په ټولنه کې انسانان یوبل ته د اړتیا او لاسنیوي برخه کې اړ دي او همدې اړتیا ته په کتو د ژوند ګڼ مشترکات سره لري.
خو د باور کولو مسله بیا له هغه ځایه را پیدا کېږي چې کله یو انسان بل ته په زړه کې پاک او صادقه اوسي او یو نه یو ډول اړیکه سره ولري هغه که د دوستۍ،ملګرتیا، همکارۍ او یا نورې…
موږه او ستاسې هغه وخت په یو چا باور کوو چې په دنیاوي معاملاتو کې راسره شریک وي یا ورسره د ملګرتیا کومه قوي اړیکه ولرو؛ خو اصل کې داسې نده، ډېری خلک په زړه سپیڅلي دي او په عامیانه اصطلاح سپین زړې دي،چې لږ یې یو څوک له ظاهري بڼې خوښ راغی، بس بیا ورته زړه تش او ټولې سرګذ شتې ورته یوه په یوه بیان کړي.
دا ډول انسانان ساده ګان نه دي، چې دوی خپل ټول راز او نیاز یو چاته وایي؛ بلکې دوی په مقابل کس باور لري چې دا به راسره اوري او د یو ښه ژوند د پیل او تېر ته د بیا نه ستنېدو اړوند به مشورې او لارښوونې راته کوي.
څه لامل دی، چې باور ماتېږي!؟
د باور ماتولو ډېری لاملونه دي او هر شخص یې د خپل ذهن به زاویه کې د ماتې لاملونه بیانولی شي؛ خو په اصل کې بې پروایي، متقابل احترام نه درلودل، په ملګرتیا او دوستۍ کې د رېښتېنولۍ نشتون يې ستر لاملونه دي، چې باور ورسره ماتېدلی شي.
د یوې شخصي تجربې له مخې ویلی شم، چې هېڅکله ژر هیچا ته د راز او نیاز خبره مه کوئ ترڅو یې درسره لاره نه وې وهلي او په پوره معنی مو نه وي پیژندلی.
په ټولنه کې ډېری وګړي همداسې دي، چې دوی په یو چا ژر بارو وکړي او د ژوند ګڼ رازونه ورسره شریک کړي؛ خو بیا ډېره کمه موده کې له هغه شوي باور درسته نړۍ خبره شوې وي.
ژر نه باور کول هم یوه دیني صیغه لري، چې تاسې باید لومړی له هغه شخص سره د معاملې، د ژوند د شرېکو چارو او ګڼو نورو برخو کې له ازمایښت وروسته باو وکړئ ترڅو مو باور ساتل شوی وي او د ماتې ویره یې ونه لرئ.