د رحمت ساقي په نامه یو سړی وو، دې سړي په بازار کې اوبه خر څولې، له همدې لاري یې خپله نفقه پیدا کوله، دی ډېر ساده او خوشاخلاقه سړی وو، خلګو له ده سره ډېره مینه درلوده.
دا چي دی ډېر خوش اخلاقه او شرینه ژبی وو، اوازه یې تر باچا پوري ورسېدل.
باچا خپل وزیر ته امر وکړ چي رحمت ساقي تر ما پوري را ولئ.
وزیر هم رحمت ساقي پیدا کړ او تر باچا پوري یې را وستی.
باچا هم د ساقي کړه وړه خوښ سوه، او ورته یې وویل: چي له دې ورسته ستا ځای په همدې ماڼۍ کې دی، ته به دلې وسېږې، هره ورځهبه دلته مېلمنو ته اوبه ور کوې، او زما ترڅنګ به کښېنې او ښایستې کیسې به راته کوې.
رحمت ساقي هم د باچا خبره ومنل.
په سبا سره د ساقي دنده په ماڼۍ کې شروع سوه، تالار ته به ننوتی او هلته بې مېلمنو ته اوبه ور کولې، د مجلس تر ختمه به هلته وو، چيکله به خلګ ولاړل، د باچا بغل ته به کښې نستی، جالبي کیسې او ټوکي به یې ورته کولې.
تر هغه ورسته چي به شپه کېده، له باچا څخه بې خپله مزدوري اخستل او کور ته به تلی.
له څو ورځو ورسته چي ساقي د باچا زړه لاس ته را وړ، او د باچا په زړه کې یې ځای پیدا کړ، د وزیر بخیل توب وسو، او نه یې غوښتلچي ساقي دي دومره ژر باچا ته نیژدې سي.
ځکه دده ځای یې ونیوی.
یوه وه ورځ چي ساقي خپل کار خلاص کړ، او د کور په لوري روانېدی، وزیر رحمت ساقي ته وویل: ایا ته خبر یې چي باچا ستا د خولې دبوی څخه ګیله لري؟
ساقي د وزیر په دې خبره ډېر تعجب سو، او وې ویل: نو وس یې چاره څه ده او څه وکړم؟
وزیر ورته وویل: کله چي ماڼۍ ته را تلې خپله خوله دې په دسمال تړه.
بله ورځ ساقي هم خپله خوله په دسمال تړلې ماڼۍ ته راغی، او خپل کار یې د پخوا په شان مخته وې وی، کله چي باچا ولیدی هغه همتعجب سو، خو څه یې ورته ونه ویل.
څو ورځې همداسي تېرېدې، چي یوه ورځ باچا وزیر ته وویل: ساقي ولي خپله خوله پټه کړې ده؟
وزیر وویل: باچا صاحب که یې په اړه درته ووایم، راته غصه به سې.
باچا وویل: نه غصه کېږم ته راته ووایه چي څه خبره ده.
وزیر ورته وویل: باچا صاب رحمت ساقي ستا د خولې له بد بویي څخه خپله خوله تړلې ده، چي ستا خوله بد بوی کوي.
په دې خبره باچا تکان وخوړ، درد ورغی، او مجلس یې پرېښود ولاړی.
په دا بله ورځ چي کله باچا ماڼۍ ته را غی، جلاد یې را وغوښتی، او ورته یې امر وکړ، ماښام چي هر څوک له ماڼۍ څخه وتی، او د ګلانوګېډۍ یې په لاس کې وه، سر یې ځیني پرې کړه.
دا بل سهار چي رحمت ساقي ماڼۍ ته راغی، نو د نورو ورځو په څېر یې خپل کار ته ادامه ور کړه، خو کله چي یې کار خلاس کړ اوماښام کور ته تلی، باچا ورته د تحفې په شکل یوه دسته د ګلانو ګېډۍ ورکړه، خو کله چي ساقي له ماڼۍ څخه وتی، وزیر په مخه ورغی،او ساقي ته یې وویل: دا د ګلانو ګېډۍتاته چا در کړه؟
ساقي وویل: باچا را کړه.
دا چي وزیر ډېر بخیل او بدنیتی وو، ساقي ته یې وویل: ددې ګلانو مستحق او لایق یې زه یم نه ته.
ساقي هم د ګلانو ګېډۍ وزیر ته ور کړ، او کور ته ولاړی.
کله چي وزیر له ماڼۍ څخه وتی، دګلانو ګېډۍ یې په لاس کې وه، جلاد د باچا د امر سره سم د وزیر سر ور پرې کړ.
د معمُول په څېر ساقي په دا بل سهار چي ماڼۍ ته راغی، باچا ساقی ژوندی ولیدی، او حیران سو.
باچا ساقي ته وویل: تا ولي خوله پټه کړې ده؟
ساقي وویل: ستا وزیر راته ویل، چي باچا ستا د خولې د بوی څخه شکایت در لودی، ماته یې وویل: چي ته باید خوله وتړې، تر څو د باچامزاهیم نه سې.
او تا چي کله د تحفې په شکل ماته د ګلانو ګېډۍ را کړه، او له ماڼۍ څخه وتلم، وزیر په مخه راغی، او راته یې وویل: د دې ګُلانو حق داراو مستحق زه یم نه ته.
ماهم د ګلانو ګېډۍ وزیر ته ور کړه.
باچا مُسکی سو، او وې ویل: بلکل دی ددې ګُلانو مستحق وو، نه ته.