ځان ته پخپله ارزښت ورکړئ!

ایا کله داسې شوي چې څوک درنه پوښتنه وکړي چې

شین چای څښې که تور؟

ځواب کې ووایې:

فرق نه کوي هر یو چې وي.

ایا کله داسې شوي چې درنه پوښتنه وشي

غرمې ته قابلي خورې یا سابه؟

ووایې:

هر یو چې وي.

او ایا کله داسې هم شوي چې درنه پوښتنه وشي:

پسرلي موسم سره ښه یې یا ژمي سره؟

بیا هم ووایې:

فرق راته نه کوي.

ایا په دې اړه مو فکر کړی چې د یو څېز په اړه ولې تاسې نظر نه لرئ؟؟ او یا یې په مقابل کې ولې بې تفاوت یاست؟؟

تاسې خپله چې په دې نه پوهېږئ په ژوند کې د څه په لټه یاست، څه غواړئ او هدف مو څه دی؟

او یا د یو څیز یا خبرې د نقد او نظر  په اړه لپاره په ځان کې باور درته نه تر سترګو کېږي، هر څه درته يو ډول بې تفاوته دي نو ته څنګهنړۍ نه دا تمه لرې چې دا دې تاته ستا د خوښې ژوند او څیزونه درکړي؟

که غواړئ چې ژوند ستاسې په خوښه وي همدا اوس له بې تفاوتۍ ځان وژغورئ.

د خپلې خوښې او پرمختګ اړتیا وړ شیان لیست کړئ، نن د ځان جوړونې په لور واړه ګامونه پورته کړئ او په خپله ځان ته ارزښت ورکړئ.

که د ښه ژوند او پرمختګ لپاره مو هدف وټاکئ، نړۍ او طبیعت به ستاسې په خوښه حرکت وکړي.

انسان چې پخپله ځان ته لومړیتوبونه ونه ټاکي، حالات به ورته لومړیتوبونه وټاکي.

انسان به د ځان لپاره کار نه کوي، د حالاتو لپاره به کار کوي او خپلې موخې به ترې پاتې وي.

Scroll to Top