یوه ښوونکي لهٔ زده کوونکو وغوښتل چې د نړۍ اوه عجایب لېست کړي. زده کوونکو پهٔ لیکل پیل وکړ. استاد د دوی لیکنې راټولې کړې، که څهٔ هم د ټولو ځوابونه یو شان نهٔ ؤ، مګر اکثرو زده کوونکو لاندې یادونه کړې وه:
د مصر اِهرام، تاج محل، د پاناما کانال، د چین لوی دیوال او داسې نور…
د کاغذونو پهٔ منځ کې یو سپین کاغذ هم تر سترګو کېده، استاد وپوښتل:
دا سپین کاغذ د چا دی؟
د زده کوونکو لهٔ ډلې یوې نجلۍ پورته شوه، ویې ویل کاغذ زما دی!
استاد پهٔ حیرانتیا وویل:
لورې! ولې دې کاغذ سپین پرېښی دی؟
نجلۍ ځواب ورکړ:
دا نړۍ لهٔ عجایبو ډکه ده، که ریښتیا ووایم زهٔ پرېکړه نهٔ شم کولای چې کوم یې ولیکم.
استاد وویل:
ښه هر څهٔ دې چې پهٔ ذِهن کې ګرځي ماته یې ووایه، شاید زهٔ دې مرسته وکړی شم.
نجلۍ پاڅېده، ویې ویل:
زما پهٔ اند د نړۍ اوه عجایب دا دي: لمس کول، خوند اخیستل، لیدل، اورېدل، احساس کول، خوښي وېشل او مینه کول!
د نجلۍ لهٔ خبرو وروسته پهٔ ټول ټولګي د خاموشۍ سیوری پرېوت.
هو؛ اصلي عجایب همدا نعمتونه دي چې مونږ یې ساده او عادي ګڼو.