د پښتو ډرامو لوبغاړې خوشبو په نوښار کې ووژل شوه

د پښتو سوداګریزو ډرامو لوبغاړې او نڅاګرې خوشبو مړی د خیبرپښتونخوا، نوښار د خوش سیمې په کروندو کې موندل شوی دی.

 

پولیس وایي ځایي خلکو ورته خبر ورکړی و، په کروندو کې یې مړی موندلی چې وروسته یې هویت پېژندل شوی دی.
 

د وژل شوې خوشبو ورور شهریار پولیسو ته ویلي چې ځینو خلکو هغه په ښادیو کې له نڅا منع کوله، خو هغې یې دا غوښتنه خبره نه وه منلې، نو ښايي هغوی وژلي وي او مړی یې په پټیو کې غورځولی وي.

 

چارواکي وایي چې د خوشبو د کورنۍ له خوا په دوو کسانو عریضه شوې او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

Scroll to Top