ژوند د ارمانونو او حسرتونو ټولګه ده چې پوره کېدل یې د ارادې ځواک، سپېڅلتیا او حرکت غواړي. خدای (ج) هم فرمایلي دي: زه د هغهقوم حال تر هغه نه بدلوم، څو چې یې خپله د بدلولو هڅه نه وي کړی. (دایت شریف مفهوم)
داسې ډېر خلک به مو لیدلي وي چې د یو کار له ترسره کولو څخه وېريږي، لټي کوي یا ځینې وخت یو نیم کسان ظاهراً د پوښتنې په ډولد یو کار د ترسره کېدو په اړه مالومات غواړي، خو ترشا یې اراده ناسپېڅلې یا بل څه وي؛ یانې غواړي مطلوب کار پر تاسو ترسره کړي.
څه موده وړاندې یو ملګری مې چې د ښار په یوه ښوونځي کې د لومړي کال ښوونکی و، ویل یې چې ((د کلني ازموینو په وروستیو ورځوکې باید ټولو ښوونکو د نتایجو جدولونو اړوندې ادارې ته سپارلې وې؛ ما تر ټولو دقیق او پر وخت خپل کار ترسره کړ چې له امله یې دښوونځي د سرښوونکي او مدیر له خوا هم وهڅول شوم او زما کار یې د یوې بېلګې په توګه یاد کړ. شېبه وروسته یو ښوونکی څنګ ته مېراغی او ویل یې چې زما نتایج وګوره! څه نیمګړتیاوې خو به نه لري!؟
له نظره مې تېر کړ، ځینې نیمګړتیاوې مې ور په ګوته کړې او د حل لارې چارې مې ور وښودې؛ ډېره هڅه مې وکړه چې ویې پوهوم، خوهغه هېڅ شین څراغ ونه ښود، بالاخره دې ته یې اړ کړم چې زه یې ورته عملاً ترسره کړم.
همدا راز زیاته یې کړه چې یو ښوونکی د مطلب په اخېستلو کې دومره ستونزه ولري، نو له زده کوونکو څه ګیله پکار ده!)).
دلته خبره د پوهې او ناپوهۍ نه، بلکې د هغه ښوونکي اراده همدا وه چې هغه کار په ده ترسره کړي. یانې دا یې نه غوښته چې هغه کار زده کړي یا یې په خپله ترسره کړي.
د هر کار د ترسره کولو شاته باید سپېڅلې او ځواکمنه اراده ولرو، څو ترسره کېدل/ترلاسه کول یې شوني شي.