سیلاب د اوبو یو غیر معمولي موجودیت د ځمکې په سطح باندې دی، چې یو خاص ژورتیا Depth ولري او په روزمره فعالیتونو کې متاثره شي، یعنې سیلاب خپله یو ډول Runoff دی.
سیلابونه د لاندې عواملو پواسطه پیښیږي:
1: په سیندونو کې د اوبو زیاتوالی River flooding
2: په یو لنډه موده کې دروند باران Flash Floods
3: په ځمکه باندې د سمندر د اوبو یو غیر معمولي داخلي جریان Ocean Flooding
د سیلابونو سره مرستندویه عوامل:
درې قسمه عوامل د سیلابونو د رامنځته کیدو سره مرسته کوي:
الف: اقلیمي عوامل Metrological factors
1: باران
2: د باد او دوړو طوفانونه
3: کوچني درجه طوفانونه
4: د حرارت درجه
5: واوره او د واورې ویلې کېدل
ب: هایډرولوجیکي عوامل Hydrological Factors
1: د خاورې د رطوبت درجه
2: د طوفان نه مخکې د ځمکې د لاندې اوبو درجه
3: د طبیعي ساحي جذب اندازه
4: غیر قابل نفوذ پوښ موجودیت
5: د کانال قطع شوی شکل او زیږوالی
ج: بشري عوامل Human Factors
1: د ځمکې قطع کول د مثال په توګه: د سطحې بندول د ځنګلي ونو قطع کولو او د ښار د جوړیدولو په سبب چې Runoff زیاتوي او یا شاید رسوب زیاتوی.
2: د سیلابي ساحو د بندیز دنده
3: د ساختمانونو بي کفایتي یا بي حفاظتي
4: د اقلیم تغیر خوړل د باران او سیلابونو مقدار او فریکونسي ته تغیر ورکوي.
د سیلابونو اقسام Types of Floods
سیلابونه په عمومي ډول په لاندې ډول دي:
محلي سیلابونه
رودي سیلابونه
زر پیښیدونکي سیلابونه
ساحلي سیلابونه
ټول سیلابونه بد ندي:
موسمي سیلابونه کېدای شي چې د زراعتي ځمکو لپاره یو مغذي منبع جوړ شي. د Dams اوبه او د ځمکې لاندې اوبو سرچیني بیرته ډک کړي.
سیلابونه هغه وخت خطرناک وي چې سیلاب راشي اما خلک یې په راتګ خبر نه وي.
هغه سیلابونه چې د شپې لخوا او په چټکتیا سره واقع شي، دواړه د سیلابونو خطرناک اقسام دي.
کومو اجزاوو کې سیلابونه ډېر خطرناک دي؟
1: هغه ساختمان چې په سیلابي مناطقو کې پروت وي.
2: د ځمکې هغه ساختمانونه چې بنیاد یا تهداب یې په اوبو کې وي.
3: سرکونه، پلونه، تاکاوۍ یا د ځمکې لاندې ساختمانونه
4: ماشیني او برقي سامان آلات په شمول د صنعتي او مخابراتي سامان الاتو.
5: کرنیز مواد او کرنیزي ځمکې
6: د میوو باغونه
7: کورني څاروې یا حیوانات
د سیلابونو لپاره حفاظتي اقدامات
په عمومي توګه په دریو مودو کې د سیلابونو په مقابل کې حفاظتي اقدامات کولای شو چې اجرا کړو:
۱: د سیلابونو د راتګ څخه مخکې
۲: د سیلابونو په جریان کې
۳: د سیلابونو څخه وروسته
الف: د سیلابونو د راتګ څخه مخکې
۱: د سیلابونو د راتګ څخه مخکې باید خلکو ته د سیلابونو په هکله خبر ورکړل شي.
۲: خطر لرونکي علاقه باید په نښه شي او د هغه علاقو څخه د خلکو، حیواناتو او نورو ضروري څیزونو انتقالول.
۳: د هغې علاقې تاریخچه باید وکتل شي.
۴: د سیلابونو د مخنیوي لپاره باید بعضي ذخیروي ساختمانونه لکه : Reviser , Dams , Dikes, Levees , watersheds, Retaining ponds, channels او نور جوړ شي تر څو د سیلابونو په کمولو کې مرسته وکړي.
۵: په عمومي توګه باید ضعیف ساختمانونه جوړ نشي.
۶: خطر لرونکي موقعیتونه باید خلکو ته وښودل شي.
۷: باید مخکې له مخکې څخه د سیلاب د راتلو اماده ګي ونیول شي.
ب: د سیلابونه په جریان کې:
۱: انتقالول د انسانانو،حیواناتو او نور څیزونو
۲: سیلاب ځپلو خلکو ته باید خوارک، پوښاک او د اوسېدولو امکانات ورته برابر شي.
ج: سیلابونو څخه وروسته:
۱: د سیلابونو مالي او ځاني تاوانونو ارزیابي باید وشي.
۲: زر تر ژره باید د Reconstruction پلانونه باید ونیول شي.
۳: دولتي او شخصي موسیسي او دفترونه باید زر تر ژره فعال شي.
۴: خلکو ته باید مشورې وکړئ چې د سیلاب د راتګ څخه مخکې ځان وژغوري.
۵: ناروغانو، یتیمانو او معیوبینو سره باید زر تر ژره مرسته وشي.
په اخره کې خدای مو له هر آفته وساته!