که د ارواپوهنې هر ډول ريښه راوسپړو، يو ځواب ته رسېږو، چې ارواپوهنه د انسان رفتار مطالعه کوي، د رفتار علت مالوموي او بيا يې په وړاندې اقدام کوي.
هر رفتار د يو فکر پايله ده، له يو مالومې برخې څخه سرچينه او امر اخلي، فکر د پوهې په اساس رامنځته کېږي او پوهه د مغز څخه سرچينه اخلي او مغز له محيط نه مالومات لاسته راوړي.
که چيرته د يو فرد رفتار ته ګوته نيسو، لومړی بايد ټولنې ته ګوته ونيسو، ځکه ټولنه او محيط د دې لامل شوی دی، چې فرد ته يو فکر ورکړي او يو رفتار ته يې وارد کړي.
که په نشه يي توکو يو اخته شخص وګورو، نو مونږ بايد ډاريک دغه کس ته ګوته ونه نيسو، بلکې د محيط او ټولنې د وضعيت کچه يې مالومه کړو، فکرونه، باورونه، تاريخ او نور… يې مطالعه کړو، خامخا به يو داسې دليل پيدا کړو، چې کس ته له ګوتې نېولو مخکې به په ټولنه او کورنۍ نيوکه وکړو، کېدای شي په کور يا ټولنه کې يې نور افراد په نشه يي توکو اخته وي، شايد پلار يا ورور يې پرې کوم ځلې نسوار يا سګرټ راغوښتي وي، يا به داسې ملګري لري، چې دې ترې اغېزمن شوی وي.
مونږ اکثره وخت خپل فکر په عبث شيانو بوختوو، د فکر نه ګټه اخستل په دوه ډوله کېږي:
• فکر کوي، خو د خپلې ګټې لپاره يې کوي.
• د هغه مسايلو په اړه فکر کوي، چې ورته هيڅ ګټه نه رسوي.
زمونږ ټولنه اکثره په دويم ډول فکر کولو اخته ده، يانې که د يو کرکټ لوبه په مثال کې ورکړو، نو هر کله چې کرکټ لوبه ترسره شي او افغانستان بايللې وي، نو زياتره وګړي، بس ټوله شپه او ورځ په دې فکر کوو، چې افغانستان ولې لوبه وبايلله، که د دې بالر پر ځای ،يې دغه بالر راوستی وی، که نبي يو څو چکې وهلی وی او داسې ورته نور بې ګټې فکرونه کوو، زه اوس دغه ډول خلکو ته وايم، که ته اوس هر څومره فکر وکړې او هر تېر شوي څيز باندې پښېماني کوې؛ نو هسې عبث لګيا يې، که ته اوس، څه ووايې، که څه ونه وايې، بايللې لوبه بيرته لاسته نه راځي.
زمونږ په ټولنه کې لومړی ډول وګړي هم ډېر دي، لکه د يو کس شل ورځې وروسته امتحانونه شروع کېږي او دا فکر کوي، چې زه څه ډول هڅه وکړم، چې امتحان ته ښه اماده ګي ونيسم، درسونه په ښه ډول تعقيب او زده کړم، نو دغه دويم ډول فکر کول، زمونږ په ګټه دی، وخت مو پرې عبث نه ځي او په راتلونکي کې به مو د ښه ژوند لامل هم شي.
يوه بله خبره بايد تل په ياد ولرو، هر کله چې مو کوم ګټور فکر ذهن ته راتلو، هڅه وکړئ، فوکس پرې وکړئ او په عملي کولو يې لاس پورې کړئ.
ښه فکرونه ښه ټولنه جوړوي او ښه ټولنه کې ژوند په خوښۍ ترسره کېږي.