تر ټولو بريالي کسان هغه دي چې خپل فکر، تګلاره او داسې يو پلان ولري چې تر نورو ځانګړی وي. ستاسو ځانګړي پلانونه تاسو تهځانګړی شخصيت او تر نورو ښکلی او متفاوت ژوند درکوي.
د ژوند په هره برخه کې بېلابېل اړخونه شته، بېلابېلې زاويې شته او داسې نوښتونه شته چې يوازې ځيرک انسانان يې د ژور فکر او ليد پهدرلودلو سره ويني، بريالي کسان له همدې نويو اړخونو استفاده کوي، کاروي يې او دا د دې لامل شي چې دوی ابتکارات وکړي او ځينېابتکارات خو د نړۍ په کچه د بدلونونو سبب شي.
زما د پورته خبرو لپاره زه يوازې په ټکنالوژۍ کې يو څو بېلګې وړاندې کووم:
همدا فېس بوک اپلېکشن چې موږ او تاسو يې کاروو، دا يو امريکايي چې محصل دی جوړ کړی دی، دا د هغه د فکر او خلاقيت يوه نتيجهده، دغه راز وټساپ هم نوموړي جوړ کړی دی چې اوس د همدې وټساپ له لارې ټوله نړۍ کې کاروبار کېږي، څه موده مخکې چې همدا د وټساپ اپلېکشن يوازې د څو دقيقو لپاره بند شوی و، لسګونه زره خلکو شکايتونه وکړل.
دغه راز يو بل مثال به د ايفون مبايل درکړم، دا د يو چا د فکر پايله او نتيجه ده چې له نورو سره يې شريکه کړې ده او بالاخره يوې داسېنتيجې ته رسېدلي دي چې ټوله نړۍ کې يې د مبايلونو په برخه کې د کيفيت او اقتصاد اړخه راج چلوي.
د پورته مثالونو څخه زما موخه دا ده چې، هر بدلون د يو ځانګړي شخص د هغه فکر له پايلې رامنځته کېږي، چې له نورو بېل وي او هغهڅه ته ګوري چې د ټولنې نور خلک يې نه ويني، يا يې د ليدلو هڅه نهکوي.
زموږ ټولنه کې ډېری ځوانان د نورو تقليد کوي، يا په نورو پسې روان وي، موږ ولې داسې هوډ نهکوو چې زه بايد دومره ځانګړی و اوسمچې د نورو لپاره الګو شم، يا بايد نورو ځوانان په ما پسې روان شي، زما لار او اهداف تعقيب کړي. که موږ هر يو په دې فکر کې شو، نوهر يو به ښه شخصيت ولري، هر يو ځوان به ډېر نوښتونه وکړي او په دې نوښتونو کې به داسې هم وي چې د نړۍ په کچه به خلکو ته دپام وړ شي.
د دې لپاره چې ښه افکار ولرئ، خپل شاوخوا ته دقيق وګورئ، په بېلابېلو برخو کې هغه موضوعات راوسپړئ چې تر اوسه د چا ور پامشوی نهدی، په ځانګړي ډول ټولنيزه برخه کې موږ هر قدم کې سلګونه ناسپړلي موضوعات لرو.
دغه راز د لوستو، هوښيارو او پوهه خلکو سره ناسته ولاړه او اړيکه ډېره کړئ، په کليو بانډو کې د ډېر عمر لرونکو خلکو څخه پخوانۍکيسې واورئ او د دوی په تجربو کې ژور سوچ وکړئ، ځکه د نن زمانې هر پرمختګ له پخوانيو تجربو څخه سرچينه اخلي.
د ارواپوهنې کتابونه ډېر مطالعه کړئ، شعر او ادب ولولئ، ناولونه او د نړيوالو نومياليو خلکو شهکارونه بيا بيا مطالعه کړئ چې د ژوند پهرازونو پوه شئ او د پرمختګ پر لاره مشالونه درته بل شي.