افغانه آرايشګره په سپینه ماڼۍ کې!

د احمد ظاهر خور د « افغانه آرايشګره په سپینه ماڼۍ کې» په نوم کتاب لیکلی

مهم ټکي يې څه دي؟

د افغانستان د پخواني صدراعظم ډاکټر ظاهر لور او د مشهور افغان هنرمن خور ظاهره ظاهر، چې څو کاله په سپينه ماڼۍ کې آرايشګره وه، تازه په انګليسي ژبه يو کتاب لیکلی، چې « افغانه آرايشګره په سپینه ماڼۍ کې» نوميږي.

ظاهره ظاهر وايي، چې په دې کتاب کې د خپلو ژوند، پېښو او يادښتونو تر څنګ د خپل پلار ډاکټر ظاهر او ورور احمد ظاهر په اړه نا ویلې خبرې لري.

له نوموړې سره د دې کتاب په ليکلو کې د فواد ارسلا په نوم یوه کس همکاري کړې او تمه ده، چې دغه کتاب به له انګلیسي ژبې وروسته په افغاني ژبو هم ترجمه او خپور شي.

مېرمن ظاهره، چې له احمد ظاهر څخه په عمر مشره ده، په ۱۹۷۵ ميلادي کال کې له خپلې کورنۍ سره امريکا ته تللې ده.

هغه مهال د نوموړې د ژوند ملګری په امريکا کې ډیپلومات و، خو له سیاسي بدلونونو سره له دندې ګوښه او د کورنۍ د بېوزلۍ له کبله ظاهره ظاهر د آرايشګرۍ زده کړو او کار ته مجبوره شوه.

ظاهرې ته صدراعظم پلار یې، چې د افغانستان مشهور ډاکټر و او په لومړي ځل د ظاهر شاه دربار ته د ځانګړي طبيب په توګه ورغلی و، د طبي زده کړو سپارښتنه کړې وه.

ظاهره وايي، چې پلار یې د طب پوهنځي د لوستو په صورت کې په کولمبيا پوهنتون کې د زده کړو د تمویل وعده ورکړې وه، خو دې د طب پر ځای په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنځی ولوست.

ظاهره ظاهر وايي، چې د سلماني توب او آرایشګرۍ زده کړو او کار ته یې له مجبورۍ او شوق دواړو له مخې مخ واړوه.

وایي له ډیپلوماتیکې دندې یې د ژوند ملګري له ګوښه کیدو څخه وروسته خپله کورنۍ په همدې روزګار تمویلوله.

نوموړې زیاتوي چې په امريکا کې یې لومړی د آرایشګرۍ دوکان پرانیست، خو وروسته یې د ښو مهارتونو او شهرت په وسيله سر تر سپینې ماڼۍ ورسید او هلته آرایشګره وټاکل شوه.

ظاهره وايي، چې وروسته په سپینه ماڼۍ کې امریکايي چارواکي پوه شول، چې دا د پخواني افغان صدراعظم لور ده.

وايي پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په وخت کې ولسمشر ریګن ورسره افغان جهادي ډلو ته د الوتکه ویشتونکو سټنګرو د ورکړې په اړه مشوره وکړه، چې دې یې ملاتړ وکړ.

ظاهره ظاهر د احمد ظاهر په اړه وويل، چې له دې نه کشر و او لکه هغه چې په خپل هنر کې ځلیدلی و، دا هم په خپل هنر کې هماغسې وځلیده.

د احمد ظاهر خور د دغه مشهور افغان هنرمن د مرګ په اړه وايي، چې پلار یې د حفيظ الله امين د واکمنۍ پر وخت په کابل کې و او دې ته ېې ويلي وو، چې احمد ظاهر په ترافيکي پېښه کې مړ شوی نه، بلکې د تومانچې په ګولۍ وژل شوی و.

د‌ ظاهرې په خبره، چې پلار یې د ډاکټر په توګه د خپل زوی د جسد عدلي معاينات غوښتل، خو د وخت چارواکو ویل چې که په ترافيکي پېښه کې د مرګ په اړه یې اسناد تصديق نه کړي، جسد به ډاکټر ظاهر ته ونه سپارل شي.

ظاهره ظاهر زياتوي، چې پلار یې له ناچارۍ هغه وخت د چارواکو د شرط منلو ته اړ وت، خو کورنۍ ته یې وویل چې زوی یې ور وژلی دی.

د احمد ظاهر خور د خپلې کورنۍ په اړه وويل، چې پلار یې د لغمان او مور یې د بدخشان ولايت څخه وه.

دوی لومړی د کابل د لاهوري دروازې په یوه کور کې اوسیدل، چې احمد ظاهر هم همدلته زيږيدلی و.

ظاهره ظاهر وايي، چې د کورنۍ ډېرې کيسې یې په کتاب کې خوندي کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د احمد ظاهر د کورنۍ یوه غړې د خپلې کورنۍ په اړه کتاب لیکي.

څو کاله مخکې د احمد ظاهر په اړه د نوموړي د کورنۍ په همکارۍ د هالیووډ سينما له لوري د یوه فلم په جوړولو د کار د پيل خبر ورکړل شو، چې څو کاله وخت به ونيسي.

Scroll to Top