د بریالیوو انسانانو ۱۰ ځانګړنې

تصمیم لرئ چې تر نورو زیاته هڅه وکړئ، او اطمینان حاصل کړئ چې کارونه مو پای ته رسېدلي دي، او کله چې وګورۍ هر څه درستسرته رسېدلي دي، پر ځان مو ویاړئ.

#پر ځان متکي کېدل

مسولیت منونکي او ځواب ویونکي یاست، سخت تصمیمونه نیسئ او په خپلو ژمنو کلک درېږئ؟

#کلکه اراده

تاسو د دې وړتیا لرئ چې د مذبذتوب پر ځای په کارونو کې ځان سختو ته ورکوئ. کله چې اراده وکړئ سرته یې رسوئ. په نړۍ کېسترې لاسته راوړنې د هغو خلکو په برخه شوې دي، چې پر خپلو موخو یې تمرکز کړی او د هغو د لاسته راوړنو له پاره خپل ځان پهمصرف کې اچولی دی.

#صبر

صبر کول قبلوۍ او دا هم منۍ چې په هرڅه کې ماتې او ناکامي هم امکان لري. ښو شیانو ته د رسېدلو له پاره باید سختې وزغمۍ او کلهکله د تاوان حوصله هم ولرئ.

#ریښتینولي

دا صفت د یادولو وړ نه دی، مګر یو له هغو مهمو ځانګړنو څخه دی، چې تاسو یې باید په ځان کې وروزئ. په هر هغه کار کې چې تاسویې سرته رسول غواړئ ريښتینولي تر ټولو غوره سیاست دی.

#شوق

که غواړۍ بریالي و اوسئ، که غواړئ چې ژوند وکړئ، دا هر څه شوق دی چې تاسو تر خپلې موخې او منزله رسوي. ژوند ۱۰ په سلو کېتصادف دی، چې تجربه کوئ یې، او ۹۰ په سلو کې ځوابونه دي چې تاسو یې دې تصادفاتو ته ورکوئ.

#اړیکه

تاسو کولی شئ له نورو سره اړیکه ونیسئ. دا کار د دې سبب کېږي هغه څه چې تاسو یې غواړۍ په سرعت سره ورته لاسرسی پیدا کړئ.

تاسو پوهئږئ چې په دې نړۍ کې ډېرې خوبیانې او زیاتې لاسته راوړنې شتون لري، چې ترلاسه یې کړئ.

خوشبیني د ښه راتلونکي له پاره یوه ښه ستراتېژي ده، باور لرئ چې کېدای شي راتلونکی تر دې هم بهتر وي، نو ګام پورته کوئ اومسولیت اخلئ، تر څو راتلونکی مو داسې جوړ کړئ څومره چې امکان لري.

#پر ځان باور

پر ځان مو باور لرئ، په داسې حال کې چې پر ځان مو دومره قوي باور او اعتماد لرئ، نو بریالیتوب ته یو ګام نږدې یاست.

#متقابل درک

تر هغې کار کوئ چې درک ولرئ او له هغو کسانو سره چې تاسو اړیکه لرئ پام پرې لرئ. مهمه برخه یې دا ده چې د دې توان لرئ ترڅوناویلې خبرې واورئ. چېرته چې درک شتون ولري، باور او احترام ورپسې په خپله راځي.

هېڅوک هم د د معمولي انسان کېدلو له پاره کار نه کوي. د معمولي توب خبره هغه مهال رامخته کېږي چې تاسو پروګرام ونه لرئ. کهغواړئ چې بریالیتوب ترلاسه کړئ، هغه څه وکړئ چې تاسو د بریا تر کچې رسوي، داسې تګلاره جوړه کړئ چې دا صفتونه مو د ورځنيژوند برخه وګرځي.

خاکساره او ستر و اوسئ، زړور او تصمیم نیونکي. وفادر او بې پروا. دا هغه صفتونه دي چې ستاسو په ذات کې نغښتي دي او تل شتونلري. په ځان کې یې وروزئ او پیاوړي یې کړئ.

Scroll to Top