د خپل دماغ پر داخلي جګړو حاکميت پيداکړئ / ماهر سادات

زمونږ د دماغ داخل دورځې څوځلې د فکرونو خپل منځي جګړه منځ ته راځي دا جګړه دوام مومي او دماغ خسته کوي ددې جګړي تشديدوونکي فکتورونه دخلکو  منفي خبرې،د ژوند مختلف مشکلات ، حسرتونه،ناهيلۍ،کمزوريانې ،او بايلل شوې فرصتونه او ورته ډيرې نورې پديدې دي.

د همدې رواني پدیدو  اثرات پر فزيکي حالت رابرسيره کيږي شخص، افسره خاسف،ناهيلي ،غصه،پژمرده, خفه او کم حوصله  ښکاري.  نشي کولی سم تصميم ونيسي ان دخپلو مشکلاتو  اړوند کوم چاسره د مشورت او توضيح حوصله هم نلري.

د‌يوې عادي مسلې اړوند تيز غبرګون ښايي او په اجتماعي ژوند کې يي کرکټر او شخصيت تغير کوي خلک دده پر خوي او خصوصياتو کې تغيراتو ته‌متوجه کيږي او وخت ناوخت  پري انتقاد‌کوي يايې له مجلسه او خوا څخه اجتناب کوي. داټول د متضرر کس په لا  زوال کې خپل نقش لري او لا يي نور متضرره کوي.

1- دخپل دماغ  داخلي جګړو ته پرته له تاسو بل هيڅ انسان لاس رسی نلري دا جګړې داسي حلې کړئ لکه يو  متقي مخور او هوښيار مشر چي کليوالې مسايل په دليل ،منطق او مهربانۍ حلوي.

پر دروغې تصوراتو،عقايدو،باورونو،او انديښنو دخپل دماغ داخل  محکمه دايره‌کړئ او له يوې مخې يي ورټئ. هرکله چې مو فکر په منفي اړخ زغاستل پيلول. ويدروئ هو بيخي داستاسي په اراده کې دامکان وړ يو عمل دی.

2-هغه ستونزې چې په حقيقې معنا شتون لري پر حل لاره يي مثبت فکر وکړئ مطمين وسئ الله ج هيڅ داسي ستونزه نده پيداکړي چې حل ونلري .

3-خپلې انديښنې وپيژنئ  ممکن ډيرې انديښني مو په حقيقي ژوند کي وقوع ونه مومي بس يوازي ستاسي دماغ داخلي جګړي يي  جاري ساتلي وي.

4-هيڅکله ځان ته درواغ مه وايئ  خپل فکر په حقيقت  عادت کړئ

5- پلان سازي او مشورت وکړئ

6-ټولې ستونزي پټې مه ساتئ له لمړی درجه باور وړ خلکو سره يي شريکې کړئ ممکن هغوي ستاسې د مشکلاتو هغه نقطو ته پام شي کومو نقطو ته چې ستا سو ذهن د افسرده ګۍ له وجې ندی پام شوی.

7-په رقابتونو کې مه ښکيليږئ تل کوشش وکړئ  (تاسې په مقابل دتاسې)وسئ او له پرون ورځې مونن ورځ بريالۍ وسې

8-د نورو خلکو تابع کولو څخه وړاندي خپل افکار او دماغ د ځان تابع کړئ.که تاسې ټول عمر کوشش وکړۍ دنورو دخولو او خبرو واک نشئ اخيستلی

9- په تعادل کې وسئ

10- حقيقتونه درک کړئ ،هرکله چې کوم اقدام کوئ پرسپينه ورقه  د اقدام عنوان وليکئ يو خوايي مثبت ټکې راوباسئ بل خوايي منفي همدا تحليل تاسي ته پر خپلو ستونزو او کړنو پوره ډاډ درکوي او مسير مو روښانه کوي

له ټولو  مهمه داچې  هيڅ تشويش مکوئ لدي ژونده هيڅوک روغ ندی وتلی ښه ووسيږئ ترڅو چې شتون لرئ.

Scroll to Top