د انسانانو ټولنيز کېدل که له يوې خو ګڼې ښېګڼې لري خو د تلې بله پله يې له منفي عوارضو او بدو کړنو هم خالي نه ده. انسانانو ټولنيزژوند ځکه غوره وګڼلو چې په لريوالې سره يې د حيواناتو لخوا د ښکار کېدو او يا هم د طبيعي پېښو د وېرې انګازه يې په ماغزو کېشړنګېده. د انسانانو په يو ځاى کېدو سره ځيني ګډ ټولنيز ارزښتونه په يوې مشخصه جغرافيه او خلکو کې رامنځته شول. چې دا ګډټولنيز ارزښتونه سرې کرښې وګڼل شوې او له دې کرښې بلې خواته اوښتل نو غټ جرم و بلل شو. ترڅو خلک په همدغو ارزښتونو راټولوي او ژوند يې په منظم ډول مخ پر وړاندې روان وي. خو زموږ په ټولنه کې د ارزښتونو او يا هم ملي فرهنګ په نوم ځيني داسې دودونو همخيمې راوړې چې ترې راوتل او يا هم ور ټولول يې خلکو سره جنګ ته د تيارسيت په مانا دى. يو له هغې نه د خلکو په خوښه ژوند کول دياو که يې ونه کړو بيا به خلک خبرې کوي. چې نه يې موږ په ځان وړلى شو او نه هم ځواب ورکوى شو.
که خپل ژوند د کارونو محاسبه وکړو نو ډېر داسې شيان به پکې ومومو چې هغه يوازې د خلکو لپاره ترسره کوو. رنګارنګ کالي اغوستل، دمخ جوړول، کوبکو عطر وهل، د وېښتانو سټايل په ورځ کې بدلول، په نوي موډ او فيشن کې ګرځېدل، يانې دا ټول ظاهري کش مکش دخلکو لپاره ده. او دا کارونه په خپله خوښه نه ترسره کېږي بلکې د خلکو له خولې نه د ځان بچ کولو اغزنه لار ده. کيسه ټوله د خلکو په خبروکې ده چې خلک به څه وايي. دې جملې د خلکو ماغزه دومره وپړسول چې ډېرۍ يې له اقتصادي، اجتماعي، ديني، اخلاقي او رواني لهاړخه فلج کړل.
خاوند به يې ټول عمر پاک مخ لېدلى نه وي مګر ښځه به يې خلکو ته ځان پرونۍ ناوې جوړه کړي. ځکه خلک به څه وايي!
او يا برعکس د سړيو هم ورته کړنه در واخلئ.
په تنګو جامو کې به يې سا راختلي وي او کيناستى به نشي، مګر خلکو په مخ کې به ځان داسې راحته وښايي چې ته به وايې تازه لهاريشګاه راوتې. ځکه خلک به څه وايي!
د خاوند ماش به يې ټول شل زره افغانۍ نه وي مګر ښځه به يې د خپلې کاکا ناوې د ورور په واده کې تر شلو زرو نوې جامي او سينډلغواړي. ځکه په هغو جامو کې که لاړه شي چې يوځل يې اغوستي نو خلک به څه وايي!
پلار به خپل زوى ته له ډېرې مجبورۍ دسمال نشي راوړى مګر زوى به يې په پنځه ستورو هوټل کې واده غواړي. ځکه سبا به خلکو ته څهوايي.
حتا د ځينو خو د مړينې مصارف يې د واده تر مراسمو ډېر لوړ شي.
په سلګونه داسې نورې کړنې هم شته چې يوازې د خلکو د خوشحالولو لپاره ترسره کېږي. د خلکو د رضا لپاره دومره هڅه هم نه ده پکارڅومره چې صحابو کرامو د دين د خپراوي لپاره کوله.
په کومې ټولنې کې چې خلکو يې خپلو کارونو ته شا کړې وي او د نورو کارونو پسې يې استخباراتي جاسوسي شروع کړي وي د پرمختګهيله يې شنډه بوله. ټولنه هغه وخت د پرمختګ بندې دروازې ماتوي چې وګړي يې حداقل د خپلو امورو نسبي ازادي ولري او وګړي يې هالهد خپلو امورو ازادي پيدا کوي چې په يو بل ځانونه څارونکى يا تندروه اميران جوړ نه کړي. د دې چار د مخنيوي لپاره غوره دا ده چې د يواو بل شخصي حريم ومنو او په شخصي حريم مناظرې او مناقشې کول ډېره بده او د شرم وړ خبره وګڼو.
هېڅ انسان نشي کولاى چې ټول خلک له ځانه رضا او خوشحاله کړي او يا داسې کارونه وکړي چې خلکو ته د خبرو کولو موقع په لاسورنکړي. خلک په هر حالت کې خبرو ته اماده دي چې ستاسو د ژوند پر چارو تبصرې او خبرې اترې وکړي. د دې ټولو خبرو سره په څنګکې دا به ډېره ښه خبره وه چې خلکو زموږ پر بدو او منفي کارو هم نيوکه او خبرې کولاى، دا کار به حتمن زموږ د کارونو د اصلاحاتوسبب ګرځېدو. خو خلک خو زموږ په ښو کارونو کې يوازې د خپل تبر په لاستې پسې ګرځي چې همدا په لاس ورشي او له پښو مو راوغورځوي.
ځيني په قصدي ډول غواړي د نورو په ژوند کې په يو نه يو ډول مداخله وکړي. دا خلک عمومآ داسې فکر کوي چې له نورو لوړ، غښتلي،ځيرک، هوښيار او د نظر خاوندان دي، خو په دې نه دي خبر چې خبره او نظر يې څوک په يوه توت هم نه اخلي، ځکه له هغه چا چې دخبرو کولو او يا هم د نظر غوښتنه نه وي شوي په خبرو يې څوک سر هم نه ګروي.
لومړى خو بايد دا غوره وګڼو چې موږ خپله ځانته د دې حق ورنکړو چې د نورو د ژوند چارې زموږ د خبرونو سرټکي شي او مناظري اومناقشې پرې وکړو، ځکه د نورو په کار کې کار لرل به موږ له خپل کاره وباسي.
دويم دا چې خلک هغه څه وايي چې د دوى په نزد ښه دي، موږ نه بايد د خلکو يو څو خبرو لپاره هغه څه وکړو چې په راتلونکې کې يېزيان موږ ته ورسېږي نه خلکو ته. د خلکو خبرو نه منلو لپاره دا لنډۍ به هم ځواب ويونکي وي.
خلک به هر څه هر څه وايي
جانانه مه د چا منه نه يې منمه
خو يوازې دا لنډۍ هم د زخمونو ملهم نشي کېداى، د دې وژونکي او ويجاړونکي جملې پر وړاندې چې خلک به څه وايي! څه نا څه په ګډهمبارزه کول پکار دي. نن که يوازې خبرې کوي سبا به د خبرو پر ځاى کاڼې واروي نو بيا به هم سرونه ورته نيسئ.
زه خو وايم نور بايد دا کلک زنځير په تبر ووهل شي چې زرې زرې شي او د خلکو د خبرو له محوتې راووځو. په خپل ژوند کې چاته د خبروکولو خو لا څه د فکر کولو اجازه هم ورنکړو. ځانونه بايد د عقل تابع کړو نه د خلکو او هر هغه څه چې زموږ له نظره ښه دي ترسره يې کړو.