د هغو نابغه ګانو شمېر چې په رواني اختلالاتو مبتلا شوې دي دومره لوړ دی چې ځینې وختونه ارواپوهان نبوغ او رواني اختلال د یوېسکې دوه مخونه بولي. په هر صورت، دلته به تاسو ته هغه ځیرک او تاریخ جوړونکي اشخاص در وپېژنو چې په رواني اختلالاتو مبتلاوو.
ابراهم لینکن
ابرهم لینکن د امریکا لپاره یو لوی ژغورونکی و. هغه هیواد د خپل تاریخ په یوه خورا سخته دوره کې رهبري کړ، خو سره له دې هم هغه دخپل ژوند ډېره برخه په ژور خپګان کې تېره کړ . د لینکن د ژوند لیک د لیکوونکي په وینا، هغه لیکونه چې د هغه د یو ملګري لخواپریښودل شوي دي په کې ویل شوي دي چې : ” ما په ټول ژوند کې تر لینکن ډېر خپه انسان نه و لیدلی.” د لینکن د مور لخوا او د پلارلخوا کورنیو دواړو غړیو کې د خپګان سختې نښې نښانې لیدل شوې دي نو پر دې بنسټ ممکن د هغه خپګان بیولوژیکي اصل درلود. همدارنګه لینکن ته منسوب یو شعر موندل شوی چې هغه په 1838 کې د ځان وژنې په اړه خبرې کوي. هغه په 1865 کې د 56 کلونو پهعمر ومړ.
چارلس ډېکنز
ډېکنز په دېرش کلنۍ کې د نړۍ تر ټولو مشهور لیکوال و. ډېکنز له ستونزو ډک ماشومتوب درلود او کله چې دا دولس کلن و پلار یېزنداني شو، چارلس مجبور و چې د یوې څه مودې لپاره د بوټانو په فابریکه کې کار وکړي. په پاى کې، دې سخت ژوند هغه ورو ورو پهډیپریشن اخته کړ. د ډیکنز یو ملګری لیکي :” هرکله چې به ډېکنز په یوه نوې پروژه کار پیل کړ نو حالت به یې نور هم خراب شو“. د عمرپه زیاتیدو سره یې خپګان نور هم زیات شو تر دې چې له خپلې مېرمنې څخه هم جلا شو.
چارلس ډاروین
اګوروفوبیا یو رواني اختلال دی چې په هغه اخته نفر د تړلو ځایونو لکه سینما یا پلورنځیو یا داسې ځایونو څخه وېره لري چیرې چېتېښته په کې ممکنه نه وي لکه پلونه. چارلس ډاروین چې د بشر په تاریخ کې یو له سترو انسانانو څخه و، په دې ناروغۍ اخته شو. پوهانکه څه هم د ډاروین د حقیقي ستونزې په اړه د نظر اختلاف لري خو په هر حال د هغه حالت شدید او ځورونکی و. ډاروین خلکو سره لهاړیکو ویره درلوده او حتی د خپلو ماشومانو سره یې له خبرو کولو څخه ډډه کوله. څیړونکي شک لري چې هغه حتی جنوني اجبارياختلال او نرگسیت سره مخ شوی و.
لیو تولستوي
تولستوي د خپل ژوند تر نیمایي پورې د خپګان نښې نښانې پټې ساتلې وې، کله چې هغه دا نښې ښکاره کړې، خورا ډېرې شدیدې وې. دغه اختلال د تولستوی په شخصیت کې د ژور بدلون لامل شو، داسې چې هغه د خپلو ټولو شتمنیو د خیراتولو، پرته له مېرمنې ژوند کولواو د خپلو دیني باورونو د بدلولو فکر کاوه. د خپل ژوند په دې دوره کې، هغه پریکړه وکړه چې لیکل پریږدي او حتی داسې یې هم وویل: “هنر نه یوازې دا چې یو بې ګټې کار دی بلکې زیانمن هم دی“. سره له دې چې تولستوی یوې شتمنې کورنۍ پورې تړاو درلود، د لیکوالپه توګه هم مشهور شو او 13 اولادونو یې هم درلودل مګر هغه پریکړه وکړه چې ځان وژنه وکړي، مګر داسې ونه شول.