د ناکامو خلکو عادتونه _ محمد دین ارغند

هغه ځوانان چې نشئ کولای خپل ژوند په بریالیتوب سره تر سره کړئ هغوی دا پنځه عادتونه له ځان سره ساتئ.

څنګه کولای شو دا پنځه عادتونه له ځان څخه لرې کړو او حل لاره یې څه ده?!!!!

1 – د پردیو قضاوت:

کوشش وکړئ خپل ژوند د خپلو ارزښتونو، خپلو باورونو، خپلو زده کړو او تجربې په اساس عیار کړئ، د نورو خلکو په قضاوتونو پسئ مه ګرځئ، تاسو چې هر څه کوی خلک د هغه باره کې قضاوتونه کوي که تاسې د خلکو په قضاوتونو پسې ګرځئ د هغوی نیوکو پسې ګرځئ د هغوی په سوچ او باور پسې ګرځئ تاسې په خپل حال پاتې کېږې، بهتره خبره داده چې د خلکو قضاوتونو د خپل بریالییتوب په اساس بدل کړئ کار وکړئ کار وکړئ زیار وباسئ د خلکو قضاوتونو او فکرونو پسې مه ګرځئ.

2- مثبتې اړیکې جوړول:

اکثره ناکام ځوانان چې په خپل ژوند کې ور څخه کړیږي هغه د اړیکو جوړول دی، تاسې کوشش وکړئ هغه اړیکې چې خپل چاپیریال، ملګرو، او دوستانو سره جوړوی هغه باید په مثبت فکر او سوچ باندې ولاړې وي، هر هغه څوک چې ستاسو په ژوند منفي اغیزه لري، او تاسو په شا او خوا کې منفي فکرونه خپروي تاسې په اړه منفي فکرونه په زړه کې ساتئ هغوی څخه ځان لرې اختیار کړئ مه پریږدې چې ناکامې او نا جوړې اړیکې تاسو سره په ژوند کې پاتې شئ کوشش وکړئ چئ اړیکې په ارزښتونو ولاړې تر لاسه کړئ او بی باوره اړیکې څخه ځان وساتئ.

3- خپل باور مات کړئ:

خپل باورنو محدو کول دي کوشش وکړئ خپل محدود باورنو څخه ؤ اوځئ، او خپل باور مات کړئ، که تاسو باور دا وه چې تاسې د بریالیتوب لوړو څوکو او بریا ته رسیدلی شئ تاسې باید په دې باور باندې عمل وکړئ پرینږدی هغه ویره، ډار، چې ستاسې په زړه کې را ټوکي او ستاسو پرمختګ مخه ډپ کوي کوشش وکړئ خپل باورونه پراخ کړئ او خپل باورونه وغځوئ د نورو باورونو هم د ځان په اړه بدل کړئ او خپل باورنه هم نورو په اړه بدل کړئ.

4- له ماضي څخه ځان وساتئ:

هغه ځوانان چې هغوی په خپله ماضي کې پاتې کیږي، له ځان سره هغه ماضي هر شېبه لېږدوي، په خپله ماضي باندې اندیښمن وي خپل ماضي باندې فکرونه او سوچونه کوي او زړه یې پاتې وي، نشئ کولای خپل حال بدل کړي هغوی نشئ کولای خپل راتلونکی وټاکي، که غواړی چې خپل راتلونکي حال بدل کړئ نو ماضي څخه ځان جدا کړئ او کوشش وکړئ چې خپل ماضي څخه درسونه او تجربې واخلئ، اندیښنې ستونزې چې ماضي کې ور سره مخامخ کیږې ځان ترې لرې وساتئ.

5- پیسو په اړه فکر کول:

ګڼ ځوانان کڼ ملګري په دې اندیښنه کې وي چې زه خو غریب پاتې شوم، زه خو پیسې نشم پیدا کولای هېڅکله هم کوشش مکوئ چې پیسو په لټه کې شئ کله هم سوچ مکوئ چې تاسې به غریب پاتې شئ بلکې همېشه سوچ او باور دا ولرئ چې څنګه تاسې خپل کار بهتره کولای شئ په خپل کار کې په خپل علم کې په خپل باور کې بهتروالی رامنځته کړئ پیسې ور سره یو ځای زیاتیږې، او که چېرته تاسې په خپل کار کې خپل سوچ کې په خپل چاپیریال کې خپل باورونه ټوکول تاسې هغه ځواکمن کړئ تاسې هغه پیاوړي کړئ، که چېرته تاسې سوچ خپل بدل نه کړی هېڅکله به تاسو پیسې رانشئ څنګه چې غریب یې همداسې به غریب پاتې شئ.

Scroll to Top