راځئ د لمر څخه يې زده کړو/ انور خان هډوال

لمر هر مازديـګر خـپلې وړانګې د ځان سره يوزاى د ځمکې له مـخ پنا کـوي او خـپله رڼا محدودوي، له ماښام څخه تر سهار بيا سپوږمۍ دخپل ښايسټ رڼا د ځمکې پر مخ خوروي.

په ژمـي کي د لمـر صـفت ځـکه کېـږي چـې د يـخنۍ د کمولو يوه وسيله وي

په اوړي کې د لمـر صفـت ځکـه کېږي چـې د برښنا د جوړلوو يوه وسيله ده

مګر تاسې به د شـپې د لمر صفت د چا څخه نه وي اورېدلى، خو بيا هم لمر هر سـهار خپله دنده تر سره کوي او بې پروا د خپل هدف پرلور حـرکت ته دوام ورکـوي،ان که څه خنډ هم وي (ورېځـې).( په دې معنا چې د خلکو پروا نه کوي او نه د خلکو په خبرو پسې ځي).

همداسې سپوږمۍ هم!

دلته هر څوک د خپلې ګټې له خاطره خبرې کوي.

راځئ له لمر يې زده کړو!

د خپل هدف د لاسته راوړلو لپاره سهار وختي د پلان مطابق حـرکت وکړو، او د ورځـې په جــريان کـې د خـلکو په عـبسو خبرو غوږ ونهنيـسو او تر مـاښامه د شـته امکانـاتو څخه په استـفادې د هـدف د لاسـته راوړلو لار په فکر او غور اوهو او مخـته ولاړ شو تر څو پهراتلونکې کې د وخت د ضايع کېدو د پښېمانتيا څخه وژغورل شو.

Scroll to Top