انسان الله تعالی رب العزت ژوندی پیدا کړی دی بايد زیرک دقیق او د ژوندانه په ټولو چارو کې ويښ اوسئ بې له شکه همدا مو د برياليتوب راز دی. ډیر خلک د سبا په اړه هيڅ فکر نکوي د يوې خوا دا ډول خلک شعوري فکر نلري له بلې خوا دا ډول خلک د ناراستۍ، لټۍ او د بېغمۍ په خوب ويده دي
يو ټکي ته باید ستاسې پام وي، ناراستي یا لټي خپل یو خوند لري او هر هغه څوک چې پدې کاذب خوند لاهو شوی دقيقآ چې د ژوند نه به بېزاره وي هممهاله به په ټولنه کې د خلکو د پامه ورځ تر بلې غورزيږي، بالمقابل هغه خلک چې ځان يې پیژندلی وخت يې مدیریت کړی د ژوند لوړو پوړيو ته رسېدلي او دا چاره د شخصيت جوړونې مهم اصل دی يادو خلکو نه خپلې کورنۍ او حتا ټولنه خوشحاله وي، انسانان په ټوله کې ټولنيز موجود دی او ټولنیز ژوند لري بنآ د ټولنیز ژوند لپاره شخصیت جوړونه خورا مهمه او اساسي چاره ده، انسان ته پکار ده چې هر کار ته له مثبتې زاويه وګوری خپل کار ته کار ويل او وخت مدیریت کول او هر ډول سختۍ تنګسۍ د سبا هوسا او ارام ژوند لپاره تګ لاره ده، فلهاضا هغوی خوشحاله دي يقينآ خوشحاله دي چا چې وخت مدیریت کړی او ګټه يې ترې اخيستې د ډول خلک هیچاته احتیاج او محتاج ندي بلکې د ژوند په رنګینيو او خوښيو مالامال دي.