هغه جاپاني سرتيری، چې د دوهمې نړيوالې جګړې د پای ته رسيدو باوجود، ديرش کاله تسليم نه شو!
د ۱۹۴۴ په اخيرو کې، له نږدې يوې لسيزې جګړې وروسته، چې په جګړه کې د جاپان بد وخت په پيليدو و او ماتې حتمي ګڼل کيده،داسې مهال چې د فیلپین په لوبانګ ټاپوه کې جاپاني قواوې د شاتګ په حال کې وې، افسر هيرو اونودا له خپل قوماندانه يو امر ترلاسهکړ. اونودا او قومندان يې په دې پوهيدل، چې دا ماموريت د ځانوژنې په مانا ده.
امر دا و: «تر هغو چې د امپراتورۍ قواوې راګرځي، ستا دنده ده چې له دې ټاپو دفاع وکړئ. بايد د چريکي تاکتيکونو په مټ په هر قيمتچې وي د يادې سيمې ساتنه وکړئ. يواځې يو قانون دی: ته حق نه لرې چې په خپلو لاسونو خپل ژوند ختم کړي، تسليم نه شئ.»
او دا د اونودا د بې پايه ماموريت پيل و.
اته مياشتې ورورسته آمريکا د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو اټمي بمونه وغورځول. جاپان تسليم شو او په دې توګه د بشر پهتاريخ کې تر ټولو وژونکې جګړه پای ته ورسېده.
سره له دې، په زرګونو جاپاني سرتيري د آرام سمندرګي په مختلفو ټاپوګانو کې خواره وو او ډيری يې لکه اونودا په ځنګلونو کې پټ او دجګړې له پای ته رسيدو بې خبره وو. د مقاومت نوموړو سرتيرو لکه پخوا جګړې او چور ته دوام ورکړ.
دولتي مقاماتو څو کرته هڅه وکړه، اونودا په ځنګل کې ومومي او بيرته يې راوغواړي خو بريالي نه شول. په کراتو جاپاني الوتکو ليکونهوروغورځول چې په کې ليکلي يې و، جنګ پای ته رسيدلي او ښه ده چې بيرته خپل هيواد ته راستون شئ خو هغه دغو ليکونو ته پام نه کاوهاو دا يې د دښمن توطئه ګڼله.
اونودا خپل نيم عمر د لوبانګ په ځنګلونو کې د يو پيري په څير تير کړ. ډير ژر اونۍ په مياشتو، مياشتې په کلونو او کلونه په لسيزوواوښتې او بالاخره وخت خپل ارزښت وبايله!
په دې ټوله موده کې يې په دې ځنګلونو کې دې خيالي جګړې ته دوام ورکړ.
بالاخره په ۱۹۷۴ کال کې د اونودا پام شو چې جګړه پای ته رسيدلې خو و يې ويل، چې يواځې د خپل قومندان په امر جاپان ته ګرځي. هغه هيڅکله په خپل دې ۳۰ کلنې بېځايه مبارزې پښيمانه نه شو.
په «روښانه او تياره نړۍ» نومې رومان کې، ورنه هرتسوګ د اونودا دا بېځايه مګر په عين حال کې حماسي مبارز په ډير زړه راښکونکيتوګه ليکلې.
او په پای کې، د اونودا دا کيسه ممکن زموږ تاسې ټولو د ژوند داستان هم ووسي؛ آيا په رښتيا اتلان يو او که ټول عمر د خپلو بيځايهباورونو غلامان!؟