په دې وروستیو کې د کابل هوا داسې ککړه شوې ده چې ساه اخیستل په کې ګران کار دی او په ځانګړې توګه د شپې له لوري د پلازمېنې هوا که وګورو یوازې لوګی وي.
موندنې ښيي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ککړې هوا له امله ۲۷ زره افغانان مړه شوي، همدا ده چې ویلی شو چې د کابل ککړه هوا د روان جنګ نه ډیره وژوونکې ده. دې ورځو کې د کابل د ککړې هوا په اړه بیلا بیل راپورنه خپریږي چې له امله يې ښاریان اندیښمن شوي ولې له بده مرغه د ښاریانو پام هغه مسؤلیتونو او کړنلارو ته نه اړوول کیږي چې د هوا د ککړتیا د کچې را کمولو یا کم تر کمه نه زیاتیدا کې رول لوبوي.
همداسي نورې ډیري ناوړه پیښي دي چې زموږ ډيری هیوادوال خپل ژوند پکې له لاسه ورکوي که هغه د اوبو، خاوري او همداسي ده هوا ککړتیا ده.
نو ځکه خو اړینه ده چې د ټولنې هر وګړی جلا جلا د چاپیریال ساتنې موضوع ته د یوې ارزښتناکه او حیاتې ښکارندې (پدیدې) په سترګه وګوری او هېڅ کله جوړونکو عواملو ته یې، چې هوا، اوبه او خاوره ده زیان ونه رسوی.
راځی نن د هوا په ککړتیا خبري کوو چې سنګه کولائ شو ددي خطرناکې پیښي څخه ځانونه وژغورو او په یوه سالمه ټولنه کې ژوند ته دوام ورکړو.
دا چې د کابل د ککړې هوا په وړاندې د چاپيریال ساتنې اداره او د کابل ښاروالۍ څومره لاس په کار ده هغه بیله موضوع ده ولې دا باید له پامه وه نه ویستل شي چې د ککړتیا په وړاندې د عامه ولس په ځانګړې توګه د ښاریانو ونډه نه اخیستل هغه څه دي چې دولتي ادارې په چارو کې د ناکامۍ سره مخ کړي.
د کابل د ککړې هوا د کچې راټيټولو په خاطر باید د دولتي لاس په کاریدا سربیره، د کابل ښاریان باید لاندې لارښوونې د خپل ژوند په چارو کې، ښې په کلکه عملي کړي. د ښاریانو دا چاره به وکولای شي چې نه یواځې دا چې د با مسؤله ښاروندۍ هوډ را وټوکوي بلکې ورسره به د ښار ککړه هوا تر یو بریده را پاکه شي.
سنګه د هوا د ککړتیا مخه ونیسو؟
ښاري ټرانسپورټ کاروونه: که څه هم له بیخي بده مرغه د کابل ښاري ټرانسپورټ د کیفیت او شمیر له پلوه د هیڅ برابر دی ولې د شخصي موټرنو، کوچنیو سورلیو او ټیکسیانو ډیرښت هغه بدمرغي ده چې هم يې د ښار ګڼه ګوڼه ډیره کړې، هم يې د تیلو د ډیر سوند له امله ښار په زهرجن غازونو لړلی. نو د همدې لپاره باید د بدتر نه بد انتخاب شي او شخصي ټرانسپورټ په ځای ښاري ټرانسپورټ ته لومړیتوب ورکړل شي. په دې برخه کې د ملي بس تش په نوم ریاست هم باید له خوبه راپاڅي او خپل ودروول شوي ملي بسونه دې په رڼه او آزاده سیالۍ شرکتونو/وګړو ته وسپاري ترڅو ښاري ټرانسپورټ آسانه او ارزانه شي.
د تیلو په ځای د طبیعي غاز کاروونه: د ژوند په بیلا بیلو چارو کې د بریښنا، تودوخې یا ماشینونو د چلښت لپاره جنراتورونه/موټرونه په پټرولو/ډیزلو چلیږي چې له امله يې هوا ته زهرجن غازونه مینځته راځي. د ژوند د یادو چارو مخته وړلو لپاره باید ښاریان له بریښنا یا کم تر کمه طبیعي غاز نه ګټه واخلي. دې سره به هوا د زهرجن دودونو کچه کې یو څه کمښت راشي.
د پلاستیکي توکو د کارولو نه ډډه: روانه لسیزه کې د پلاستیک صنعت وده کړې، د ژوندانه رنګا رنګ توکي له پلاستیکو چوړیږي چې نه یواځې د جوړیدا په مهال هوا ککړوي بلکې دغه پلاستیکونه پخپل ځان کې وروسته د کاریدا د هوا د ککړتیا برخه ګرځي. نو د ککړتیا د کمښت لپاره باید د پلاستیکي توکو کاروول کم کړای شي او په ځای دې خاورین يا کم تر کمه ښيښه اي توکي انتخاب شي.
موسمي او ځايي سبزیو/میوو کاروونه: موندني ښيي چې موسمي او ځايي سبزیانې او میوې کاریدا کولای شي لوجیستیکي ټرانسپورټ را کم کړي، د میوو د ساتنې صنعت اړتیا کمه کړي. د دې دا مانه چې د هوا د ککړتیا دوه داسې لاملونه چې د موسمي او ځايي سبزیو او میوو په کاریدا سره کم تاثیره کیږي د هوا د ککړتیا په راکمولو کې رول لوبوي. ورته حال کې د موسمي او ځايي سبزیو او میوو په کارولو سره د هغې سیمې سرمایه له بیرون تګ نه را خوندي کيږي چې دغه کړه پخپله یوه اقتصادي ګټه هم بلل کیږي.
نیالګي کرل: په یو ښار کې د نیالګيو، شنو ساحو او بوټو شتون نه پریږدي چې هلته هوا ککړه شي. د چاپیریال ساتنې پوهان د یو ښار/هیواد ۲۵ سلنه ځمکه شنه ساحه اړینه ګڼي ولې بدبختانه په ټول افغانستان کې دا سلنه تر ۲ پورې راټيټه شوې. د ښار د ککړې هوا لوي لامل همدا د نیالګیو او شنو ساحو نه شتون دی. د همدې لپاره چې د هوا ککړتیا را کمه شي؛ نو ټول ښاریان باید دا خپل ایماني او افغاني مسؤلیت وګڼي چې پخپلو ځمکو، کورونو آن په اپارتمانونو کې څه برخه ځای د بوټو، نیالګیو او ګلانو لپاره جلا کړي. دې سره به نه یواځې دا چې د ځایونو ښکلا مینځته راشي بلکې د هغه ټولو غازونو چې د ککړې هوا برخه دي او ښاریان د ساه اخیستنې له لارې بدن ته کش کوي، کم شي او ښاریان به يې له زیانونو نه خوندي شي.
ښاري ګڼه ګوڼې نه ګوښه کیدل: ښاري ګڼه ګوڼه د هوا د ککړتیا لامل ګرځي، دې سره ښار کې د هوا ککړتیا تر لوړې کچې رسي. د دې لپاره چې له دغې ککړې هوا نه وساتل شئ؛ نو ښه دا ده چې له ښاري ګڼې ګوڼې خوا ته مه ځئ. که چیرې د نه تګ امکان نه و؛ نو بیا کم تر کمه مو مخ په ټوټه او یا ځانګړ کړی شوو دستمالونو (ماسکونو) پټ وساتئ.
د کاریدا توکو د بیا بیا کاروونه: د ژوندانه د ترسره کولو لپاره باید دا رنګه توکي له بازاره واخیستل شي چې تر ډیره د کار وړ وي او ورته حال کې ترې نورو برخو کې هم کار واخیستل شي، دې سره به د بیلا بیلو توکو د اخیستلو نه ډډه شوې وې. د توکو د بیا بیا اخستل صنعتونه جوړوونې ته هڅوي چې د هوا ککړتیا لامل ګرځي. ورته حال کې باید دا هڅه هم وشي چې دویم لاس (کاروول شوي) توکي اخیستل او پلورل هم باید دود شي، دا کار هم د کارخانو د کم چلیدا لامل ګرځي چې ترې د هوا ککړتیا را کمیدای شي.