هره کورنۍ غواړئ چې بچي یې نېک او صالح لوی سي، علم زده کړي، تر څو په را تلونکي کې د خپلي کورنۍ، او د ټولني د اوږو سپروګرځي؟
هو، هېلې او تلوسې مو خورا زیاتې وي، او همېش د زیات اولاد د پیدا کېدو غوښتونکي یو، خو دې ته مو کله هم فکر کړی دی چې د یوهماشوم ښه روزنه او هغه ټولنې ته د یو خادم په توګه وړاندې کول څومره سخت دي؟
نه، هیڅکله نه، بس چې دې نړۍ ته یې سترګې وغړولې او د ناز مُوچکه مو ترې واخستل تر څو چې لس کلن یا دولس کلن کېږې موږ ته یېښکنځل، غلطې خبري او نور څه نازونه ښکاري، تر هغه ورسته خو نو وایي چې ځوان دی، بې له دې چې جېب یې ورډک کړي، ښځه وروکړي، موبایل، ښه موټر او ښه موټر سیکل، ور واخلي او بیا یې د ځوانۍ په درشل کې مېلو او منظرو ته پرېږدي.
تر هغه ورسته هم دی هم یې مور او پلار سر ټکوي چې بې تعلیمه او بې تربیې پاته سو.
اخر، غل، فاسد هېرویني لوچک او یاهم جنګیالی ترې جوړ سی.
اوس نو خپلي کورنۍ او ټولني ته مو څه شی ور وړاندي کړ؟ او څه د ښو طمعه به ځیني وسي.
وسړیه! یو دي وي سړی دي وي، ژوندی دې وي.
د خپلې کورنۍ او ټولني له پاره یو، ښه وروزۍ، او په دیني او عصري علومو یې پوه ټولنې ته وړاندې کړي تر څو تاسې او ټولنه پرې ونازيږي.
به غیر له موږ افغانانو څخه، بل په هر ملک کې چې ماشوم دې نړۍ ته راوړل کېږي، تر ډېره یې د مور او پلار فکر په دې کې وي، چېڅنګه یې تعلم یافته او باسواده را لوی کړم.
نړۍ، او موږ، یوه نړۍ فرق سره لرو.