ټولنیز اخلاق یا Social Ethics د انساني ژوند او د ټولنپوهنې علم او اخلاقیاتو اړوند بحث یوه لویه او اساسي برخه ده، چې له بده مرغه تر ډيره زموږ په شمول د نړۍ بېلابېلو وروسته پاتې ټولنو کې هېره شوې او دې ټولنو کې خاصه پاملرنه ورته نده شوې؛ خو کله چې تاثيرات او اغېز يې ارزول کيږي، په دې ټولنو يې خورا اړين او لوی تاثیر لرلی دی، ان تر دې چې د يادو ټولنو د وروسته پاتې والي اړوند دلایلو به برخه کې یو لوی دليل یې هم د اخلاقیاتو او ټولنيز اخلاق اړوند بحثونو له پامه غورځېدل بلل کیږي، دغه راز د دې برعکس ټولنپوهان د پرمختللو ټولنو د پرمختګ او سوکالۍ اړوند لاملونو په برخه کې یو لوی لامل د اخلاقیاتو او بلخصوص ټولنيز اخلاق مراعات او عادي کېدل ګڼي، دا چې اخلاقیات یوه لویه او پراخه موضوع ده، یوازې څو کرښو او یوه رساله کې يې بیان سخت دی، ځکه نو د دې موضوع یوه کوچنۍ برخه یعني ټولنیز اخلاق په مختصره توگه په لاندې ډول معرفي او بیانېږي:
اخلاق یو لوی علم دی او تر ډيره د لوړ ارزښت په توګه بلل کيږي، چې بېلابېلې برخې لري، یوه برخه يې ټولنيز اخلاق دي، چې تر ډيره د فردي اخلاقو اړوند برخې
سره یو ځای او کله هم په مقايسوي ډول مطالعه کيږي، فردي اخلاق، هغو اخلاقي ارزښتونو ته ويل کيږي، چې د انسان فردي او شخصي ژوند پورې اړوند وي او له دوهم څيز یا بل مورد سره د انسان د اړيکې په پام کې نیولو پرته مطالعه او ارزول کيږي، لکه صبر، زغم، حوصله، د ځان کنټرولول، د ډير خوراک مخه نیول، خپلې روغتيا ته پاملرنه، نشې نه کول، د ځان په ارزښت پوهېدل، پر ځان باور لرل، قوي اوسېدل او…
ټولنيز اخلاق یا Social Ethics هغو ارزښتونو او د ارزښتونو ضد مواردو ته ويل کيږي، چې په ټولنه کې له ټولنې او نورو انسانانو، طبيعت، بېلابېلو موجوداتو او ژوند سره د انسان د تړاو او اړيکو پورې اړوند وي. په ټولنه کې د ژوندکولو يا ټولنيز ژوند په اساس، انسان هرومرو له نورو انسانانو او د ټولنې له هرې برخې او موجود سره اړيکو ته اړ وي. له همدې امله د ټولنې له اصولو او قواعدو سره معرفت او د هغو پيژندل ډير اړين گڼل کيږي.
ټولنیز اخلاق معمولاً له ټولنې سرچینه اخلي او زیاتره وخت ټولنې او د ټولنو جوړښت دا ټاکي چې کوم موارد پکې د ټولنيزو اخلاقو په توگه وګڼل شي، دا قواعد او اخلاق تر ډيره په ناليکلې بڼه وي او اړوندو
ټولنو کې يې له موجوده انسانانو تمه کيږي، چې د قواعدو په څېر يې زده او مراعات کړي، د ټولنيزو اخلاقو د عمل ساحه پراخه او تر ډيره بيروني وي، يعنې لازمه ده چې د خپل ذوق مطابق نه، بلکې په ټولنه کې د ټولنې رموز او اصليت په پام کې نیولو سره عملي شي، ولو که په فردي توګه د چا خوښ هم نه وي، يا يې په تاوان وي، د ټولنيز ژوند اړوند اصولو د مراعت کولو لپاره يې باید په ځان عملي او درناوی يې وکړي.
لکه کېدای شي یوه ټولنه کې د ځينې موضوعاتو بلخصوص مذهبي او عقيدوي مواردو په هکله خبرې او خپل نظر بیانول آزاد وي، نو هغو ټولنو کې ډير عقيدوي او مذهبي خلک باید د ټولنې نظم ساتلو لپاره د ټولنیز اخلاق په اساس هر چا سره په جنگ او دعوا نه وي، دغه راز ښايي بله ټولنه کې بیا دې مواردو کې محدوديت وي، نو دې برخه کې ټولنيز اخلاق دا ایجابوي چې د دويمې ټولنې اړوند اصولو د عملي کولو لپاره دا محدودیت د دې ټولنې د اتباعو له لوري درک او عملي شي، ترڅو د ټولنيز نظم د خرابېدو لامل نشي. یا ښايي د یو انسان د پوښښ او جامې اغوستلو ځينې بڼې خوښې نه وي، خو کله چې همدا شخص یوې
مذهبي ټولنه کې وي، هلته بیا ټولنيز اخلاق دا ایجابوي چې د هغې ټولنې د پوښښ بڼې ته احترام ولري او تر ډيره يې مراعت هم کړي، احترام يې وکړي او په ځان يې ومني، ترڅو د هغې ټولنې ټولنیز نظم وساتل شي.
د ټولنيزو اخلاقو ضد فعل او عمل ترسره کول د ټولنيزې بد اخلاقۍ په نامه ياديږي او مرتکبین يې د ټولنيز بد اخلاق بلل کيږي، چې دا ټولنيزې بد اخلاقۍ او مرتکبین يې تر ډيره په ټولنو کې د ټولنیز نظم له منځه وړلو او د بېلابېلو ستونزو د رامنځته کېدو لامليږي. نو هيله ده هر نيک عمل د يو ټولنيز ارزښت او ټولنيز اخلاق په توگه د ژوند په هره برخه او هره ټولنه کې د هغې برخې او هغې ټولنې ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره عملي او درناوی يې وکړو، هغه مهال به هم خپل شخصيت او هم خپلې ټولنې ته د نيکنامۍ لامل شو….
درنښت