بریښنا او په اقتصادي پرمختګ (Economic Development) یې اغیزې / سنګر فطرت

لومړی خو د همدې موضوع د تشریح او وضاحت لپاره اړتیا ده چې بې برېښنا افغانستان (کابل) ته یو ځل خپل نظر وکړو چې د برېښناپه نه شتون کې عوامو نه واخله بیا تر خواصو او آن له تجارانو څخه واخله بیا تر سرمایه ګذارانو او د تصدیو تر کاري پروسېسه پورې چېدغو برخو کې مو هېواد څومره متاثره شوی دی ؟ کله مو چې فکري فضاء په دې موضوع باندې خوږلنه شوه نو بیا به د برېښنا په ارزښتاو په اقتصادي چارو یې اغیزو باندې فوق العاده پوه شئ.

برېښنا هغې روښنایۍ او د تیارو ضد انرژۍ ته ویل کېږي چې د ټولنې په مختلفو برخو کې د رڼایۍ ور اخوا په نورو مختلفو اړخونو باندېهم اغیزه لري.

دلته د برېښنا اغیزې پر اقتصادي پرمختګ باندې څېړو.

1 _ برېښنا د تولید د مهم عامل په توګه : یوویشتمه صدۍ چې د ماډرنې /عصري دورې په نوم هم نومول شوې ده ، نو په دغه دوره کېبرېښنا یو ضرورت او بیا پرمختګ دی ، برېښنا هغه سهولت دی چې نن یې اقتصادې چارو کې اسانتیا او پرمختګ راوستی دی او کهووایو چې د تولید د ټولو عواملو د په کار اچولو لپاره یو اساسي بنیاد دی نو زیاتی به نه وي ، ځکه د همدې برېښنا په وسیله د کاروباري اوصنعتي برخو چارې منظمې ، چټکې او ګټورې تمامېدی شي.

2 _ برېښنا د یو خدمت په توګه : که نوره نړۍ پرېږدو او خپله وروسته پاتې ټولنې ته یو تیز نظر (Quick review) وکړو نو موږ ته بهجوته شي چې برېښنا د ټولنې وګړو ته د خدماتو سهولتونه هم منظم ، چټک او ګټور ثابت کړي دي ، هغه ځکه چې د برېښنا په شتون کېزموږ ټولې ډیجیټلي او سافټویري چارې په شخصي او دولتي اداراتو کې تر سره کېږي ، د همدې برېښنا په شتون کې زموږ ، صحي ،تعلیمي ، ټولنیزې او آن کاروباري (تجارت او مارکېټېنګ) چارې منظمې ، چټکې او مؤثرې تمامېدی شي.

3 ـ برېښنا د یو عاید په توګه : کله چې د برېښنا استعمالوونکي برېښنا مصرفوي نو مجبور دي چې دولت یا د برېښنا شرکت ته یې بیلونهتادیه کړي ، چې دغه پیسې د دولت لپاره یو عاید هم کېدی شي ، ددې باوجود کله چې کاروباري تصدیانې (Business Entities) برېښنا مصرفوي نو طبعاً دوی به خلکو ته خدمات او اجناس وړاندې کوي چې په مقابل کې به یې خلک بیا دغو تصدیو ته پیسې ور کوي.

په دې برخه کې اړتیا ده چې موږ باید له خپلو سیندونو څخه د برېښنا د تولید د دستګاه په توګه استفاده وکړو او دا چاره باید لا ډېر پخواشوې وای خو ….

4 ـ برېښنا د سرمایه ګذارۍ د جذب او پرمختګ په توګه: که برېښنایي سیستم مو روغ او پر ځان بسیاء وي نو هېڅکله به هم د سرمایهګذارانو او داخلي کاروباریانو شکایتونه او نیوکې نه ځوروي/تنګوي ، بلکې په دې برخه کې به د لا زیاتو نوښتونو او د بهرنیو سرمایهګذارانو د را جذبولو او په هېواد دننه د سرمایه ګذارۍ په تر سره کولو کې د پرمختګ شاهد و اوسو چې بیا به د انفلاسیون ویره بیخيکموالی وکړي (ډالر به هم هېواد ته راشي).

5 ـ برېښنا د ټولنیزې رفاع په توګه : برېښنا هم ضرورت او هم سهولت دی او چې سهولت شو نو طبعاً بیا یو  پرمختګ هم کېدی شي ،هغه ځکه چې د خلکو د ژوند سطحه لوړوي او کله چې د خلکو د ژوند سطحه لوړه شي نو دا به د ټولنیزې رفاع باعث وګرځي .

برېښنا یو شمېر نورې ګټې هم لري خو د لیکنې د اوږدوالي له امله به یې همدا بس وي .

هیله ده چې له خپلو سیندونو او ، کم و تُم نفت او ګازو ، ډبرو سکارو او د هرات له 120 ورځني بادونو څخه د یوې منظمې ، بې احتیاجهاو دوامدارې برېښنا شاهد شو.

Scroll to Top