خوب د انسان د جسماني ، ذهني او معاشرتي روغتیا تر ټولو اهم توکی ګڼلې شي . انساني وجود ټول غړي چې دوامداره توګه په کاربوخت وي نو ارومرو ارام ته ضرورت لري او دغه ارام د خوب په شکل کې شونې دی عین تر دې چې زړه ، پړپوسان ، مازغه ، پښتورګيچې د دوي کار او وظیفه دومداره وي او دغه دوامداره وظیفه د ژوند ضمانت ورکوي خو د خوب په صورت کې د دوي کار د وېښې په نسبتکم شي او دغه کمښت په صورت کې دوي ته ارام او دمه کولو فرصت په لاس ورشي . د عمر په بېلا بېلو پړانو د خوب ضرورتونه هم جداجدا وي . یو نوې زېږدلی ماشوم په څلورویشت ساعتونو کې سپاړس ساعتونو نه تر اتلس ساعتونو پورې خوب کوي او دغه یې اړتیا وي دعمرونو د تېریدو سره د خوب دغه دورانبه کمیږي او یو ځوان یا پېغله بیا د خول اړتیا د اته ساعتونو پورې راټیټه شي .
یو شمیر جسماني او ذهني ناروغې داسې شتون لري چې هغې سره خوب خرابېږي .
چې په هغې کې به په بل مضمون کې بحث اوکړو . نني مضمون کې مونږ دې خبرې ته راځو چې چې د هرې وجې او علته چې خوبخراب شي نو خلک دغه خوب د پاره د ګولیو استعمال په خپل سر کوي او یا هم که چرته ډاکټر ورته تجویز کړي نو بیا د تجویز شوې مودېیې نه زیات پکاروي . دخوب د خرابېدو علاج چرته هم د خوب ګولې نه وي بلکې دا کتل اړین وي چې د خوب د خرابې وجوهات مالوم شياو د کومې معلومې ناروغۍ له کبله چې خوب خراب وي باید هغه وجه او ناروغې ټبک کړې شي . مثال په توګه د ابنزایټي او ډیپریشن لهکبله که یو سړي خوب خراب وي نو په ځای د دې چې د خوب ګولۍ استعمال شي باید چې د اینزایټي او ډیپریشن علاج اوشي کله چې ددغه زکر شو ناروغیو علاج اوشي نو خوب به پخپله ټیک شي .
عموما چې د خوب د پاره کومې ګولې په کارول کېږي هغه ګروپ ته مونږ په طب کې BENZODIAZEPINE وایو . دغه ګروپ کې یو شمیردواګانې دي چې نومونه یې ځیني دا دي
Diazepam
Lorazepam
Temazepam
Alprazolam
Bromazepam
Lorazepam
دغه کې چې زمونږ په ټولنه کې کومې استمالېږي هغې کې diazepam چې د Valium په نوم ، Alorazolam چې د Xanax په نومbromazepam چې relexen او lexotinal , lexilium په نومونو په بازار کې خرڅېږي ډېرې عامې دي .
اوس سوال دا دی چې دا دوګانې دي او په میډبکل سټور کې خرڅېږي نو بدې څنګه شوې ؟
دغه BENZODIAZEPINES ټولې دوایانې یو خاصیت دا دی چې دغه د یوې میاشتې پورې د دوا په توګه کار کوي خو که د یوېمیاشتې نه زیاتېږي نو بیا د عادت سبب ګرځي او د دوا نه نشه جوړه شي . چې دغه حالت ته مونږ عادت یا نشه او یا همdependence یاaddiction وایو .
چې د وخت سره سره د دغه دوا چې د کوم کار د پاره استعمالېږي بیا هغه کار نه کوي بلکې دا د یو شمیز نورو مسلو سبب ګرځي چې یوپکې دغه dependence دی بل یو اصطلاح چې مونږ کارو هغې ته tolerance وائي ، د tolerance نه مطلب دا دی چې دمطلوبه اثراخستو د پاره د دوا مقدار زیاتولې شي . لکه مثال په توګه چې اول د یوې ګولۍ سره خوب ورتلو دغه به بیا دوو ګولیو سره او څومره چېموده زیاتېږي نو ګولیو شمېر به ورسره زیاتېږي .
بل خراب صورت حال هغه وي چې مریض د دغه دوا سره په نفسیاتي او جسماني دواړه توګه روږدي شي . چې بیا دا دوا د خوب نه زیاتد دغه مریض د جسماني او نفسیاتي روږدیتوب د پاره استعمالوي . چې دغه عمل ته مونږ ADDICTION وایو .
دغه ستونزه دومره عامه ده چې تاسو به لیدلي وي چې په هر کور یو کس خامخا داسې وي چې دغه ګولۍ استعمالوي او دغه عمل ورځ پهورځ زیاتېږي .
دلته مسله دا ده چې دغه خلک دغه دوایانې ګڼي نو البته دا خبره باد ساتل پکار دي چې دا دوایاني دي خود میاشت نه یې زیات استعمالنه دی پکار … چې د مېاشت نه استعمال زیاتېږي نو بیا دا دوا نه ده بلکې دا هو د چرسو او پوډرو په رنګ نشه ده .
قانوني توګه دغه دوایانې د یو مستند سایکاټرسټ د نسخې نه پرته د خرڅېدې نه شي خو دلته د قانون صورت حال مونږ ټولو ته مالوم دی.
اوس راځو چې دغه دومداره استعمال او بیا د دې د پرېښدو نه کومې ستونزې مینځ ته راځي
جسماني ستونزې
۱–د وجود شخوالې
۲–کمزوري
۳–د هاضمې خرابي
۴–د وجود د بې حسۍ احساس
۵–د نزله زکام په رنګ علامتونه
۶–د دید مسلې
۷–جټکې
۸–د عقل ، پوهې ستونزې
نفسیاتې ستونزې
۱–اینزایټي
۲–بې خوبي
۳–د ډار خوبونه
۴–د شخصیت ګډوډي
۵–د یاداشتو کمې
۶–د حواص غلط ادراک
۷–هزیان
۸–لېونتوب
پورته دغه ستونزو ته په طب کې withdrawal effects یا په چټک توګه د دوا پرېښودلو سنډوروم بللې شي
نو هم دغه وجه ده چې مریص مجبور وي چې دغه دوا په دوامداره توګه واخلي
دغه روږدیتوب یا Addiction باقاعده یوه ذهني ناروغې ده او باید چې علاج یې اوشي
سپارښتنې
——————-
۱-benzodiazepines دواګانې هیڅ کله هم د یوې میاشتې ته نه زیاتې استعمال نه شي
۲-benzodiazepine دوایانې یوازې او یوازې د مستند سایکاټرسټ د نسخې او هدایت نه بغیر استعمال نه شي
۳–دغه دوایانې هیڅ کله هم په خپل سر وا نه خستل شي
۴–دغه دوایانې هر څوک چې د میاشتو او کلنو نه استعمالوي باید زر تر زره د علاح په لټه کې شي
۵–قانوني ادارې میډیکل سټور واله په دې پابند شي چې دغه دوایانې بغیر د ډاکټر د نسخې نه استعمال نه کړي
———————————————————-
حوالې
—-current Psychitry by LANGEE
2nd edition
Oxford clinical text book
7th edition
Maudsley prescribing guidelines in Psychitry
13tth edition