په نفس اعتماد / باور يعنې څه؟ / جلا سلطان

دلته به تاسو ته معلومه شي چې په خپل ځان باور درلودل يا هم په خپل ځان باور نه درلودل څومره تاسو په ژوند کې زيان او ګټې لري؛ اوڅومره ستاسو ژوند منفي يا هم مثبت کوي.

په نفس اعتماد:

په نفس اعتماد يعنې اطمینان لرل په خپل ځان او يا په خپل ځان باوري اوسيدلو ته وايي.

  يعنې دا چې زه خپل ځان څومره پوه او پياوړي احساس کوم ( که هغه کار وي يا هم د ژوند په هر څه کې وي)

مهمه دا ده چې که چيرته ته په خپل ژوند کې په خپل ځان په خپل کار په خپل اندونو په خپلو اهدافو باندې باور ولري او توکل د زړهاخلاص په خپل رب وکړي نو مطمئن وسه چې ته د هر څه اراده چې لري کولای شې زر تر زره ورورسيږې.

او که چيرته ته په خپلو اهدافو يا هم اندونو يا هم د ژوند په کارنو کې دوه زړه وي او پر ځان باور و نه لرې نو ته هيڅ کله هم نشې کولایپرمختګ وکړي، نشې کولای خپلو اهدافو ته دې ورسيږې.

نو دلته

په نفس اعتماد په دوه ډوله دۀ.

1_ مثبت په نفس اعتماد

2_ منفې په نفس اعتماد

_ مثبت په نفس اعتماد هغه ده چی کله يو نفر وايې هم پوهيږم او هم کولای شم یعنې باور يې پر دې دی چې د کوم کار اراده يې چېکړې ده هغه کار کولای هم شي.

_ منفي په نفس اعتماد هغه ته ويل کيږي چې کله هم يو نفر ووايي  نه پوهيږم او نه کولای شم او يا هم پوهيږم؛ خو کولای  نشم يعنې باوريې پر دې دی چې د کوم کار اراده که لري او که نه لري خو نشې کولې.

نو ټوله کې ټول خلک په نفس اعتماد درلودونکی دی نو هر کله چی د په نفس اعتماد په اړه خبرې کيږي نو هغه مثبت په نفس اعتماد ده اوهر کله چې نه درلونکی په نفس اعتماد په اړه خبرې کيږي هغه ته منفي په نفس اعتماد ويل کيږي.

نو د پاسني تعريف په اساس مونږ بايد دا مفهوم ترې واخلو چې د هر کار کولو د پاره يو مثبت په نفس اعتماد ته مونږ اړتيا لرو او د هرکاميابه او موفقه کار کولو د پاره مثبت په نفس باور پکار وي.!!!!

نو که غواړئ لوړ او مثبته اعتماد په نفس ولرئ نو دغه لاندې ټکي په نظر کې ونسئ‌.

1_ د الله تعالی په قدرت او په کومک کولو باندې باور ولري او په هر ځای کې هغه حاضر وګڼي.

2_ د ماتيدو او له غلطيانو څخه مو مه ويريږئ.

3_ د نورو قضاوت کولو او مشورو په اړه يې مه انديښمن کيږئ

4_ هيڅ کله هم ځان د نورو سره مه برابر(مقايسه) کوئ.

5_ تل مثبت ليدونکي ووسيږئ.

6_ لنډمهاله، منځني او اوږدمهاله هدفونه وټاکئ.

7_ د بدلون څخه مه ويريږئ.

8_ د خپل ژوند کارونو لپاره خپله پريکړه ونسئ.

9_ د خپل صحت او سلامتیا په فکر اوسئ.

10_ خپل ځان ته ورسيږئ او خپل ظاهر مو تل پاک او منظم وساتئ.

11_ خپله علمي سويه مو لوړه کړئ.

نو که غواړئ يو آرامه او خوشحاله ژوند ولرئ او که غواړئ د ژوند په هر کار کې په بریا سره مخ ته ولاړ شئ نو خپل هغه منفي اعتماد پهنفس مو په مثبت اعتماد په نفس بدل کړئ.

نو مطمئن وسه چې ته به ډير ژر خپل مثبتو اهدافو ته ورسيږې او زر تر زره به مثبت بدلون وکړې.

د الله تعالی څخه په خپل لمونځ کې تل دا دعا غواړه چې يا ربه ماته مثبت اعتماد په نفس راکړه او يو اعتماد په نفس لرونکی انسان مېجوړ کړۀ.

Scroll to Top