سایکوپات وګړي یا Serial Killers/ درېیمه برخه

د سايکوپاتي قاتلينو ډولونه:

د سایکوپاتي قاتلینو ډولونه زیات دي، خو پر یو څو یې دلته غږېږو.

۱جذابيت لرونکي سايکوپاتان:

دغه ډول وګړي، ډېر جذاب وي، په اسانۍ سره کولای شي، سخت مسايل حل کړي.

اکثره ښځې جذاب نارينه يا اکثره نارينه جذابې ښځې خوښوي، چې د دغه جذابيت له مخې دوی کولای شي په اسانۍ سره خپلې موخېته ورسېږې او په قتل لاس پورې کړي.

۲برنامه لرونکي سايکوپاتان:

دغه ډول سايکوپاتي کسان هر څه له مخکې پلان او برنامه ريزي کوي، دوی د خپل قتل وسايل او ځای له مخکې مشخصوي او بيا فرد دپلان مطابق وژني.

دوی په نورو تجاوز کوي، د چاقو حمله پرې کوي او زجر لرونکي مرګ باندې يې وژني.

۳لويي کوونکي سايکوپاتان:

دغه ډله سايکوپاتي اشخاص د نورو له وژنې وروسته يو ډول سکون احساسوي او د لویوالي حس يې راپارېږي.

دغه وګړي په خپلو قتلونو باندې اعتراف کوي او غواړي نور وپوهېږي، چې دوی څومره ظالمان او بې رحمه دي، دغه د نورو پوهېدل او ددوی مشهورېدل د دوی لپاره د افتخاري لقب په مانا دي.

۴اسکيزوييد لرونکي سايکوپاتان:

هغه وګړي چې د اسکيزوييد شخصيتي اختلال ولري، د اجتماعي اړيکو سره بې علاقې، خپل ژوند کې د زوال سره مخ، نورو سره دملګرتيا لېوالتيا نه لري، کوم خاص شخصيتي مهارتونه هم نه لري، شايد په کوچنيوالي کې د توجو د نه شتون سره مخ شوي وي.

اسکيزوييد لرونکي افراد د ځان په نسبت نورو ته ډېر ضرر رسوي.

دغه ډول وګړي په واقعيت کې خپل ځان کم ارزښته او بې ګټې ګڼي، خو په خيالانو کې د پاچاهانو رول لوبوي.

۵ژنتيکي سايکوپاتان:

ځينې وخت لېونتوب له يو نسل څخه بل نسل ته لېږدېدونکی دی.

لکه يو نفر وو چې ذاتي د لېونتوب نښو په کې شتون لرلو، کورنۍ به د لوبو او بيرون تګ منع کولو، کله چې ځوانۍ ته ورسېد، په جنايت يېلاس پورې کړ څو ځلې بندي شو، اخر کې دې حد ته ورسېد چې څوک به يې ووژلو، د هغه وينه به يې څښله او د دې وينې له څښلو به يېخوند اخسته.

۶په ځان مئين سايکوپاتان:

دغه ډول وګړي له قتل کولو خوند اخلي او له قتل وروسته د کمترۍ احساس کوي، پوهېږئ ولې د کمترۍ احساس کوي، د دې له وجې چېد دې قتل له وجې د نورو لخوا تصديق او ستايل شوی نه دی.

يو په ځان مئين سايکوپات چې پنځه ماشومان يې وژلي ول، ارواپوه ترې وپوښتل، ولې دې معصومه ماشومان ووژل، قاتل وخندل او ويېويل دا خو عادي خبره ده، زه چې هر کله يو څوک ووژنم، هغه د وژولو هيجان مې ډېر ژر له منځه ځي او که چيرته بيا پيدا شي بيا هم پرېلاس پورې کوم.

Scroll to Top