ډیژاو: کله کله ولې داسې احساسوو چې دې ځای ته مخکې هم راغلي یوو؟/ ځار

ځينې وخت چې مونږ يوه خبره کوو، يا يو نوي ځای يا شخص سره وينو داسې فکر کوو، چې دا خبرې يا دا ځای، خلک ما مخکې همتجربه کړي يا ليدلي دي

ايا تاسې له داسې احساس سره مخ شوي ياستئ، دغه عجيب احساس ته (دژاو) وايي، د فرانسوي کلمې déjà vu څخه اخستل شویدی، چې مانا يې (مخکې ليدل شوی) ده.

دا يو داسې حالت دی، چې فرد فکر کوي، هر هغه څه چې اوس کوي، مخکې يې هم ترسره کړي دي، لکه کله چې تاسې د يو ملګري سرهمخ کېږئ او د يوې موضوع اړوند خبرې کوئ، تاسې داسې احساس کوئ، چې همدغه کس سره په همدې ځای او موضوع اړوند زهمخکې هم غږېدلی يميا ځيني داسې پېښې وينئ، چې فکر کوئ، زه له دې پېښې مخکې هم خبر وم يا مې ليدلې وه.

که څه هم ددې اړوند کره مالومات نشته، خو ويل کېږي، چې په نړۍ کې تر اويا سلنه خلک چې عمرونه يې د ۱۵۲۵ کلونو ترمنځ دي، دغهحالت تجربه کوي.

دژاو يوه عامه پديده ده، خو عالمان تر اوسه نه دې توانېدلي، چې د دې اړوند پوره مالومات پيدا کړي، د اعصابو او مغزي برخي ډاکټرانوايي، چې د دژاو د مغز د خرابتيا يا زيان کومه نښه نه ده او دا غلطي د حافظې تېروتنه هم نه ده.

د اوکانر عالم په اند تر اوسه هيڅ داسې ماډل نه دی پيدا شوي، چې دا مالومه کړي چې د دژاو په حالت کې په دماغو کې څه تېرېږي،مګر زياتره نظريات په دغه ټکي موافق دي، کله چې د دماغ برخې د ذهن مخکينۍ برخې ته سيګنالونه لېږي نو بيا پخوانۍ تجربه تکراېږي.

کله چې د مغز مخکينۍ برخې ته سيګنالونه ولېږل شي، د دماغ مخکینۍ برخې د پریکړې کولو ساحه په مؤثره توګه ګوري، چې ایا داسیګنالونه د هغه څه سره مطابقت لري، چې واقعن رامنځته کېږي، د مغز دا برخه داسې ښکارندوی کوي، چې له ځانه وپوښتي، ايا زهمخکې هم دلته وم؟ که چېرته په حقيقت کې مخکې هم دلته راغلی وي، نو  هڅه کوي تېر تجارب لاسته راوړي، که چيرته مخکې دلته نه وي،نو فرد د دژاو حالت تجربه کوي او داسې فکر کوي چې زه مخکې هم دلته وم.

——————–

نوټ: په راتلونکو برخو کې به په دې بحث وکړو، چې دژاو ولې رامنځته کېږي؟ ايا خطر لري؟ دژاو په څو ډوله دی؟

Scroll to Top