمنځ فاصلې نه وې او ډله ډله به سره یو ځای ګرځېدل او له یو بل څخه به نه لرې کېدل نو د خبرو کولو ضرورت یې هم نه محسوسوه؛ خو چې کله ډيره موده ډله دله وګرځېدل او په پایله کې یې یو شمېر پرمختګونه وکړل او دشپې له خوا یې هم سفرونه پېل کړل نو د غږ ضرورت یې حس کړ.
د شپې پر مهال ځنګلونو ته تلل یا هم دخپلې ډلې څخه لرې تلل د دې سبب شول چې یو بل ته د لاس د اشارې په ځای غږ وکړی او هغه پوه کړي ځکه چې په دې صورت کې د لاس اشارې د پوهې وړ نه وې.
دښکار له پاره د تګ پر مهال خپل غږونه، خطر د احساسولو پر مهال خپل غږونه او دخوښۍ او خفګان پر مهال د خپلو جذباتو او احساساتو د ښکاره کولو له پاره یې خپل غږونه کارول.
بیا چې کله کرکیله رواج شوه نو د حشر او ګډ رضاکارانه کار ژبې ته لا پرمختګ ور کړ.
خو له ډاروین وړاندې په اتلسمه پېړۍ کې روسو(J.J. Rousseu) په خپله یوه مقاله (Origin of the Inequality of Men) کې لیکلي:
«د ژبې د تکامل له پاره یوې اوږدې زمانې ته اړتیا شته، چې پکې ژبه وده وکړي او ددې جوګه شي چې د ټولنیز تفاهم ستونزه حل کړي»
روسو په دې باور و چې ژبه د انسان د ټولنیز کېدلو یو سبب دی او دهمدې له پاره ژبه پېدا شوې ده.
د روسو په باور ددې له پاره چې انسان ټولنیز شي باید خبرې وکړي او د پوهېدنې او پوهونې له پاره له الفاظو ګټه واخلي.
روسو دهغې مهال انسانان چې خاموش ول او خبرې یې نه شوې کولی دختیځې اسیا دهغې ځنګلي حیوان orangutan سره تشبیه کړی او له هغې سره یې نږدې بللی دی.
اورانګوتان او انسان ځینې نږې عادتونه او خصلتونه سره لري.
د بېلګې په توګه:
اورانګوتان هم یواځې سهار او مازیګر دخوښې وړ خواړه او میوې لټوي او پېدا کوي يې.
همدا ډول د شپې له خوا د ونو له څانګو جوړه کړې جونګړه کې ویده کيږي.
خپل بچي تر ۵ کالونو پورې له ځان سره یو ځای ګرځوي.
د باران پرمهال د ځنګلي ونو په غټو پاڼو ځان پټوي او دعمر په اړه یې ویل کيږي، چې تر ۳۵ کلنۍ پورې ژوند کوي.
په لږ توپیر سره د روسو له دې نظره ځینې نور پوهان هم اغیزمن شول او هغوي هم روسو ته نږدې وړاندوینې وکړې په دې لړ کې د (Lord Monbodde )نوم ډير اخیستل کيږي، لارډ مونبودی له روسو سره اتفاق کوه او وايي « په انسانانو یوه دوره داسې تېره شوې چې په کې یې خبرې نه کولې خو بیا د ټولنیز او جمعي کېدلو اړتیا هغوي په خبرو کولو عادت کړل» همدا ډول لارډ مونبودی یوه بله حیرانونکي خبره هم کړې وه هغه ویل کله مې چې د لومړنيو ژبو په اړه پلټنې وکړلې او مې لوستلې نو دومره ابتدایه ژبې وې چې دا ترې برېښي دا د انسانانو د لومړني کوښښ نمونه ده.
هغه په دې ژبو کې د ګرامري ګډ وډيو یادونه هم کوي او زیاتوي د لومړنیو انسانانو داسې ژبې دې چې دسره ګرامري اصول او قاعدې پرې نه تطبیقېږی.
د ډاروین دنظریې په څنګ کې یوه بله نظریه هم شته، چې هغوي زرګونه کلونه وړاندې په دماغو کې د یو ناڅاپي بدلون یا چاودنې خبره کوي.
هغوي وايي چې شاوخوا ۵۰ زره کاله وړاندې د انسان په ذهن کې یو بدلون رامنځته شو چې له امله یې په خبرو کولو پېل وکړ.
دوي هم مني چې له هغې وړاندې انسانانو خبرې نه کولې او لومړني ضرورتونه او پوهاوی یې د اشارو په وسیله کوه.
خو ددې سره سره د ژبې اړوند د ډاروین نظریه چون د ټول انساني بدلون او تکامل د نظریې یو جز دی نو ځکه په ورستۍ پېړۍ کې یې زیات شهرت تر لاسه کړ؛ خو داسې هم نه ده، چې ګوندې د چارلز رابټ ډاروین نظر له نیوکو بچ پاتې شوی؛ خو دې سړي په دې برخه کې دومره هڅه کړې وه چې دهغې د شهرت سبب وګرځېده
تر دې خایه خو مو دهغه عالمانو یادونه وکړه چې د ژبې د پیدايښت په اړه یې منظم نظریات وړاندې کړي وو.
ولې مهمه خبره داده، چې له پخوا زمانو راهیسې خلکو هم د ژبې د پیدايښت په اړه انګیرنې لرې.
دغه انګیرنې دکوچنیانو خبرو اړوند وې. عمومي نظر و چې ماشوم پیدا شي او له هغې بیا وروسته نږدې دوه کاله یا یونیم کال وروسته په خبرو راځي. ددوي په نظر دغه طبعي وده دخبرو کولو دپیل یوه نمونه ده او دا یوه طبعي لاره بولي.
په دې اړه قران او مقدس کتاب کې څو ځایه داسې حکایتونه راغلي، چې دپخوانيو خلکو د انګیرنو څخه پرده پورته کوي.
د بیلګې په ډول کله چې د خدای پیغمبر یوسف له زلیخې سره په ازمیښت کې اچول کيږي او زلیخا دخپلې ماڼۍ ټولې دروازې پسې تړي حضرت یوسف د زلیخې له غوښتنې انکار کوي او بیا اړ کيږي چې له ماڼۍ د فرار لاره پیدا کړي.
یوسف منډه کوي او زلیخا پسې منډې وهي خو په همدې شیبه کې د شا له خوا د یوسف کمیس څیري شي.
د زلیخې خاوند راځي د دې حالت په لیدو حیرانيږي
زلیخا یوسف ملامتوي، چې ګوندې د مصر د وزیر میرمنې ته یې لاس اچولی ولې حضرت یوسف دا تور ردوي
او یوسف دځان له پاره يو کوچنی ماشوم د شاهد په توګه نیسي، چې هغه به ټول جریان بیان کړي
دپیښې پر مهال ولاړ خلک حیرانيږي چې کوچنی ماشوم څنګه خبرې کوي؟
دا شونې نه ده ؛ خو بیا دخدای له لورې ماشوم ګویانه کيږي او شاهدي ورکوي. دغه کیسه د قران د مریم سورې په دې آیت کې یاده کړی شوې.
قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَن نَّفْسِي وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا إِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الكَاذِبِينَ ﴿۲۶﴾
دتفسیر اکثره عالمان ددې ګواه او شاهد په اړه وايي چې یو کم عمره ماشوم و، چې طبعا دخبرو کولو وړ نه و خو د خدای له لورې دخبرو توان ورکړل شو او ترمنځ یې پرېکړه وکړله.
همدا ډول یوه بله پیښه بیا د عیسی دپيدايښت په اړه هم وړاندې کولی شو. چې له هغې هم واضح کيږي دهغه مهال خلکو ته دا ډيره د تعجب وړ خبره وه، چې طبعي عمر ته له رسېدو وړاندې یو کوچنی څنګه خبرې وکولی شي.
کله چې عیسی وزیږید نو د مریم نږدې خپلوانو په هغې تور پورې کړ او له هغې یې مالومات وغوښتل، چې د یوې ناواده شوې پیغلې زوی څنګه پیدا کيږي؟
مریم ته دخدای له لورې حکم شوی و چې له چاسره به خبرې نه کوي او که چا ترې دعیسی په اړه پوښتنه کوله نو ورته دې وایی چې هغه پوښتنه له عیسی خپله وکړي.
همداسې وشول.
دمریم دقبیلې خلک هغې ته راغلل او د عیسی د زیږون په اړه یې ترې پوښتنه وکړله او دا یې یو ډول پوځه پری کونکی عمل وباله چې د یوې نا واده شوې پیغلې بچی زیږيږي.
مریم د دوي دپوښتنې په ځواب کې نوی زیږدلي ماشوم( عیسی) ته اشاره وکړه او ورته یې ویل، چې په دې اړه له هغه پوښتنې وکړۍ.
د مریم دقبیلې خلک حیرانه شول او تعجب یې وکړ چې څنګه د یو زانګو کوچنی خبرې وکړي؟
په قران کې همدا خبره داسې نقل شوې ده
« فَأَشَارَتْ إِلَیهِ قَالُوا کیفَ نُکلِّمُ مَنْ کانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیا »
(٢٩) قران، سورت مریم، سپاره ۱۶
له دې څخه دا لا جوتيږي چې د دې پېر خلک هم په دې باور و چې دخبرو کولو او غږیدا له پاره یو طبعي زمان ته اړتیا ده او چې کله هغه طبعي زمان او نیټه پوره شي نو انسان د خبرو کولو وړ ګرځيدلی شي.
که دا په ښکاره یوه واقعي پېښه وبولو او مقصد ترې دا واخلو چې ګوندې دلته یواځې د هغه کوچنیانو یادونه شوې چې په طبعي توګه دخبرو کولو عمر ته نه دي رسيدلي او د ژبې د پیدايښت سره څه تړاو نه لري.
ممکن دا خبره به یو ځای پورې په ځای وي خو مهمه خبره په دې واقعو کې د خلکو انګیرنې ته نغوته ده چې دخبرو کولو په اړوند یې درلوده.
زمونږ په پخوانيو خلکو کې دا هم دود وه چې د ځينې کوچنیانو په اړه به یې ویل:
ژبه یې درنده ده کوچ
بادام د ژبې په نرمښت کې یې مرسته کولی شي.
یعنې هغه کوچنیان چې دخبرو کولو یا د درس ویلو پر مهال به یې په ټکو ژبه نه اوړېده نو ګڼل به یې چې ژبه یې درنه ده او بیا دشبپرکيو او توتکیو په وزرونو کې د اوبو ورکول او څاښتونه پرې څکل ټولې ټوټقې او انګیرنې دا راښايي چې د خلکو سره دا هم یو تصویر و، چې دژبې په نرمښت کې دا شیان مرسته کولی شي او همدا ډول دخدایي ورکړې چې خبرې دي سره سره په کوچنیانو ریاضت او تمرین کول دهغوي په ژر او ښه غږيدا کې ګټور ثابېتېدلی شي.
په اسلامي ډلو کې همدا نظریه د معتزله فکر لرونکو له خوا بډایه شوه او هغوي په دې برخه کې علمي څیړنې وکړلې او نتیجه یې دا شوه چې دژبې ورکړه دخدای له خوا نعمت خو وده او پرمختګ یې د انسان په خپل کوښښ او هڅې پورې تړلې ده او په دې توګه هغوي ژبه د خدای او انسان له خوا پیدا وېدونکې یو مشترکه پديده وګرځوله.
په راوړل شويو ټولو نظریاتو او حوالو کې چې کومه خبره د پام وړ ده هغه د ژبې د ودې تصور دی.
دوي ټول په دې نکته سره اختلاف نه لري چې ژبه د وخت په تېرېدو سره پراخه شوې او وده یې موندلې ده.
د ژبې ارتقايي تاريخ راښايي، چې د ټولنو او قبیلو مدني حالت، فرهنګي تنوع او خپل منځيو اړيکو دژبې په وده کې اهم رول ادا کړی دی.
د ټولنو او قبیلو له مدني حالت څخه مو مراد دهغوي دهغه مهال د ژوند، ژواک او کار او معیشت یوه برخه ده چې دهغوي په غږېدا یې ژور اغیز درلود.
د پخوانيو زمانو او سیمو کاروان سرايونو دژبو په ادلون بدلون او ودې کې مهم رول ادا کړی دی.
کاروان سرايونه هغه مقامات و چې د بېلا بېلو سیمو سوداګر به هلته سره راټولېدل او دمه ځای به يې و.
هلته د بېلا بېلو لهجو او آن د بېلا بېلو ژبو ویونکو تعامل د ژبې د بډاینې سبب ګرځېده
په سوداګریزو چارو کې نوې اصطلاحات او دمعاملو نوي نوي قوانین ژبو ته تقویت ورکوه.
همدا ډول د ژبې ويونکي په بېلا بېلو لهجو کې دغږېدا پر مهال په تفاوتونو هم پوهېدل او له لفظ څخه د ښه استفادې هنر هم منځ ته راتله.
په کومه لهجه کې کومه خبره ښه بیان کېدلی شي؟
څنګه مخاطب پوی کړی شي؟ او مخاطب څه درک ترې کوي؟ هغه پوښتنې وې چې په کاروان سرايونو کې دخبرو اترو پر مهال د بېلا بېلو قبیلو د هنرمندو خلکو په لاشعور کې ځای کېدلې او بیا د وخت په تېرېدو سره دهغې اغیزې د ژبې د تکمیل او ودې له پاره را ښکاره کېدلې.
له دغه خپل منځي تعامله ځینې وخت نوې ژبې هم منځ ته راغلي.
دسنسکریت ژبه چې د خدایانو ژبه هم ورته ویل شوې او په یو قول چې د سانسکریت نوم له سامسکَرْتَه څخه جوړ شوی چې مانا یې «خپله جوړه شوې»ژپه ده.
دغه ژبه چې کله پلټل کيږي نو زیات داسې توري پکې شته چې هغه اوس په نورو ژبو کې هم موجود دي.
دلته دوه احتمالونه شته؛ د یوې مذهبي ژبې په توګه ممکن دغه ژبه له همداسې ځايونو او اړیکو منځ ته راغلي وي چې ډيرې ژبې په کې ګډې وي په ځانګړې توګه د هغې حوزې ژبې، چې سانسکریت په کې يو مهال مذهبي ژبه پاتې شوې.
دا هم امکان لري، چې دغه مذهبي ژبه دومره پر خپل مهال زیات او کم یو نیم زر کاله د مسیح له زېږ وړاندې دومره ځواکمنه وه چې ددې سیمې ډيرې ژبې یې اغیزمنې کړي وي او دهغې ژبې توري پکې راګډ شوي وي.
دپښتو اکاډومۍ څخه خپرېدونکې یوه مجله او د علامه حبيبي په یو شمېر لیکنو کې مې د سانسکریت داسې توري لوستلي و؛ نږدې نږدې هم هغه ډول اوس مهال په څو ګاونډيو ژبو کې کارول کيږي:
یوه بېلګه یې له ۱ څخه تر ۱۰ حساب یا د شمېر اعداد او یو بل ته نږدې غږونه دی. دبېلګې په توګه.
۱. سانسکریتéka- اکا. پښتو- یو. اردو- ایک. فارسي – یک.
۲. سانسکریت dva- دوا. پښتو- دوه. اردو- دوږ فارسي – دو.
۳. سانسکریت tri-ترییِنی. پښتو- درې. اردو- تین. فارسي سه.
۴. سانسکریت catúr- چاتواری. پښتو- څلور. اردو چهار. فارسي چهار.
۵. سانسکریت páñcan- پانچا. پښتو- پنځه. اردو- پنج. فارسي – پنج.
۶. سانسکریت ṣáṣ-سس. پښتو- شپږ. اردو- چهـ. فارسي- شش.
۷. سانسکریت saptán- سبتا. پښتو- اوه. اردو- سات. فارسي -هفت .
۸. سانسکریت aṣṭá- اَشتا. پښتوـ اته. اردو- آټ. فارسي- هشت.
۹. سانسکریت návan-نَوَ. پښتوـ نه/ آنه. اردو- نو. فارسي – نو.
۱۰سانسکریت – Dáśan-دَشَ. پښتو- لس. اردو – دس. فارسي- ده.
د شمار له دغه اعدادو او له ورته غږونو داسې اټکل کولی شو چې دغه ژبې څومره سره نږدې دي.
ما له پاره هغه پوښتنه اوس هم په خپل ځای پاتې ده چې آيا سانسکریت له دغه ژبو جوړه شوې؟
یا دغه نورې ژبې له سانسکریت راوتې دي؟
ځکه دغه مشابهتونه اونږدېوالي بیا په ترکي، سندهي، پنجابي، بلوڅي ژبو کې نور هم جوت دي.
له دې خبرې مې مقصد هم هغه کاروان سرای یا ډلیزې ناستې او کاروبارونه دي چې د ژبو او لهجو ترمنځ یې خپلوۍ ته لاره هواره کړې ده.
په همدې توګه فرهنګي تنوع او خپل منځيو اړيکو د ژبو د ودې له پاره مهم کار کړی دی.
پخوانيو زمانو کې د قبیلو د غم ښادۍ سندرې، متلونه، محاورې او ټوکې، مسخرې، د ژبو ترمنځ تعامل او پر یو بل اغیزې ته بنیادي کار کړی دی.
اوس مهال چې په یو شمېر ژبو کې همداسې د غم، ښادۍ ځانګړې سندرې، متلونه او محاورې، ټوکې او مسخرې سره نېږدېوالی لري نو علت یې هم دا قبیلوي تعامل کېدلی شي.
که وګورو دختیځې سیمې په زیات شمېر ژبو کې آن کنځلې هم سره نږدې دي، کومې چې د غوسې او قهر په حالت کې خلک کاروي.
دا ټولې نښې دا راښايي، چې ژبو له یو بل اخیستنه کړې او پر یوبل له اتکا څخه ژبو کې پراختیا راغلې ده.
اوس هم که دکومې ژبې ویونکي په داسې پېر کې چې د ژبو د وژنې ویرې زیاتې شوي او دنړیوال کلي د جوړېدو تصور خور شوی، غواړي چې ژبه یې ژوندۍ پاتې شي او وده وکړي نو دې خبرې ته اړتیا شته چې له خپل پېر سره تعامل وکړي.
همدغه ژبنۍ خپلولي دژبې د بډاینې او بقا سبب او لاره ګرځېدلی شي.
……..
نوټ: اوس مهال مې د خپلې کتاب خانې ټولو کتابونو ته لاس رسی نه درلود چې د څېړنې د اصولو سره سم مې یې حواله ورکړی وی خو ځای پر ځای مې د ریفرینسونو یادونه کړې.