پۀ ځان باور که غرور دا دوه نېږدې کلمې دي.
خو خپل ذات کې د بېلتون یوه نرۍ کرښه هم لري، چې ښایي تر ډېره یې درک نه کړو.
پۀ ځان باور د بریالیتوب لومړی راز دی،د دې باور په مرسته یو کار نه بلکې ډېر کارونه ترسره کولای شو، د یوه ګټونکي فکر خپلول بېدون له ځان باور پرته ښایيممکن نه وي.
زۀ یې کولای شم.
زۀ یې استعداد لرم.
زۀ به یې وکړم.
دا فکر کول پۀ ځان باور دی، نه غرور.
یوازې زۀ یې کولای شم.
دا جمله دا مانا لري چې دا کار فقط زۀ یې کولای شم؛ ته، نه.
دا غرور دی.
هر څه یوازې پۀ ځان تمامول له نورو د نه کیدو فکر کول غرور دئ.
مغروریت( ځان لوړ ګڼل) دی، له نورو پورته ځان بلل غرور دی.
یو بااعتماده نفس داسې نه وایې چې:
“یوازې” زۀ یې کولای شم.
بلکې وایې چې زۀ یې کولای شم.
پۀ ځان تکیه خلک نرګسیت نه لري، بلکې د سترګو له دریڅو نورو ته هم ورګوري.
خو مغرور یوازې پۀ هر څه کې ځان ویني.
باوري کسان فکر کوي، چې نور یې کولای شي، دای یې هم کولای شئ.
مګر مغرور له نورو منکر وي، یوازې ځان فاتح بولي.
باوري کسان د نورو وړتیا مني، خو ځان هم د دوی له ډلې ګڼي.
مغرور د نورو وړتیاوې نشي زغملی، پۀ رڼا ورځ پرې سترګې پټوي.
مغرور ضدي وي، خو باورمند صمیمیت لري. له نورو وړتیاوو ګټه پورته کوي.
مغروریت مو وژنئ، خو بااعتماده اوسیدل مو ژوند ته رابولي.
خلاصه:
پۀ نورو باور لرم، خو خپله یې هم کولای شم.
دا اعتماد دی.
نور یې نشي کولای زۀ یې کولای شم دا مغروریت دی.