څه مهم دي؛ د خلکو خبرې که ستاسې خوښي؟/شبانه دوران

دا ناممکنه ده چې تاسې په ژوند کې ټول خلک خوشحاله کړئ. تاسې چې هر څومره د خلکو د خوشحالولو هڅه وکړئ، هغوی به بیا هم تلستاسې په کار او ژوند کې خپل نظریات او نیوکې لري.

دا اړینه ده چې په خپله خوښه ژوند وکړئ، داسې انتخابونه وکړئ چې تاسو ته خوښي او بشپړ سکون دروبښي، نه دا چې تل له نورو دتایید او همغږۍ غوښتنه وکړئ.

د خپلې خوښۍ لپاره لومړی بایدځان وپیژنئ. زه څوک یم؟ څه مې خوشحالوي؟ او کوم کارونه زما د خوشحاله ساتلو لپاره مهم دي؟

بیا هغه شیان په نښه کړئ په کومو کې چې تاسې خپله خوښي موندلی شئ، حتی که هغه ډېر ساده څیز هم وي، حتما ېې پیدا کړئ،تاسې دا حق لرئ چې خپل ژوند په خپل زړه او په خپله خوښه وکړئ او هغه څه پسې لاړ شئ چې تاسو ته قناعت او خوښي دربښي.

مثلاً، زه یو ګیلاس، پیاله یا د ځینو خلکو په وینا یو مرتبان لرم،  خو دا ګیلاس مې ډېر خوښ دی، کله چې د دې ویډیو یا انځور سټوري کومسل رقمه کمنټونه یې په اړه ترلاسه کوم چې د اکثرو نظر زما د خوښې په خلاف وي.

دوی وایي:

دا نو ګیلاس شو؟

دا لرې کړه سم بیلر دی.

یو به موږ درته واخلو خو دا ګیلاس یا پیاله دې لرې کړه.

دې ته ورته خبرو په اورېدو زه بیا هم له دې استفاده کوم او د کافي، چای، اوبو او جوسو له څښلو خوند اخلم.

نو تاسې تل دا یاد ساتئ چې د ژوند ښکلا ستاسې په نظر پورې تړاو لري. که موږ په خپل ژوند کې خپلې ټاکنې ولرو، او د خلکو د خبروپر ځای ځان او خپل نظر ته لومړيتوب ورکړو، هله به ژوند ښه او ښکلی شي .

Scroll to Top