په ټولنه کې د جذابیت ځواک(کاریزما) / حکمت الله “همت”

کاریزما د انسان جذابیت او ذاتي ځانګړنې بیانوي، دغه پدیده د یو شخص د محبوبیت، تاثیر ښندنې او اعتماد سبب کرځي.

څیړونکي او د نظر خاوندان وایي چې کاریزما د الله ځانګړی الهام دی، چې ځینې خاصو انسانانو ته یې ور په برخه کوي،خو ځینيبیا په دې اند دي چې کاریزما ټولنیزه پدیده ده او کسبیږي.

زه په دې باور یم چې کاریزما

«کاریزما هغه توانمندي ده چي په آسانۍ سره ارتباط ټینګوي، پر نورو خپل فکري اثر ښندي او خپلو پلویانو ته د کامیابۍ او وفادارهملګرو د پیداکولو لپاره الهام وربښي» په ټولنه کې کسبیږي او ترلاسه کول یې خپله د انسان په لاس کې دي .

کاریزما یا د جذابیت قانون په ورځني ژوند کې یواځې جذابیت، وفاداري، ګرانښت او هیجان نه دی، بلکه د اعتماد هغه حس دی، چې دمخاطب د آرامتیا او راحت سبب کیږي او په عین حال کې باور او اعتبار را منځته کوي، په اصل کې کاریزما د یوه شخصیت یا رهبرخپلې ځانګړنې، ذهني توانمندي او خلاقیت دی، چې د شخص په وسیله د خلګو پر اذهانو اثر ښندي او په زړونو کې یې ځای نیسي.

نوموړې پدیده په ټولنه کې د یو شخص غښتلې ځانګړتیا داده، چې جوړه نلري او تر اوسه دا نده ثابته شوې چې په دوو خلکو کې یو ډولشخصیت ښکاره شي.

کاریزماتیک شخصیت(کرکټر)د محتاطانه، دروند او هدفمند حرکت، منظم او په موضوع پورې تړلي بحث، د بې ځایه خبرو او بحث څخهپرهېز ،مثبت فکر کول او د منفي مفاهیمو څخه د ډډه کولو په پلي کولو سره جوړ او منځته راځي؛ مګر په دې سره سره ډېر نور مهارتونههم ولري، خو فلسفې په عام ډول د کاریزماتیک رهبریت څو ځانګړتیاوې په لاندې ډول په نښه کړې دي:

لمړیپه ټولنه کې په ریښتیني ډول او غوڅ دریځ سره روښانه کړنې تر سره کول.

دوهمپه پوره ډاډ او ټینګه اراده سره د کار پیل.

درېیمد وګړو په خوښه، په آزاده توګه او د آزادې سیالۍ له لارې رهبرۍ ته رسېدل.

څلورمملي او سیاسي ګټو ته تر شخصي او نفسي غوښتو او ګټو لمړیتوب ورکول، همدارنګه په پوره زغم سره موخو ته د رسېدو لپاره هرډول خطر او بحران ته سینه سپر کول.

پنځمپه ټولنه کې د محبوبیت، وګړو د زړونو ګټلو او خوښۍ ترلاسه کولو لپاره نوې کړنلارې لټول او غوره کول.

Scroll to Top