په خپل ځان کې سفر / صفیه عارفي

انسانان چې د خدایﷻپه خلقت کې تر ټولو غورہ مخلوق دئ ، اللهﷻد خپل قدرت له ټولو حصو څخه برخمن کړی او انسان یې تر ټولوژوندیو مخلوقات غورہ او په خاصه توڰه پیدا کړی دی، د ھر ډول حکمتونو، قدرتونو، احساساتو او فکرونه نیالڰي یې پہ انسان کې ښخکړي دي؛ ددې نیالگیو شنہ کول او تر ثمرې رسول د انسان پر لاس کې دي چې څومرہ دا خزانې پر ځان کې پاروي.

مونږته په کار دہ چې د خپل ځان سرہ اړیکه ولرو، خپل ځان وپېژنو ، د ځان سره تړون ولرو او د خپل ځان سرہ راکړہ ورکړہ ولرو، داباید وپېژنو چې څوک یوو، زمونږدننه څه دي،کومې برخې مھمې ، اساسي او کومې برخې اړینې دي، چی کلکه اړیکہ ورسرہ وساتلشي!

دا ھغه څه دي چې مونږدې ته ھڅوي تر څو یو اوږد مھاله سفر د خپل ځان په سمندر کې وکړو او ھغه پټې شوې قیمتي مرغلرې لاس تہراوړو چې زمونږ په ځان کې شته دي. انسان؛ چې پر ځمکه د اللهﷻخلیفه دی ، نو ټول انسانان د خدای ﷻاستازي دي، ډېر لویمسئوولیتونه په اوږو باید ومني، په خلافت کې دوہ ټکي ډېر مھم دي، لومړی د خپل ځان آبادول او دوھم د دنیا جوړول! دا ډېر مھم اواساسي ټکي دي؛ ځکه تر څو چې ځان آباد نکړي نو دنیا به څنگه آبادہ کړي، انسان ته اړینه دہ چې پر خپل ځان کې خدای پیدا کړي،ځکہ انسان پہ خپلہ یو صغیرہ دنیا دہ؛ انسان د الله تعالی د قدرتونو لہ لویو نښو څخه دئ، که چیرې انسان ځان وپیژني، کہ پہ خدایبې باورہ هم وي؛ په خدای به ایمان راوړي.

ھر انسان له بېلابېلو وړتیاوو سره پیدا شوی دی؛ که چېرې پام وکړو ھر یو انسان یو ځانگړی استعداد لري، ځینی د ریاضی په زدہ کولوکې ښہ وړتیا لری، ځینی د لیکوالۍ، ځينې بیا د شعر او شاعرۍ او ھمداسې نورخپلی ځانګړې وړتیاوې لري؛ خو شتہ داسې کسانچې تر اوسہ ھم د غفلت پہ زانگو کې ویدہ دي او ددې لوی او گټور سفر څخه بې برخې پاتې دي. پام وکړئ الله ټول کائنات د انسانلپارہ پیدا کړي دي، انسان باید خپل عقل پہ کار واچوي او د ھر څه نه  گټہ پورتہ کړي. دا چې څنگہ ځان وپېژنو او دا چې زمونږذھن دھغہ بدمرغہ کلمو څخہ ډک دی لکه: ( زہ د ھېڅه وړتیا نلرم) څنگہ باید پاک شي.

لومړۍد غفلت څخه راویښېدل؛انسان باید پوہ شي چې دومرہ عمر یې په څه کې تیر کړی؟څومرہ گټه یې خپل ځان او نورو تهرسیدلې؟،څومرہ د پرمختگ پر زینو مخې ته تللی؟ ځکه انسان د بدلون لپارہ پیدا شوی؛ تل باید ھڅاند اوسي،ھڅه وکړی چې تغییراتراولئ پہ دنیا او پر خپل ځان کې؛ لوی قانون وایې؛څه چې کایناتو ته ورکوئ په یوہ طریقه بېرته تاسې ته راگرځيدا واضح ده کهچېرې د دنیا آبادہ کړہ گټه یې ستا دہ! دا ھغه څه دي چې د انسان ژوند ته ښکلا وربښي او د استرس او د ژوند څخه بې روحه کیدلوسطحه را ټیټوي؛ تر ټولو مھم ټکی دا دہ چې باید خپل افکار د خپلو اعمالو سرہ یو شان کړو چې د ورکړې قانون دا خبرہ تأییدوي اوھگل وایېڅه چې عقلي دي ھغه پاتې کېدونکي دينو باید خپل فکر راویښ کړو نور باید ویدہ پاتې نشو؛ کنه د خزانو بیړۍ مو  ډوبیږی.

دوھم  تفکر او د خپل ځان څخہ پوښتنہ دہ چې زہ ولې  دا کار نشم کولی؟ زہ له نورو انسانانو څخه څہ کمی لرم؟ آیا زما خالق د دوید خالق سرہ فرق کوي چې زما عقل تر دې کارونو نه رسیږي؟

نه! الله ﷻپه قران کریم کې فرمایلي دي: “ھېڅ انسان له بل انسان څخه په لوړمقام کې ندئ؛ مگر ھغہ څوک چې تقوا لري او خدایھېڅکلہ انسانان پہ ھغه څہ نہ آزمایي چې توان یی نلري ، ستا خالق رب د ټول عالمیانو دی

کہ غواړئ چې د خپل ژوند فیلسوف اوسئ یواځې د فکر کولو قوې ته اړتیا لرئ؛ځکه فکر کول د غفلت څخه راویښېدل او د لارې پیدا کولدي!

دریمله ھغه کار څخه پیل وکړئ کوم چې ستاسې خوښ دئ؛ د یو څه سرہ مینہ درلودل او د ھغہ څہ لاس تہ راوړل بیا سختي اوکړاوونہ نہ پیژني او انسان لا نور ھم لېواله کیږي چې خپلې لارې ته نور ھم پہ سرعت دوام ورکړي.

څلورمخپلې تېرې شوې تیروتنې ته پام وکړئ؛ ځکه ھغه ستاسې  د تجربو تھداب دئ! په حقیقت کې ھغه پخوانۍ کنډوالو ته پاتې کیږيخو په اصل کې ستاسې د ماڼۍ بنسټ دئ!

پنځمتر نورو خلکو خپل ځان ته توجه ډیرہ کړئ او اړیکه وساتئ!

دا ھغه څه دي چې ستاسې د ویښدو سبب کیږي، ستاسېعزت نفسزیاتوي او د خلکو په منځ کې مو ځلوي.

گاندې وایيله ډېرو سرہ درېدل آسانه دي،ځانته درېدل زدہ کړئ

خپل ځان کې سفر وکړئ؛ تاسې د دنیا لوی سمندر یاست چې ټولې قیمتي مرغلرې ستاسې په تل کې دي!

Scroll to Top