ډيويډ زما د ماشومتوب ملګری دی، په پوهنتون کې سره یوځای وو. ډېر خنده رویه هلک و. له څو کالو څخه وروسته مې چې ناڅاپه ولید، بیخي مې ونه پېژنده. څنګه به مې پېژندلای وی، په پوهنتون کې ښه قوي و، اندام یې درلود، د پهلوانۍ اتل و او اوس وچ کلک شوی و، رنګ یې زېړ الوتی و او ناروغه ښکارېده. چپه پښه یې پرې شوې وه، په امساګانو روان و، ماته یې چې د ستړي مه شي له پاره لاس را کاوه، نو ما ورته لیدل، هغه راته وویل:
لکه چې ودې نه پېژندم، ډیویډ یم!
زما له خولې ورته وویل ډیويډه! بیا موږ دواړه یو بل ته ورغاړې وتو. زما نظر یې څو څو ځله په پرې شویو پښو او امساګانو پریوت، ما چې هغه داسې معذور ولید، نو زړه مې پرې خوږ شو. نور مې چې وار ونه شو، نو له خفګان څخه په ډکه لهجه مې پوښتنه وکړه، ډېر زیات خفه شوم، ستا پښه خو پرې شوې ده. هغه راته په خندا وویل: پرې شوې نه ده، ضایع شوې نه ده، دا پښه ما د خپل ولس او وطن په جنګ کې قرباني کړې ده، بیا یې په کړس کړس وخندل. زما بیخي ددې حالت توقع نه وه، ځان سره خجالته شوم، د خپل خجالت پټولو له پاره مې یوه بله پوښتنه وکړه: ته پدې حالت خفه نه یې؟
هغه راته وویل: ولې خفه شم ګرانه! په لومړیو کې یو څو ورځې خفه او نارامه وم، خو زخمونه چې ښه شول او زه په امساګانو روان شوم، نو نارامي هم ورسره په تللو شوه. اوس خو رانه کله کله بیخي هېر وي چې زه ګني په یوه پښه ګوډ یم. هغه په خندا خندا خپله خبره بشپړه کړه، راته یې وویل: منډه راسره وهې؟ زه غلی شوم.
د ډیويډ له دې کار او خبرو څخه زه ډېر متاثر شوم. ځان سره مې وویل دا ښه شوه چې ده له پښې پرې کېدو سره بیا هم ځان نه دی ملامته کړی، که نه نو د غم او خفګان له شدت څخه به څه وخت مړ شوی وی. په یوه پښه ګوډ و، خو اراده یې قوي وه. که بل څوک وی نو په خپل ځان به یې زړه خوږ شوی وی او ترحم او خواخوږی ترلاسه کولو له پاره به یې خپله کیسه په ډېر غمجن ډول هر چاته کولای.
پر ځان رحم کول اروايي ستونزه ده او پر ځان زړه سېځل یې یوه بېلګه ده. څوک چې ددې ستونزې ښکار وي، تل له خپلو خامیو او محرومیو سر ټکوي، خو مایوسي او خفګان څخه هېڅ نه ترلاسه کېږي. د ژوند ښایسته او خوندور کولو له پاره باید له دې حالت څخه انسان ځان خلاص کړي. که تاسې کامیابي او پرمختګ غواړئ، یا ځان نه جاذب او مقناطیسي شخصیت جوړوئ، نو له دې مکار دښمن څخه هر وخت ځان ساتئ. که نه نو دا به ستاسې طبیعي استعداد خراب کړي او تاسې به له قوت او جرات څخه محروم کړي. پر دې دښمن برلاسي دومره سخته نه ده، بس لږ همت او حوصلې څخه کار اخیستل ورته ضرور دي. پدې برخه کې ارواپوهانو ځینې اصول وضع کړي دي چې که عمل پرې وشي، دښمن ته په ډېره اسانۍ ماته ورکولای شي.