هرڅوک ستاسې دوست نه دی او نه کېدای شي، بلکې د دوستۍ لپاره خپل یو لړ ځانګړي معیارونه وي چې دا معیارات هر شخص د خپلو دوستانو او ملګرو لپاره ځانګړي کړي وي.
په انساني ټولنه کې هر کس په ژوند کې مثبت او منفي نقاط لري او هېڅ انسان له دې دواړو برخو څخه خالي نه دی.
ډېر کله تاسې د زیات اخلاص له مخې خپلو ډېرو نږدې دوستانو او خپلوانو ته په دې موخه چې ګواکې دی به راسره مرسته وکړي او یا به د کمزورو نقطو په حل کې راسره همکار پاتې شي، خپلې کمزوې نقطې وایي، خو هغه انسان چې کله ستا کمزوري پیدا کړي بیا تر ټولو لوی سر درد درته همغه کس اوسي، ځکه چې تاسې په خپله ورته خپلې کمزوریانې ویلي او له همدې خوږې ګوتې څخه مو نیسي.
حتا د وینې ریشتې بدلې شوي او سړی فکر کوي چې اوس ما په یو انسان باور کړی که په شیطان چې لا مل یې په خپل همغه شخص دی چې خپلې کمزوریانې یې مقابل کس ته بیان کړي او اوس پرې زوریږي.
ډېر کله په داسې حالاتو کې شته باور له منځه ځي او هغه کس چې خپلې کمزوري یې بیان کړې بیا په راتلونکې کې په هېچا اسانۍ سره باور نشي کولای.
په خپلو کمزوریو او د ضعف نقطو په قوي کولو فکر او کار پکار دی، ددې په ځای چې لالهانده او پریشانه یې ښه داده چې لا زیات فکر او کار وکړې ترڅو وشي کړای په خپله خپلې کمزوریانې ختمې او قوي انسان اوسې.
ژوند روان دی که ته خوښ یې یا خپه خو تېریږي، انسان باید قوي فکر ولري او تل قوي اوسي، په هېچا باور مه کوئ او تل یواځیتوب زده کړئ.
زه په باور ویلی شم کله چې یو څوک په دې فکر وکړي چې زه دا کار کولای شم او اراده یې قوي وي تاسې باور وکړئ چې هغه سخت کار بیا شونی وي او ترسره کېږي.
د ارواپوهنې ډېر عالمان له دې خبرې سره قطعاً جوړ نه چې دا کار نشي کېدای، دوی وایي که د انسان اراده او هوډ قوي وي له سختو نه سخت کارونه هم شونې دي او کېدل یې ممکن کیږي.
دغه راز تجربو هم ثابته کړې چې د انسان مسلسله هڅه او خواري کولای شي خپلې موخې ته ورسېږي او بیا همدا لاسته راغلی هدف هېڅکله په اسانۍ سره له لاسه نه اوځي.