لومړی ماشوم یي د ښو او بدو تفکیک نه شي کولای بیا ځوان شي ښه انرژي ولري د ښو کارونو استعداد ولري ، ښه مقاومت ولري، ځوان فکر ولري او د ژوند جوړولو لارې زده کړي او کوشش وکړي چې ژوند جوړ کړي او بیا وخت په تیریدو بوډا شي فکر کار پریدي، انرژي ختمه شي او اخر مړ شي دا ژوند دی.
که څوک یې ښه تیر کړي هم تیریږي او که څوک یې بد تیر کړي هم تیریږي ، یو څوک د نړۍ نه د یو هیرو په صفت مړ شي، یو څوک د نړۍ نه د یو ستر پلار په صفت لاړ شي، یو څوک د نړۍ نه د یو ناوړه انسان په صفت لاړ شې خو په دې ټولو ژوند تیر شو.
د ژوند حقیقي هدف او معنا مبارزه او ښه ژوند کول دي، چې ژوند کې باید مبارزه وکړي، ښه وکړي، د ژوند د جوړولو په هڅه کې انرژي مصرف کړي ، ژوند ته د یو فرصت په سترګه وګوري او دنیا ښکلې کړي، دنیا په ژوندیو انسانانو ښکلې ده او د انسانانو په وړتیاوو ښکلې کیږي.
ژوند کې باید ښه یادښتونه پریګدو او ژوند نورو ته اسانه کړو د ژوند طریقې او اهمیت خلکو ته په ګوته کړو ، ژوند نه یا دنیا نه باید د یو هیرو په صفت لاړ شو او خلکو ته يادښتونه ، تجربې، انسانې همدردې یعنې انسانې ښه سلوک ښه تاریخ پریګدو.
د ښه ژوند تیرولو ارزښت ستا د ژوند نه وروسته هم په انسانانو تاثیر لري او تجربې ورته پاتې کیږي، ژوند ممکن سخت هم وي ډیر سخت، ممکن خفه هم وي، ممکن خوشحاله هم وي دا ټول پړاوونه ژوند له ځانه سره لري، که ژوند دا پړاوونه د ځان سره لري نو مونږ هم عقل او انرژي لروو او کولای شو چې ژوند تنظیم کړو که هر څومره سخت وې تنظیم کولای شو ځکه الله تعالې انسان ته په کتو هغه ته هماغومره سختي مخې ته راولې چې څومره یې طاقت ولري.