ملګري ملتونه: د افغانستان په شمال کې وروستیو سېلابونو ۷۸۰۰  کورونه وېجاړ کړي او ۵۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق اداره «یونسف» وايي د هیواد په شمال زون کې د وروستیو سیلابونو له امله ۷۸۰۰ کورونه نړېدلي او ۵۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

د دې دفتر په خپاره شوي ګزارش کې راغلي چې د کورېدو نړېدو له امله نږدې ۵۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي او په ۱۵۵ کلیو کې ۴۲۰۰ تنه یوازې په غور ولایت کې بشري مرستو ته اړتیا لري. ګزارش زیاتوي چې په یاد ولایت کې سیلابونو ۲۷ روغتیايي مرکزونه، ۶۲ ښوونځي او د اوبو رسولو ۷۳ شبکې هم وېجاړې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې هم دځمکې ښوېدنې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

Scroll to Top