د روان او روغتيا له پلوه د مطالعې ارزښت! لومړی برخه/

کتاب د ژوند ملګری ی او ددې سره سره يو ښه لارښود هم دی. کتاب لوستنه مو په رواني او عقلي ډول وړتيا لوړوي. هر کوچنی کتاب له لوستلو وروسته تاسو ته فرصتونه او نوي نظريات په لاس کې درکوي. نن صبا ډېر کتابونه په بېلا بېلو برخو لکه علمي،مسلکي ارواپوهنې،ادبيات لنډې کيسې،ناولونه او داسې نور موندل کېږي او دا هر کتاب د انسان په ژوند مستقيما اغېزه باسي. په دې ليکنه کې درته د کتاب لوستلو په زړه پورې ګټې معرفي کوو خو ددې لپاره چې پر درنو لوستونکو ونه غمېږي ليکنه مو په څو برخو درته ويشلي ده.

لومړی: هغوی چې مطالعه کوي پراخ کليمات او لغاتونه يې ياد وي!
ډېری کسان غواړې چې د احساس له مخې يو څه ولېکي خو د کليماتو منظم پې‌يل يې نه زده. دليل يې دا دی چې دوی پخپله حافظه کې کليمي او لغاتونه نه لري.
د څېړنو له مخې هغوی چې په منظم ډول مطالعه کوي په ذهن کې يې په لويه اندازه پراخه لغاتونه او کليمي پاتې کېږي. او همدا کسان په ټولنيز او مسلکي ژوند کې بريالي پېژندل کېږي همدارنګه کولای شي چې د همدې لوستلو له مخې يو څه ولېکي،ښه جرأت ولري او بريالی وينا ترسره کړي.

دوهم: هغوی چې مطالعه کوي د خبرو کولو ښه هنر پيدا کوي!
ډېری خلک وړتيا لري خو په مخامخ مرکه کې ناکامیږي. دليل يې دا دی چې دوی د خبرو کولو لپاره کليمي نه لري. لوستل تاسو د فکر کولو توانايی، تصور،د خبرو کولو او ښه تحليل مهارت درکوي. هغوی چې مطالعه کوي په ډېرې بهادرۍ او آسانی سره د نورو په مخ کې خبرې کولای شي او ځان معرفي کولای شي.

درېيم: هغوی چې مطالعه کوي له ذهني فشار ژغورل کېږي!
په 2009 کال کې يوې څېړنې ثابته کړې وه چې 68٪ ذهني فشار د لسو دقيقو مطالعې کولو په پايله کې له منځه وړل کېږي. ډېره عجيبه ده!!! يو ښه کتاب،مقاله،لنډه کيسه،ناول… تاسو له ورځنيو ستونزو او ذهني ناارامیو څخه ژغوري. د يو ښه کتاب،مقالې،ناول او کيسې لوستل ستاسو تمرکز او فکر متوجې کوي او په حال کي متمرکزه کوي. ذهني فشار او ستړيا مو له منځه وړي تمرکز مو ټول د کيسې،کتاب،مقالې او ناول په پلاټ،لوبغاړو او نورو برخو ته اړوي. يو ښه کتاب،مقاله ناول او لنډه کيسه هغې ځای ته بيايي چې ستاسو انديښنه، سوچ او ټينشن مو نشې بیولی.

څلورم: هغوی چې مطالعه کوي ژور خفګان يې له منځه ځي!
کتاب لوستل مو د


ټولنې له ناخوالو لېرې کوي او خپلې غېږې ته مو دننه کوي. يو څوک حتمآ له يو ډول خواشنی او ځور څخه په ژور خفګان اموخته کېږي. د کتاب لوستل مو د دونيا له هر ځور خلاصوي او ټول تمرکز مو د ځان په لوري جلبوي.

Scroll to Top