ستاسې د بریا مخه یوازې یو کس نیولای شي او هغه تاسې خپله یئ.
موږ زموږ عقل شتمنوي. موږ کولای شو چې د ځان ښه ملګری یا بد دښمن شو. کولای شو د ټولو ستونزو سرچینه یا حل لاره شو. که ځان درته بې هدفه ښکاري؛ نو د ژوند د څرخ ګرځولو لپاره لومړی ګام دا واخلئ چې له ځانه راخلاص شئ.
دا اصلاً هغه کس سره مرسته ده چې ورسره مخ کېږئ، مثلاً داسې وګڼئ چې الوتکه کې ناست یئ، دې وخت یو سړی په لوړ غږ خبرې کوي، تاسې یې سخت ځورولي یئ، نیمه لاره لا پاتې، سړی مو بیخي بد راغلی او سره یې پېژنئ هم نه.
ما څو ځله دا حالت تجربه کړی، هغه سړي زړه بوږنوونکی غږ لاره او د څنګ ملګري سره یې خبرې کولې، تر دې چې د څنګ ملګری یې پاڅېده او بل ځای کې کېناست. زه پاڅېدم چې پښې ازادې کړم، خو سړی لا هماغسې لګیا و غږېده، بیخي مې بد راغی، د الوتکې په پلې لار کې روان وم چې دده له څنګه تېر شوم، ویې ویل: ای ته خو مې لکه چې چېرې لیدلی یې.
لږ فکر مې وکړ بیا مې ورته لږ په غوسه وویل: (ښه، موږ زیاتره داسې خلک ګورو چې بلدي ښکاری.) پښه مې واخیسته چې ترې تېر شم، خو له لستوڼي يې ونیوم ویل یې: (خو زه دې پېژنم، رایاد شول، په یوه کتاب مې ستا عکس لیدلی و، ډاکټر پیل یې کنه؟ خیر دی یوه شېبه دلته کېنئ.)
ما خپل هویت ومانه او په نه زړه څوکۍ کې کېناستم، له دې ځایه هغه بل کس پاڅېدلی و، خو سړي خپله کړته بنده کړه، ماته یې ورو وویل:
– ته خدای را لېږلې یې.
– څنګه؟
هغه ځواب رانه کړ او له کړکۍ یې بهر ته کتل.
ما مې پوښتنه تکرار کړه، بېرته یې چې مخ را واړوه، سترګو کې يې اوښکې ډنډ وې. په هماغه وچه او پرې شوې لهجه یې خپلې او د کورنۍ ستونزې راته وویلې. په ما یې سخت اغېز کړی و او هڅه مې کوله چې په خپلو خبرو دلاسه ورکړم، بیا چې الوتکه کېناسته او موږ ښکته شولو ماته یې لاس راکړ ویې ویل: (د دلاسې راکولو لپاره ډېره زیاته مننه، ډاکټر صیب.)
زه وروسته پوه شوم چې ده ولې دومره په لوړ غږ ډېرې خبرې کولې، دا یې د اصلي احساساتو پټولو لاره وه، لکه د شپې چې څوک شپیلي وهي.
یوه بله تجربه هم لرم، دا مې ترې زده کړل چې د خلکو په اړه ژر قضاوت ښه نه وي او دې ته به پام کوم چې هر څوک خپلې ستونزې او خفګانونه لري. هو! که دا فرصت ومومئ چې له ځان ووځئ او نورو خلکو سره مرسته وکړئ؛ نو دنیا به درته بې هدفه نه ښکاري.
مارتا د بیمې یوه لوی شرکت کې سکرتره وه. یوه ورځ یې رئیس له اوږد سفره راستون شوی او د مارتا مېز ته ولاړ و، ورته یې ویلي وو: (مارتا! ما لکه چې درته ویلي مې وو، چې له تلو مخکې مې مهمې دوسیې په بکس کې کېږده.) بیا یې خپل بکس ور وغورځاوه ویې ویل: (پوهېږې ناستې کې راسره هغه دوسیې نه وې، ته پوهېږې چې څومره وشرمېدم؟)
د مارتا مخ تک سور شو، پوهېده چې ټول همکاران ورګوري، ويې ویل: (وبښئ جونز صیب، خو زه ډاډه یم چې ټولې دوسیې مې ستاسې په بکس کې ایښې وې.)
جونز ځان سره وبنګېده او په غوسه خپل دفتر ته روان شو. مارتا کېناسته، ژوره ساه یې واخیسته، هڅه یې وکړه چې ځان ارامه کړي، خپلې ستونزې هېرې کړي او خپل ټول حواس رئیس او د هغه غوښتنو ته متوجې کړي. ددې کورنی ژوند ډېر دردونکی و، زوی یې سخت ناروغ و، خو رئیس سره به چې مخ کېده، هڅه به یې کوله چې خپله آرامتیا وساتي. څو ورځې وروسته ښاغلي جونس ګوري چې دوسیې هماغه بکس کې تر کاغذونو لاندې وې بیا یې له دې بښنه وغوښته.
یوه ورځ بل ځوان سخت خفه و، ماته مشورې لپاره راغی او ما ورته وویل ځينې داسې لارې ولټوه چې نورو سره پرې مرسته وکړې. هغه د طنز خندا وکړه ویې ویل: زه د کمپیوټر پروګرامونه سازوم، زما به چا ته څه خیر ورسي؟
ما خبره وغځوله:
– سخته ډېره ګټه دې رسي، د انسان په توګه د ترحم او زړه سوي حس لرې، بس چې کوم اړمن انسان سره مخ شوې دا څرګند کړه، دا کار به خوشالي درکړي. که رښتیا درته ځان هسې اوزګار ښکاري؛ نو دا چاره درته کار روزګار دی، زه تضمین درکوم چې په دې کار به دې د خفګان احساس راټيټ شي اوس ځانته متوجې یې، دغه توجه که دې نورو خلکو ته واوښته، د خفګان احساس به دې ورو ورو ختم شي.
د سو میلر په نوم یوه ماډله اوه دېرش کلنۍ کې د تي سرطان او عملیات کې د تي پرې کولو ته اړه شوه. له عملیات وروسته یې څو کاله یوازې ژوند تېر کړ او دومره خفه شوې وه چې نورې یې ټولنیزې چارې نه شوې ترسره کولای.
بلاخره یې یوه ورځ د فیشن د یوې نندارې مدیر سره خبرې وکړې، پرېکړه په دې وشوه چې (سو) به دې نندارې ګډون کوي، دلته به د خوب جامې او یو ډول د لمبا داسې جامې نندارې ته وړاندې کوي چې د سرطان له امله تي پرې شویو ښځو ته ګنډل شوې دي. سو لیکي چې نندارې کې مې داسې روغتیا بښونکی قوت احساس کړ. په ټولو موډلوکې پر ځان نوی باور پیدا شو، ان ناست خلک هم ددې په لیدو حیران وو چې د تي سرطان هېڅکله د ښه او خوښ ژوند پای نه شي کیدای.
ننداره دومره بریالۍ وه چې د سو طبیعت يې ساز کړ، خپل د نفس عزت او باور یې بیامونده، دلته یې له خلکو سره ډېرې خبرې اترې وکړې. بیا یې یو پلان ساز کړ، غوښتل یې هغو ټولو ښځو سره مرسته وکړي چې د تي عملیات لپاره ځايي روغتون ته ځي، ان په یوه پوهنتون کې یې یوې دورې تېرولو لپاره نوم لیکنه وکړه او موخه یې دا وه چې نورو سره مرسته وکړي.
سو د ضعف ټکی لاره او دې ټکي له ځاني او اروايي پلوه ماته کړې وه، بیا له ځانه راووته او ځان یې د نورو خدمت ته وقف کړ. سو میلر ایله د ژوند په معنا پوهېدلې وه. نوموړې لیکي: (تاسې به داسې ګڼئ چې خپلې ستونزې سره د مبارزې لپاره نور څه نه لرئ؛ خو باور وکړئ چې لرئ یې.)
کارول ساساکي د جنسي تېري قرباني شوې وه او دیارلس کلنۍ کې له کوره وتښتېده. په اتلس کلنۍ کې پرې بیا وحشيانه جنسي تېری شوی و او دې کار بیخي له اروايي پلوه شیندلې وه، له دې وروسته بیا یوازېتوب، دوهځانۍ او غریبۍ ځوروله.
ماشوم یې چې وزېږاوه ټولنیزو مرستو نه برخمنه شوه، دې سره یې ژوند لږ ښه شو، خو خپل بچي ته یې لا ښه ژوند غوښت او پوهېده چې ددې ستونزو د هواري یوه لار لوړې زده کړې دي، په دې خاطر یې پوهنتون ته مخه کړه.
کارول باید لومړی کالج لوستی وی او دویم ګام بیا پوهنتون و، د ټولنیز تامین له دفتره یې مرسته وغوښته او هغوی هم ورته د زده کړو لپاره پور ورکړ. دې یو ارزانه کور کرایه کړ او له ورځنیو لګښتونو به یې هم لږې پيسې سپمولې، ورو ورو یې ځان د ټولنیز تامین له مرستو هم خلاص کړ، دې به ویل: (په لومړي ځل مې پر ځان واکمني احساس کړه.)
کارول په دې لاره مخکې لاړه او په دې باور وه چې دده په شان ښځې دا کار کولای شي، بیا یې پرېکړه وکړه چې ځان غوندې بې وسو خلکو سره به مرسته کوي.
کارل اوس ۳۳ کلنه ده او په HOME (زده کړه یعنې ځان سره مرسته) مرستندویه اداره کې کار کوي، دا اداره شل زره کارکوونکي لري او بیوزلو خلکو سره مرستې کوي.
دا په زړه پورې ده چې یو انسان په خپل شته پېټي سترګې پټې کړي، یو هڅوونکی قوت رامنځته کړي او خپلې ماتې بېرته جبران کړي. کارول ساساکي خپل بایللی ظرفیت او وړتیاوې بېرته وموندې او له هرې ستونزې سره یې مبارزه وکړه. هغې ماته ونه منله، اوس یې وړتیاوې پر ستونزو برلاسې شوي او دا یې داسې ځای ته رسولې چې نورو ته الګو شوې ده، اوس نورو ته دا ښيي چې هغوی هم کولای شي ددې په څېر خپلو هیلو ته ورسېږي.
زیاتره خلک ښه عاید لري او د هر څه پېرلو وس هم لري، خو بیا هم خوښ نه وي، ډېر زیات نهیلي وي. دوی داسې ګڼي لکه کومه تېروتنه یې چې کړې وي او غواړي پرې پوه شي. تر دې بله مهمه موضوع دا ده چې دوی غواړي پوه شي، د هغه تېروتنې د جبران لپاره څه وکړي؟
څوک چې په ژوند کې خوښۍ او ډاډ پسې ګرځي زه ورته یوه مشوره ورکوم چې ځان سره دې یو ځل کېني. ځان نه یو څو اساسي پوښتنې وکړئ، آیا په خپل حالت خفه یاست؟ په خپل اوسني وضیعت نور خلک رټئ؟ که داسې وي؛ نو لا به هم د نهیلۍ کندې ته غورځېږئ. له ځانه را ووځئ، داسې کس پسې وګرځئ چې ستونزې او خفګان لري، هغه سره مرسته وکړئ.
موږ په ورځني ژوند کې په خپلو چارو بوخت یو او فکر مو یوازې خپل ځان ته وي، ټوله ورځ په خپلو چارو اخته یو، د سودا لېست، د کارونو لېست، د موټر ترمیم او نور… په دفتر او لوبغالي کې د نورو له څنګه داسې ناپامه تېرېږو لکه څوک چې بیخي وي نه.
زه ددې برخې یوه وړه تجربه لرم، تاسې سره یې شریکوم چې تاسې یې هم امتحان کړئ. هر چا سره چې مخ کېږې موسکا ورته کوئ، که یې غږ در وکړ سلام پرې اچوئ، زه تضیمن درکوم چې د ورځ پای به مو له نورو ورځو ډېره ښه وي او تر څنګ به مو شهرت او ګرانښت هم ډېر شوی وي. زه داسې کس پېژنم چې په خپل کاري دفتر کې په هر چا ډېر زیات ګران دی، داسې هم نه ده چې ډېر پنځوونکی ذهن لري یا دې ښه تولید وکړي، د منځنۍ کچې مدیر دی، خو یو په زړه پورې عادت لري چې هر چا سره په موسکا مخ کېږي او د احوال یې پوښتي.
تاسې پوهېږئ، د موسکا پر وخت چې ستاسې په څېره کې هر یو کش پیدا کېږي، دا ستاسې د ښه احساس لامل کېږي؟ او همداسې چې تندی تریووئ بد احساس درسره مل کېږي؟ د نولسمې پېړۍ ځينو ارواپوهانو لکه ویلیم جیمز دا موضوع بیان کړې، خو خپلو همکارانو پرې ملنډې وهلې دي.
نن پوهانو ثابته کړې چې د جیمز او پلویانو ادعا یې سمه ده. دا نظریه وایي چې د انسانانو د څېرې حالت یې په روحیې اغېز کوی. اوسنیو پوهانو کې دا نظر ډاکټر رابرت زایونک تائید کړی او دا سړی په میشیګان پوهنتون کې استاد دی. خو دی یوازی نه دی، په ورکرستر کې د کلارک پوهنتون او ماساچوسیت پوهنتون هم ځینې اروايي څېړنې کړي او دا موضوع یې منلې چې: موسکا ښه احساس او تندی تریوول بد احساس لري.
ډاکټر پول اکمن د کالیفورنیا د طب پوهنځي په ساینس مجله کې دا تشریح کړې، انسان چې بېلابېل احساسات تجسموي، بدن یې هم ځانګړی ظاهري حالت خپلوي، لکه د زړه د درزا بدلون، د ساه بې واره کېدل، دا بدلون احساساتو سره د همغږۍ لپاره رامنځته کېږي. ډاکټران هم وايي چې تندی تریوول پلې (عضلې) راټولوي او په اعصابو اغېز پرې باسي. زه دا ښکاره وایم چې د ډاکټرانو د ټولو اصطلاحاتو معنا ته نه متوجې کېږم، خو په دې پوهېږم چې د خوښۍ کار کوو خوښي احساسوو او که اپوټه د خفګان کار کوو، خفګان احساسوو.
په بل عبارت، که د خفګان احساس مو کاوه له ځانه ووځئ. زه نیویارک کې د بس له یوه موټروان سره مخ شوم هغه راته دا موضوع ثابته کړه، نن سبا نړۍ کې زیاتره بسونوچلوونکي ښه او خوښ ژوند نه لري. زه وایم که ما هم په ښار کې دومره لوی موټر چلولای؛ نو همداسې به بېخونده وم. یو سهار باران ورېده، زه او څو نور کسان د بس تمځای کې په تمه ولاړ وو، ځينې خلک سره ګورېدل، دې وخت کې مو ناڅاپه یو خوښ غږ واورېده چې ویل یې: (ستاسې د ټولو خوشاله سهار په خیر!)، ما په حیرانتیا ولیدل چې دا د موټروان غږ و.
له دې سړي خوښي او مستي څڅېده. موږ ته موسکی شو، د سرک له هغې غاړې یې را وغوښتو او ویل یې چې جمپونو ته پام کوئ. د بس شیشو خوله کړې وه او د خوښۍ اومستۍ یوه څپه پکې احساسېده، تر دې چې ځينو تروشو خلکو هم پکې موسکا کوله او ځينو چې خفګان لاره هم عادي ناست وو. زما ځای چې را ورسېده، له موټروان مې د هغه د ښو اخلاقو لپاره مننه وکړه، هغه موسکی شو ویې ویل: مننه ښاغلیه! زه چې ورځ پیلوم پوهېږم چې ټاکنه زما په لاس کې ده، چې خوږ شم که تریوو. کیدای شي نن ورځ د خوښۍ هېڅ بهانه نه وي، خو زه چې خوښ یم بدن مې لا ډېر حرکت کوي او خوښي احساسوم.
ما چې دروازه بنده کړه او بس روان شو؛ نو پوه شوم چې هغه سړی خوښ دی او خوښ په دې دی چې له ځانه راوتی دی.
ښې پېښې هله کیږي چې تاسې له ځانه راووځئ، ان په هغو ورځو کې هم چې د موټروان په وینا: (د خوښۍ هېڅ بهانه یا دلیل نه وي.)
په یاد لرو………………………………
▪ موږ ټول ښو او خوشالوونکو پېښو ته په تمه کېدای شو او له ترلاسه شويو فرصتونو ګټه اخیستی شو، چې چاسره مرسته وکړو. دا کار راته د خوښۍ احساس راکوي.