هره اداره د يوه هدف د لاسته راوړلو په خاطر جوړه شوې ده او ددغه هدف د لاسته راوړلو په خاطر يو شمېر کار کوونکي د ادارې د خاصو قواعدو او اصولو لاندې په ګډه کار کوي ددې لپاره چې په اداره کې ښه کار کوونکی اوسو او د رهبرانو پاملرنه راجلب کړو نو بايد د ادارې اصولو او قواعدو ته ژمن اوسو او يو شمېر ځانګړنې ولرو چې د هغو له ډلې څخه يوه ځانګړنه په اداره کې د وخت مديريت دی چې يو کار کوونکی بايد ولري. 1. په اداره کې يوه کار کوونکي لپاره اړين دی هغه په ټاکل شوې وخت دندې ته حاضرېدل دي د ټاکل شوې وخت نه هغه وخت مراد دی چې په هغه کې اداره خپل رسمي کارونه پيلوي. 2. هر کله چې د کار ځای ته راغلي د کار د پيلولو وړاندې خپل ټول کارونه برنامه ريزې کړﺉ او هغه کارونه چې تاسو ته سپارل شوې او هغه کارونه چې تاسو يې بايد ترسره کړﺉ ټولو ته وخت ځانګړی کړﺉ او آړينو کارونو ته لومړيتوب ورکړﺉ. 4. هر کله چې کار پيلوﺉ په بسم الله الرحمن الرحيم يې پيل کړﺉ لومړی يو کوچنی او ساده کار ترسره کړﺉ تر څو ستاسې دماغ کار ته مترکز شي او د نورو کارونو ترسره کولو ته لاره پرانيستل شي د مثال په توګه لومړی مو کاري مېز منظم او ترتيب کړﺉ مهم آسناد يو آړخ او نور آسناد د مېز بل آړخ ته کېږدي. 5. له ځانه نه وپوښتي نن په لېست کې تر ټولو اړين کار کوم دی? کوم کار ډېر وخت ته اړتيا لري? 6. کله چې د يوه کار د کولو څخه ستړی شي او يا مو نه خوښېږي چې ترسره يې کړي نو منفي پايلو ته يې فکر وکړﺉ له ځانه وپوښتي څه به پيښ شي که دغه راسپارل شوې کار په خپل وخت ترسره نه کړم . 7. که يو کار مو په سمه توګه ترسره نه کړ بيا يې ترسره کړﺉ دا لدې غوره ده چې يو کار ناسم پرېږدﺉ او ترې تېر شي. 8. له ځان سره ووايې نن بايد دا کارونه پای ته ورسومه چټک حرکت وکړﺉ چټک وليکي او چټک عمل وکړﺉ له کار سره مخکې لاړ شي او په هوښيارۍ پرېکړه وکړﺉ. 9. په اداره کې د کار په جريان کې تېلفون/ موبايل د خپل کار د يوې وسيلې په توګه وکاروﺉ لنډﺉ مکالمې يا خبرې ولرﺉ. 10.کله مو چې لېست شوي کارونه ټول ترسره کړل او رسمي وخت پای ته ورسېد نو د کار له ځای څخه په ټاکل شوې وخت يا لږ ناوخته لاړ شي ډېره پوهان وايې دندې ته وخته راتګ او ناوخته تګ په دنده کې د پرمختګ کولو کيلي ده.