د ځوان او ټولنې په اړه به مو زيات اوريدلي وي، دا به مو هم اوريدلي وي چې ځوان دټولنې د ملا تير دى. غواړم په دغه لنډه ليکنه کې ځوان او ټولنه، په ټولنه کې د ځوان مسٶليت او ځوان څنګه او ولې د ټولنې د ملا د تير حيثيت لري درته په ښه ډول تشريح کړم.
#ټولنه دوګړو، افرادو اوانسانانو هغه مجموعه ده چي په یو مشخص چاپیریال کې ژوند کوي چې رواجونه، عنعنات او دژوند اصول يې یوشان وي.
#د ځوان په اړه به مو زيات اوريدلي وي، خو زه درته د خپل د مکتب د دورې د استاد نوراحمد تعريف وايم.
استاد به ويل، “ځوان هغه نه دى چې د ستونزو سره مخ سي او ستونزې ځوان له منځه يوسي، بلکې ځوان هغه دى چې د ستونزو سره مخ سي او ټولې ستونزې له منځه يوسي او حل يې کړي”.
ټولنه د افرادو جوړه ده او هر فرد خصوصأ ځوانان بايد پکې خپل مسوليت ادا کړي، ځکه انرژي يې نسبت نورو افرادو ته زياته ده او دټولنې په پرمختګ کې رغنده رول لري.
ځوان په ټولنه کې د خپلې پوهې په اندازه مسٶليت لري. که د يو ځوان پوهه زياته وي، زيات مسٶليت لري او که يې پوهه کمه وي، کم مسٶليت لري.
هغه ځوان چې ليسانس يا ماسټر وي په ټولنه کې يې مسٶليت تر هغه کس چې فقط مکتب يې ويلى وي زيات دى. که موږ او تاسو خپلېټولنې ته ځير سو، نو موږ او تاسو به د نيمه زده کړو او لوړو زده کړو لرونکو کسانو ترمنځ زيات فرق ووينو. هغه کسان چي له نيمه زده کړو فارغه وي له هغو کسانو سره چي لوړي زده کړي يې کړي وي زيات فرق لري.
غواړم په دغه ليکنه کي د ځينو مثالو يادونه وکم.
په يوې کورنۍ کې پلار تر اولادونو زيات مسٶليت لري، مشر ورور تر منځني ورور زيات مسٶليت لري او همداسې منځنى ورور تر کشر ورور زيات مسٶليت لري.
په يوه اداره کې رٸيس تر معاوين زيات مسٶليت لري، معاوين تر اجرايه مدير زيات مسٶليت لري او اجرايه مدير تر يو مامور زيات مسٶليت لري.
په يو هيواد کې ولسمشر تر لمړي معاوين زيات مسٶليت لري، لومړی معاوين تر وزير زيات مسٶليت لري او وزير بيا تر والي زيات مسٶليت لري.
همداسې په ټولنه کې هم يو دوکتور تر ماسټر زيات مسٶليت لري، ماسټر تر ليسانس زيات مسٶليت لري او ليسانس بيا تر يو دوولسم پاس زيات مسٶليت لري.
په ټولنه کې دغه مسٶليتونه ځکه د پوهې په واسطه ويشو چې يو دوکتور نسبت ليسانس ته يا هم ليسانس نسبت يو دوولسم پاس ته د يوېټولنې په ځان بسيا کيدو، رغيدو، پرمختګ او جوړيدو کې زياته تجربه او پوهه لري. دغه د لوړي پوهې لرونکي کسان د يوېټولنې په ځان بسيا کيدو او سيال کيدو کې تر نورو زياته پوهه لري، نو ځکه يې مسٶليت هم تر هغه کسانو زيات دى چي پوهه يې لږ وي.
زموږ ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده، د دغيټولنې د پرمختګ لپاره چي ځوانان هر ډول کړنې تر سره کوي بايد د اسلام خلاف نه وي. ډير وخت ځوانان د نورو ټولنو ته ګوري او د هغو ټولنو رواجونه او ځيني نوري کړني خوښوي او غواړي چي په خپله ټولنه کي يې هم عملي کړي. داسي ځوانان بايد د نورو ټولنو هغه کړنې غوره يا خوښې کړي چې زموږ د مبين دين اسلام خلاف نه وي.
ځوانان بايد دټولنې افراد تعليم ته تشويق کړي، د ځان جوړونې طريقې ور وښيي، د ځان بسيا کيدو فکر ورکړي او هر يو بايد په خپل بخش کې د ټولنې خلکو ته مثبت نظريات وړاندې کړي.
ځوانان بايد د خپلو رسمي يا غيري رسمي وظيفو ترڅنګ دټولنې په رضاکارانه کړنو کې برخه واخلي. هغه که تعليمي سيالۍ وي، تعليم ته تشويقي پروګرامونه وي، خيريه کارونه وي او يا هم نوري هغه کړني چي د ټولني په ګټه وي.
عالمان په ټولنه کي د ځوانانو اکثريت او زيات رول ته په کتو ځوانانو ته د ملا د تير اصطلاح کاروي.
د انسان په ټول بدن کي د ملا تير زيات رول لري. که د ملا تير لږ يا ډيره ضربه ويني، نو د انسان بدن ور سره فلج کيږي. بيا فلج سوى انسان پر هيڅ حساب دى. همداسې ټولنه هم پر ځوان ولاړه ده که ځوان قشر لږ يا ډير رټل کيږي، نو زيان يې ټولني ته رسيږي.
هره ټولنه پر ځوانانو ولاړه ده که د يوېټولنې ځوانه طبقه سواداره او د پوهې کچه يې لوړه وي، نو هغه ټولنه به يوه سياله او پرمختللي ټولنه وي.
همدا ځوانان دي چې ټولنه د پرمختګ په لور بيايې. ځوانانو ته بايد په هره برخه کې موقع ورکول سي تر څو ټولنه د رڼايې او پر مختګ په لور بوځي.
په نړۍ کي د پس پاته ټولنو لامل د افرادو بيسوادي، ځوانانو د موقع نه ورکړه او ټولني ته د ځوانانو او مشرانو نه کار دى. همدارنګه هغهټولنې چې پر مختللي دي يواځنى علت يې د افرادو د پوهې د کچې زياتوالى، ځوانانو ته موقع ورکول، د ځوانانو قوې اراده اوټولنې ته په هره برخه کې کار کول دي.