څنګه کولای شو چې د شپې ښه خوب وکړو؟_ بلال احمد رحیم زوی

 

هغه څه چې تاسو ېې د ویښ اوسېدو پرمحال کوۍ، کولای شي چې ستاسو پر خوب اثر ولري. دلته یو څو نکتې در په ګوته کوو تر څو ښه خوب وکړئ.

د ورځې پر محال ښه عادتونه مو د ښه خوب کولو کې مرسته کولای شي؛
____
– هره ورځ کم څه کم نیم ساعت لمر ته کینۍ، غوره به دا وي چې د سهار محال وي.
– د کیفین او نیکوټین استمال بند کړئ ځکه چې دواړه ېې سټیمولینټ( محرک ساتونکي) دي چې ویښ مو ساتي.
– که دایمي درمل کاروئ نو له خپل ډاکټر سره ېې د تاثیراتو په اړه وغږېږئ.
– که پریښامۍ(لنډ وخت لپاره ویده کیدل) کوئ نو د خپل د خوب د وخت څخه ېې د ۶ ساعتونو څخه مخکې وکړئ.
– هڅه وکړئ چې خپل ورزش کم څه کم ۲ ساعته مخکې د خوب له وخته وکړئ.
– د خوب له وخته لږ وخت له مخه ډېر خوراک او څښاک مه کوئ.

د خوب ته تګ څخه وړاندې ځان ارامول مو زر ویده کیدلو ته لاره حواروي؛
____
– د ویده کیدو پر وخت مو د خونې برق مړ کړئ ځکه چې دا مو بدن ته پیغام ورکوي چې دا د خوب وخت دی.
– له ویده کیدو وړاندې ځان ارام کړئ.دغه محال د کتاب لوستل او یا د موسیقۍ اوریدل مو عادت وګرځوئ.
– پهٔ ګرمو اوبو ځان مینځل مو هم پهٔ ارامه کولو کې مرسته کولای شي.
– که څښاک(شراب) کاروئ نو له کارولو ېې ډډه وکړئ. ځکه چې د خوب کیفیت مو خرابوي.

ځان مطمعین کړئ چې د خوب خونه مو ښه خوب کولو کې در سره مرسته کوي؛
____
– خونه کې مو تیاره جوړه کړئ.
– الکترونیکي څیزونه لکه موبایل یا لاسي ساعت مو له ځانه لیرې کیږدئ.
– پر بستره مو مه پرېوځئ تر څو چې خوب کولو ته تیار نه یاست. که ۲۰ دقیقو کې ویده نه شوئ نو پاڅېږئ او داسې څه وکړئ چې ارامه شئ او بیا ویده شئ.

د ورځې پر محال ښه خوب کول به ننګونکی وي. پورتنیو نکتو ته په کتو یو څه نور چې درسره مرسته کولای شي؛
____
– که کولای شئ چې ځان ته یو محال ویش جوړ کړئ او ورته په کتو خپل خوب کنټرول کړئ.
– د ویده کیدو پر محال ځان له له روښنایۍ وساتئ.
– که په پردو مو کوټه نه تیاره کیږي نو د سترګو ماسک وکاروئ.

Scroll to Top