(اندرونیات:1برخه:روانشناسې)
تاسې به د ژوند په مختلفو مرحلو کې بار بار له دې سپارښتنو سره مخامخ شوي یاست
فلانی/فلانۍ هیر/ه کړه!
هغه بدې خبرې هیرې کړه!
هغه حادثه هیره کړه!
خپل تیر هیر کړه ……..
دې اودې ته ورته ډیرې نور داسې
سپارښتنې مونږ اورو کوشش کوو ترڅو عمل وکړو او دیوې حادثې یا د یو شخص په هیرولو بریالي شو،مګر مونږ باوجود د زیاتې هڅې پدې کشمکش کې برعکس نوموړی شخص یا حادثه لانور هم زمونږ د ذهن د تسخیر سبب ګرځي البته داسې باید وشي هم.
ځکه د انسان
عصبي سیستم د خپل نارمل فعالیت په جریان کې ځانګړي حجرات(memory cell) لري اوددې حجراتو فزیالوژیکه وظیفه ده چې تیر واقعات,صحنې,اشکال,او خاطرې په یاد وساتي او ددې پدیدو پاکول یوه پتالوژیکه مداخله ده چې ممکن د عصبي تشوش په صورت کې د حافظې زیانمنیدلو له سببه رامنځته شي
مخکې لدې چې دیوشخص یا ديوې حادثې د هیریدو کوشش وکړو مونږ باید:
1- باید پوې ووسو پرکومه بنا مونږ له خپل یاداښتونو څخه متضرره یو.
2- که چيرې دیوې حادثې بد خاطرات مونږ زوروي دا یوه معموله خبره ده د انسان له فطرت سره مګر که له حده زیات مو زوروي باید د حادثې پر هر اړخیزو ابعادو غور وکړو او ځان ته وړ او قناعت بخشه دلایل پیداکړو ترڅو له اندروني عذابه مو رواني حالت امن پیداکړي.
3- د هیرولو کوشش پرځاي د هغه شخص ارزښت ته کموالی ورکړﺉ چې د ارزښت ورکولو په صورت کې مو زیان ولید.
4-دیوشخص یادیوې حادثې یاد ته راتلل ستونزه نده بلکې ستونزه داده چې پر یاد یې ولې زوریږو..
5- که زمونږ متضرره کیدل په
رواني ډول منځ ته راغلې وسې مونږ باید د خپل ضرر او یاداښت ترمنځ په مقایسوي ډول څیړنه وکړو مونږ ضرور یوې پایلې ته رسیږو کوم چې له یو یاداښته باید دومره ضرر ونه وینو چې روان مو له انزوا سره مخ کړي.
6- له خپلو یاداښتونو څخه د کرکې,نفرت او تیښتې پرځاي باید له خپلو یاداښتونو سره تطابق وکړو
انسان تطابق پذیره دی او یاداښتونه زمونږ د عصبي سیستم یوه برخه ده.
7-خپل یاداښتونه په صحي معنا وپیژنﺉ دا د کتابونو په ډول د درسونو, تجربو او پندونو ښه ټولګه ده
8-بیړه مه لرﺉ وخت او زمان سره تاسي خپل یاداښتونه یا سم پیژنﺉ یا مو روان ورسره عادي حالت غوره کوي اوممکن له یو اوږد عمر وروسته تاسې د هغې ځینې برخې هیرې هم کړﺉ
9-ستاسې له یاداښتونو ډیر مهمه موضوع داده چې تاسې د خپل یاداښت اړوند څه ډول فکرلرۍ کوم چې تاسې ته پریو حس بدلیږي کوشش وکړﺉ دخپل یاداښت اړوند سالم فکر غوره کړﺉ
10-هیڅوک او هیڅ رنګه بده حادثه مه هیروﺉ په سمه معنایی وپیژنﺉ او هومره یی ارزښتمن وګڼﺉ چې ارزښت یی لري.
اوبلاخره تاسې باید پوې شئ یاداښتونه ستاسې یوه برخه ده تاسې دیاداښتونو یوه برخه نه یاست.