بودا د خپلو مريدانو سره له يوه ښاره بل ښار ته پلي سفر کاوه.
د سفر په جریان کې د اوبو په يو ډنډ ور پيښ شول. بودا او مريدان يې د دمې کولو لپاره تم شول. په دې وخت کې بودا خپل يو مريد تهوويل: تږی يم له دې ډنډ څخه د څښاک لپاره لږې اوبه راوخله. مريد چې د اوبو خوا ته ورغی،ويې ليدل چې ځينې خلک پکې جامې وينځېاو ځينې پکې د کروندې غويانو ته اوبه ورکوي. دوی اوبه ډېرې خړې کړې وي او د څښلو وړ نه وې. مريد فکر وکړ چې زه څنګه دا خړېاوبه بودا ته د څښلو لپاره يو سم!؟ مريد بودا ته واپس راغی ورته يې وويل اوبه ډېرې خړې او خرابې شوې دي، د څښلو وړ نه دي. بوداورته وويل چې سمه ده لږ به نور هم ددې ونې لاندې دېره شو. شيبه وروسته يې بيا هماغه مريد ته د اوبو راوړلو وويل. مريد په خورا درنښتاو اطاعت د اوبو ډنډ په لوري وخوځید. مريد وليدل چې دا ځل په ډنډ کې ټولې اوبه صفا شوي،خاورې پکې دننه تللي او اوس د څښلو وړګرځيدلي دي.
مريد د بودا لپاره په يوه خاورين لوښي کې د څښلو لپاره اوبه راوړي. بودا اوبو ته وکتل او وروسته يې د خپل مريد په طرف مخ واړوه ورتهيې وويل: وګوره، تا اوبه پرېښودې چې خاورې په خپله په ځان کې ډوبې کړي،کله يې چې خاورې په ځان کې ډوبې کړي نو تا صفا اوبهترلاسه کړي. بودا پسې زياته کړه:
« زموږ ذهن هم د اوبو په څېر دی. هغه وخت چې ذهن مو ناارامه او ګډوډ وي، يوازې اوسئ، ذهن ته لږ وخت ورکړئ. پرته له ننګونو به ګډوډي او ناارامي د خاورو په څېر په خپله په ذهن کې ډوبه شي. موږ د غلي پاتې کيدو او چوپتيا اختيارولو پر مهال ښې او لا غورهپرېکړې کولای شو.»